Dareez

Dareez

Share

Media

29/04/2026

کابل کې په لومړي ځل د ۵جي انټرنټي خدمات پیل شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت‌الله الکوزي ویلي، کابل کې په لومړي ځل د ۵جي انټرنټي خدمات پیل شوي دي.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رئیس د معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره لیدنه کې ويلي، کابل کې یې په ازمایښتي ډول په ۷۴ انتنونو کې د انټرنټي خدماتو ظرفیت ۵‌جي ته لوړ کړی دی.

28/04/2026

د کابل ښاروالۍ په خپرې کړې خبرپاڼه کې راغلي هیڅوک نه شي کولی د اوسېدا لپاره تر درې پوړونو لوړ کور جوړ کړي.

28/04/2026

د امو دریا حوزه کې له ۵ نوو څاه‌ګانو د نفتو را ایستنه پیل شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وایي، د امو دریا نفتي حوزې اړوند د زمرد سای په سیمه کې له پنځو نوو کیندل شویو څاه‌ګانو د نفتو استخراج پیل شوی دی.

د هغه په وینا، له دغو څاه‌ګانو به د نفتو ورځنۍ د استخراج کچه شاوخوا ۵۰۰ متره مکعب وي.

27/04/2026

د پاکستاني پوځي رژیم لخوا پر کونړ د نن ورځ بریدونو کې تر دې مهاله ۵۰ زیات کسان ټپیان او د ۷ تنه شهی.دان شوي دي.

27/04/2026

سپین بولدک کې پاکستاني پوځي رژیم یو افغان ماشوم شهید کړی او افغان امنیتې ځواکونو په ځوابي برید کې ٦ پاکستاني عسکر وژلي

تېره شپه د اسلا.ـمي ام.ارت او پاکستاني فوځي رژیم د ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک ولسوالۍ کې هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې پاکستاني پوځي رژیم پر یوه افغان ماشوم ډزي وکړي او هغه یې شهید کړ.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د دغه برید په غبرګون کې افغان امنیتې ځواکونو ځوابي حمله وکړه او ٦ پاکستاني سرتېري یې ووژل او یو بل پوځي یې ټپي کړی دی.

27/04/2026

د لوګر په حصارک ولسوالۍ کې وسله وال يو کور ته اوښتي دي، يوه ښځه او څلور نارينه يې وژلي دي.

د ځايي منابعو په وينا، دغه پېښه بېګاه شپه رامنځته شوې ده، خو د څرنګوالي په تړاو يې معلومات ندي ترلاسه شوي.

26/04/2026

په ډونالډ ټرمپ بریدګر نیول شوی

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، په واشنګټن ډي‌سي کې یو ښه ماښامی و او په خبره یې، بریدګر نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ډانلډ ټرمپ په ګډون د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې د ډزو غږونه اورېدل شوي او ټرمپ او مېرمن یې، ملانیا ټرمپ په بېړنۍ توګه له سیمې ایستل شوي دي.

23/04/2026

لبناني خبریاله امال خلیل د اسرائیلي برید شهیده شوې

الجزیرې شبکې خبر ورکړی چې لبناني خبریاله امال خلیل د اسرائیلو برید کې شهیده شوې ده. د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې اسرائیلو هغه تعقیب کړې او کور یې په نښه کړی.

22/04/2026

کویټه کې پاکستاني ځواکونو بلوڅه محصله له لیلیې تښتولې

د پاکستان په کویټه کې پوځي ځواکونو بلوڅه خدیجه محصله د کوېټې د نجونو نرسنګ لیلیه څخه تښتولې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د هغې د خوشې کولو لپاره کمپاین پیل شوی.

22/04/2026

غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې سروې بشپړه شوه

میرویس عزیزي هلته ۱۳۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي چې له ډیزاین وروسته به یې عملي چارې پیل شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به غزني کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر ډېره بریده حل شي.

22/04/2026

ایران د اټو-مي برخې یو پخوانی کارکونکی ا-عد-ام کړ

ایران د مهدي فرید په نوم کس یې اسرائیلو سره په اړیکو او مالوماتو شریکولو تورن کړی و.

22/04/2026

#تازه پریکړه

پوهنې وزارت پریکړه کړې چې په ښوونځیو کې له لسم ټولګي وروسته به د زده کوونکو د رشتو وېش پیلېږي.

د پرېکړې له مخې به په ۱۱ او ۱۲ ټولګي کې زده کوونکي د خپلې خوښې ځانګړي مضامین لولي.


#تازه

Want your business to be the top-listed Media Company in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Kabul