Easy Electrical Learning
we are in your service
27/10/2024
اتلوالي مو مبارک شه هېوادوالو!
د افغان ابدالیانو لوبډلې د اېمرجېنګ آسیا جام سیالیو پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د بریا او د آسیا جام اتلوالی ترلاسه کولو په پار ټولو هېوادوالو ته مبارک.
10/09/2023
چانس مو واز مايى او دغه فرست له لاسه مه ورکوي
دروسي سکالرشيپونه #
ليسانس #
ماسټري #
دوکتورا #
دروسي هيواد دساينس او پوهني وزارت په نړيواله کچه 15000 سکالرشيپونه اعلان کړي چي دنړى هرهيواد محصلان ورته نوم ليکنه کولاى شي .
نو افغان محصلان هم کولاى شي چي انلاين ډول ثبت نام ورته وکړى ټولي هغه څانګې په کي شاملي دى چي دروسي پوهنتونو له لارى وړاندى کيږي.
په اوله مرحله کي داسنادو ژباړى ته ضرورت نشته.
تعداد دسکالرشيپونو 15000 دى
د زده کړو کچه ليسانس , ماسټرى او دوکتورا
دنوم ليکني پاى 2023/11/01
دسکالرشيپونو امتيازات :
1 : دزده کړو فيس به مو دتحصيل په دوران کى معاف وى يعني فيس به نه ورکوى.
2: داوسيد لپاره ليليه.
3: دمياشتي 25 ډالر خرچه.
4: نور پاتي لګښتونه لکه ټکټ دتګ راتګ, روغتيا يى بيمه دويزي فيس ده محصل په غاړه وي.
داړتيا وړ اسناد:
پاسپورټ
عکس
شهادت نامه او يا هم تصديق پاڼه
دماسټرى لپاره دليسانس اسناد
ددکتورا لپاره دماسټرى اسناد
او دماسټرى او دوکتورا لپار يو مقاله په انګليسي ژبه.
ددقيق ثبت نام لپاره زمونږ سره په لاندى شميره تماس ونيسي او يا دفتر ته مراجعه وکړي.
+93765411417/+93705411419/ +93780778675
ادرس: چپرهار زړه هډه حاجى محمد امين مارکيټ ابرابر افغان سياحتي شرکت
دا څوک چي جنګ غواړي دجنګ له زوره نه دي خبر
واقعآ چي ډيره دردونکي ويډيو ده
شير يى کړى ترڅو وس لرونکي هيوادال يى همکارى وکړي
خورکى الله دى اجر درکړي
21/12/2022
که دا حال وى لرى نه ده چي بي تعليمه او بى علمه ټولنه به ولرو او خداى که ترقى په سترګو هم وګورى
هلکان دى همد باى کاټ وکړى نه دي ځي
خپلې خویندې او لورګانې یوازې په دې نیت افغان زلمیانو ته په نکاح مه ورکوئ چې اروپا او امریکا کې اوسېږي او ښه ژوند به لري.
قسم پر الله تعالی کوم. زه داسې افغانان پېژنم چې تعلیم یې لږ، تربیه یې صفر، په عیاشۍ بوخت، حتا له دینه خلاص، په ګانګکړپیو او د خلکو په حق خوړلو مشهور، خو بیا هم ورته خلکو خپلې لورګانې په نکاح ورکړې دي.
تر هر څه دینداري مهمه ده.
ژور فکر وکړئ.
د اولادونو ژوند د اروپا او غرب په لالچ کې په لوی لاس مه تباه کوئ. (البته ښه خلک شته خو ډیر کم!)
کاپي !!!کاپي
تر فراغت وروسته دا کارونه نهایت مهم دي!
زما ګڼ شمېر ملګري له پوهنتونه فارغېږي. اول خو دې دوی او نورو ټولو فارغانو ته ډېر - ډېر مبارک وي. بيا دې دا څو توصیې په پوره غور سره ولولي. البته زه د خپلې مشاهدې او تجربې پر اساس دا لارښوونې لرم، په دې هیله چې دوی ته هم ګټورې ثابتې شي او د پرمختګ/بریا سبب یې وګرځي.
لومړی| اسنادونه مو ترلاسه کړئ!
تر فراغت وروسته ستاسو لومړنی مهم کار دا دی، چې خپل اسنادونه ترلاسه کړئ. دا ځکه چې د دندې لپاره اکثراً د مدارکو غوښتنه کېږي.
