Medical Doctors

Medical Doctors

Share

طب یعنی عشق �

25/01/2026

د مور د وینی منفی ګروپ:
کله چی د ښځی د وینی ګروپ منفی او د خاوند د وینی ګروپ مثبت وی نو امکان لری چی د راتلونکی ماشوم د وینی ګروپ مثبت وی.
چی دغه حالت ډیر خطرناک دی .
نو کله چی غواړی نوی ماشوم راوړی باید د مور د وینی ګروپ وکتل شی که د مور د وینی ګروپ مثبت وو نو هیڅ مشکل نشته خو که د مور د وینی ګروپ منفی وی نو راتلونکی ماشوم مو د دغه خطرونو سره مخ کیدای شی.
شدید ژیړی،د ماشوم پړسوب(Hydrops Fetalis)،د رحم دننه د ماشوم مړینه،د ماشوم ضایع کیدل.
مخنیوی: کچیرته د مور د وینی ګروپ منفی وی د حمل په ۲۸ هفته او د ولادت څخه وروسته په ۷۲ ساعتونو کی دننه د Rhogam(Anti D Immune Globulin) انجیکشن یا چی د عامو خلکو په اصطلاح واکسین باید وشی

ډاکتر عزیزالرحمن قاسمی

Category

Website

Address


Kabul Darlaman
Kabul