Civil Engineer

Civil Engineer

Share

The official Feacebook page Of Civil Engineer 💯✔.

Photos from Civil Engineer's post 27/09/2023

د اسفالټ په اړه دا مهمې خبرې تل په یاد لرئ!!!
سوال: آیا اسفالټ د بیا استعمال وړتیا لري؟
هو کولی شو چې زاړه شوي اسفالټ بیرته د کوم بل مقصد لپاره وکاروو، کله چې په سطحه اچول شوي اسفالټ زاړه شي او یا عمر خوړلی سرک بیرته له سره جوړیږي نو کولی شو چې د اسفالټو څخه یې په بسکورس طبقه او یا په پیاده روونو کې ګټه واخلو.
سوال: د اسفالټ ټپک کاري تشریح کړئ؟
کله چې اسفالټ په سرک اچول کیږي، نو د حرارت درجه یې باید د 150 نه لوړه او 120 درجې د سانتیګریډ نه کمه نه وي
اساسي ټپک کاري په سټیل ډرم لرونکي رولر باندې تر هغه وخته کیږي، چې د اسفالټ د حرارت درجه د 100 سانتي ګريډ نه لوړه وي.
خو اساسي کمپکشن په ټایر لرونکي رولر باندې تر هغه کیږي چې د اسفالټ د حرارت درجه د 80 درجې د سانتیګریډ نه لوړه وي
د آخر ځل لپاره کمپکشن په سټیل ډرم لرونکي رولر باندې تر هغه کیږي، چې تر څو د ټایر خاپونه په اسفالټي طبقه کې پاتې نشي، او یا چې نور اسفالټ د کمپکشن وړنه وي، او ټاکلې اندازه Density لاسته راشي
کمپکشن د سرک د څنډو څخه شروع کیږي او د مرکز خواته ادامه پیداکوي، په داسې ډول چې کله یو خط اسفالټ کمپکشن شي، نو دوهم خط په داسې ډول ټپک کیږي چې د اولني خط 10 او یا هم 15 سانتي هم ورسره ټپک کړي
دا چې اسفالټ سریښناک مواد دي، نو ددې لپاره چې اسفالټ د رولر ټایرونو سره سریښ نه شي، نو ټایرونه د اوبو یا د اوبو سره نور مکس موادو پواسطه لامده ساتل کیږی
سوال: که اسفالټ ته زیات کمپکشن ورکړل شي، نو څه واقع کیږي؟
کله چې اسفالټو ته کمپکشن ورکړو نو تجربه کار سړي ته په سترګو باندې معلومیږي چې کمپکشن خپل حد ته رسیدلی دی، هغه داچې د اسفالټ په سطحه کې نورې خالیګاوۍ نه معلومیږي، او سطحه یې همواره او لشمه ښکاري او هم د رولر د ټایرونو ښاپونه په اسفالټي طبقه کې نه معلومیږي، بل دا چې د ټسټ پواسطه یې هم معلوموي چې کمپکشن خپلې لازم حد ته رسیدلی که نه ،
خو که اسفالټ د لازمې اندازې نه زیات کمپکشن شي، نو په اسفالټ کې په طولي ډول کریکونه(درزونه) رامنځته کیږي، او یا دا چې د اسفالټ طبقه یوې او بلې خوا ته حرکت کوي، او د سرک د سطحې په لیول کې ټیټوالی او جګوالی رامنځته کیږي
ددې لپاره چې اسفالټ مو په خپله ټاکلي اندازه کمپکشن کړي و اوسي نو پکار ده چې اول هلته تجربه کاره اشخاص موجود وي او بل د ټسټ پواسطه ټپک کاري معلومه کړو

12/07/2023

After Indian independence, the Tamil Nadu government developed the Mamallapuram monuments and coastal region as an archaeological, tourism and pilgrimage site by improving the road network and town infrastructure and In 1984, the site was declared a UNESCO World Heritage Site.

Photos from Civil Engineer's post 11/06/2023

د سرک طبقات:
1. د Sub Grade طبقه:د سرک تر ټولو لومړنۍ طبقه ده چې له طبیعي خاورې څخه متشکله ده،کیدای شي نوموړی طبقه له پرکارۍ او یا هم کندنکارۍ څخه ترلاسه شي،او د سرک د وزونو د برداشت اخرنې طبقه همدا ده، د همدې طبقې لپاسه د سرک نور طبقات اچول کیږي، نو ددې پخاطر دې طبقې ته باید خاصه پاملرنه وکړو، ددې طبقې ټپک کارۍ ته باید خاصه پاملرنه وکړو ځکه ددې طبقې ناسمه ټپک کارۍ د ټول سرک د ویجاړۍ باعث ګرځي،په یاد ولرئ چې د سرک کیمبر او Grade د همدې طبقې څخه باید کنترول شي او ددې طبقې د اوبو د رد سیستم(دریناج( ته باید خاصه پاملرنه وشي
همدارنګه دا طبقه باید د ساحې د سیلاب دلوړترینې نقطې (H.F.L) څخه 60cm لوړه واقع وي.
2. د Sub Base طبقه: د Sub Base طبقه د بستر د طبقې (Sub Grade) د طبقې لپاسه اچول کیږي،ددې طبقې مواد د Sub Grade د طبقې څخه نسبتا ښه وي،په دې طبقه کې کیدای شي کنکر، جغل او یا نور مناسب مواد استعمال شي، د Sub base او Base طبقه عینه دنده لري، ځینې وختونه دواړه طبقې یوځای وي یعنې په Combine شکل اچول کیږي، په دې طبقه غټې تیږي باید پرینښودل شي،ځکه د impact load یا ضربه اي بار له اثره خپل ځای ته تغیر ورکوي ددې طبقې ضخامت د 15cm—20cm پورې وي
3. د Base طبقه: نوموړۍ طبقه د Sub base د طبقې لپاسه اچول کیږي، دا طبقه د سختو سرکونو په صورت کې د کانکريټو څخه جوړیږي،اما د ارتجاعي سرکونو په صورت کې د تیږو د ټوټو او Binder Material څخه وي، دا طبقه باید د ښه کیفیت موادو څخه جوړه شي، ددې طبقې اصلي دنده د هغه تشنجاتو په مقابل کې ودریدل دي کوم چې د عراده جاتو د وزن لمخې تشکیلیږي، او همدارنګه د باورنو منظم ویشل د سرک په طبقاتو باندې
په کانکريټي سرکونو کې دا طبقه د ضعیفو کانکریټو څخه جوړیږي چې ضخامت یې 15cm پورې وي
4. د Wearing Course طبقه: د سرک تر ټول پورتنې طبقه ده، چې د فرش د طبقې په نوم هم یادیږي، دعراده جاتو د حرکت له اثره تر مستقیم فشار لاندې وي، د ارتجاعي سرکونو په صورت کې دا طبقه کیدای شي له مختلفو موادو څخه جوړه شي اما د عالي سرکونو لپاره دا طبقه د قیر او جغل د مخلوط(اسفالټ) څخه متشکله وي کوم چې د ښه کیفیت درلودونکي وي
ددې طبقې اصلي دنده د باراني اوبو مخه نیول دي، تر څو د سرک ښکتنۍ طبقاتو ته نفوذ ونکړي، همدارنګه هغه ضربې او د سرک سولیدنه چې عراده جاتو له اثره منځ ته راځې دفع کوي.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Kabul
786ZAI