مګر زموږ په وطن کې د اسنادونو (دیپلوم، ټرانسکریپ) ترلاسه کول هم اسانه نه دي. ځکه چې د دیپلوم ځانګړي پاڼې له بل هېواده راوړل کېږي. نو کوښښ وکړئ، چې تل له خپل تدریسي مدیر سره په تماس کې اوسئ، تر څو د دیپلوم پاڼو له رسېدو خبر شئ، ځکه چې زیاتره وخت دا پاڼې کمې وي او هغوی یې ترلاسه کوي، چې ژر اقدام وکړي.
ځینې کسان ددې لپاره د ټرانسکریپ کارونه هم ځنډوي، چې له دیپلوم سره به یې یو ځای واخلي؛ خو دا کار هم ناسم دی. ځکه چې که دیپلوم نه وي بیا هم کولای شئ د ټرانسکریپ او تصدیق پاڼې پر مټ دنده ترلاسه کړئ؛ نو هڅه وکړئ خپل اسناد (دیپلوم، تصدیق پاڼه او ټرانسکریپ) ژر تر ژره واخلئ.
همدارنګه که له هېواده بهر د لا ډېرو زده کړو اراده لرئ؛ نو بیا کوښښ وکړئ خپل اسنادونه د بهرنیو چارو په وزارت هم ټاپه کړئ. تر څو آماده اوسئ.
ددې ترڅنګ خپله اپډیټ شوې سي.وي هم تیاره کړئ او تل یې له ځان سره ولرئ. تر څو دندو ته پر وخت ځانونه نوماند کړئ.
دویم | د دندې موندلو او فراغت ترمنځ له وقفې ګټه واخلئ!
تر فراغت وروسته ډېر کم کسان سمدستي وظیفې پیدا کوي. نور اکثریت خلک اړ وي، چې میاشتې/کلونه انتظار وکړي، ترڅو دنده ومومي؛ تکړه او بریالي خلک له همدې فرصته ډېره ګټه اخلي او دندو مارکېټ ته په کتو نوي مهارتونه زده کوي. نو یوه دقیقه هم بېځایه مه تېروئ او له دې دورې ډېره ګټه واخلئ ډېره!
درېیم| فرصتونه له لاسه مه ورکوئ!
ځینې خلک په دې تمه چې د لوړ معاش دنده به ترلاسه کړي، کوچنيو دندو ته زړه نه ښه کوي؛ اما دا ډېر غلط کار دی. هېڅ فرصت له لاسه مه ورکوئ، که هره دنده پیدا کوئ او پوهېږئ چې کولای یې شئ نو پیلوئ یې. ښایي له هماغه ځایه پرمختګ وکړئ او نورې ښې دندې ومومئ.
زموږ یوه ملګري به ویل، چې فرصتونه د بنګړیو په څېر دي. که په لغته مو ووهل نور هېڅ نشته!
څلورم| اپډیټ اوسئ!
ځینې خلک چې دنده پیدا کړي، پر یوه غیر متغییر جسم بدل شي. فقط د هماغې دندې مطابق مهارتونه لري، نور ځان نه په تکلیفوي چې د ټکنالوژۍ ددې چټک بدلېدونکي دور مطابق خپل ځان هم ژر ژر بدل کړي. دا کار ددې سبب کېږي، چې د وخت په تېرېدو دده مهارتونه ایکسپایر شي او دی هم د دندو په بازار کې د ناچلې سکې حیثیت پیدا کړي.
پنځم| د خپل مسلک مطابق مطالعه مه هېروئ!
د خپل مسلک مطابق مطالعه له تاسو د خپلې رشتې متخصص جوړوي او په یاده برخه کې ستاسو مطالعه ځکه مهمه ده، چې له تاسو د هماغه توقع کېږي. له خپل دیپلوم نه د دفاع لپاره اړ یئ، چې پر مسلک مو برلاسي اوسئ.
نوټ - لیکنه خپره کړئ او یا هم نوي فارغان منشن کړئ، که یې دا خبرې په درد وخوري.
Copy from: Abdullah Rahmani
د یوه ښوونکي معاش ۶۰۰۰ افغانۍ دئ:
یوه وچه ډوډۍ په ۱۵ افغانۍ ده. په ۶۰۰۰ افغانیو ۴۰۰ وچي ډوډۍ کیږي. اوس ۴۰۰ ډوډۍ پر ۳۰ ورځو تقسیم کړه!
د ورځي ۱۳ ډوډۍ کیږي. که د ښوونکي کورنۍ ۱۳ تنه وي نو باید یوازي یو وخت د ورځي یوه وچه ډوډۍ وخوري!
هغه نور دوه وخته باید روژه ونیسي!
نو! ښوونکی نه مریضي لري نه خواهش!
نه غم لري نه ښادي!
نه مېلمه لري نه ملګری!
نه دوست لري نه دښمن!
او نه هم د کور کرایه ورپسې ده!
بس د ورځي به یوه وچه ډوډۍ خوري او نوی نسل به له نړۍ سره سیال کوي. پلان به هم لري! کالي ئې هم باید پاک وي! وظیفې ته هم باید پر وخت راسي!
او ښه نامي تور پاج یې هم باید تړلی وي.
کاپي
11/12/2022
دا د مایکروسکوپ لاندي د سرنج یا پيچکارۍ یو ځل استعمال شوي نیډل یعنی ستن ده
ستني پسي د ویني دومره زرات نښتي وی او که مو دوهم ځل چاته استعمال کړه نو د زیاتو ناروغیو د انتقال سبب کيږي.
.
کاپی
19/11/2022
د چمن او سپین بولدک بندې دروازې په اړہ معلومات !
د سپین بولدک او چمن دروازې د پرانیستې لپاره د دواړو طرفونو لخوا نن غونډه جوړه شوې وه، دې غونډه کې له افغان خوا د کندهار د بهرنیو اړیکو مسؤل ملا شکور، ولسوال ملا اغاه او امنیه قومندانۍ غړو همدا راز د پاکستان لخوا بریګیډیر ضیا خان او ډي سي ضیا خان او نورو ګډونوالو برخه لرله،
غونډه کې د تېرې پېښې په اړه خبرې شوي او راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره په اقداماتو خبرې شوي، د یادونې وړ ده چې دواړه خواې دې نتیجې ته هم رسیدلي دي چې دروازه به ډېر ژر پرانیستل شي، پوسټ درسره شریک کړئ.
درنښت
تورخم نيوز
زمونږ دافغانانو دابي عزتي به کله ختمېږي
خداى ته يى په خپل قهر اخته کړى څوک چي افغانان بي پته کوى
لاس دى مات شه ظالمانه ستا په دي بي رحمه څپيړه الله دى مور همداسي حالت سره مخ کړه
دا ويډيو شير کړى ترڅو دظالم په خپله سزا ورسيږي
د پاکستان د انلاين ويزو په اړه بد خبر!
له تېرې چهار شنبې ورځې راهيسې د افغانانو لپاره د پاکستان د انلاين ويزو غوښتنليکونه (اپلای ګانې) پرته له کوم لامل څخه په بې سارې ډول ردېږي. دا په تيرو پنځلس مياشتو کې تقريباً څلورم ځل دی چې له يوې مخې د افغانانو د ويزو غوښتنليکونه د پاکستان دولت له خوا له يوې مخې ردېږي. دا په داسې حال کې ده چې د ويزې په هر غوښتنليک باندې تقريباً لس ډالر لګښت راځي. په اوسنې حال کې د ۹۰٪ په شا و خوا کې د ويزو غوښتنليکونه ردېږي. تر ټولو بده يې دا ده چې د ويزې د رديدلو په صورت کې د ويزې فيس د پاکستان دولت له خوا نه واپس کېږي.
افسوس راته په دې راځي چې زمونږ زياتره افغانان پاکستانيانو ته د ويزې د عاجل اخيستلو په سر کميشن ورکوي چې دې کار پاکستانيان بد اموخته کړل او د غريبو هېوادوالو لپاره چې په ويزه ډېرې پيسې نشي ورکولای مشکل جوړ کړی دی.
مسؤل چارواکي دې په دې برخه کې عاجل اقدام وکړي، دې ظلم ته دې د پای ټکی کېږدي. که پاکستان افغانانو ته ويزې نه ورکوي نو په واضح ډول دې اعلان وکړي چې مونږ ويزې نه ورکوو، له دې سره به حد اقل د افغانانو د خوارۍ او په ډېر زخمت ګټلې پيسې د پاکستان دولت ته نه انتقالېږي.
ملګرو دا پيغام دومره نشر کړئ چې تر مسؤلو چارواکو ورسېږي او دې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي.
پوسټ درسره مخکې شير کړئ.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Jalalabad