Rasool Muhammad saadi

Rasool Muhammad saadi

Share

SMILING IS THE BEST WAY TO FACE EVERY PROBLEMS ��

25/07/2024

هوټل کې وم یوه ډیره ښکلې نجلۍ راغله او د هوټل مدیر ته یې وویل:
لسمه خونه راته خالي کړه...
زما چرت خراب شو چې دا ښکلې نجلۍ دومره ناوخته هغه هم تنها دلته څه کوي؟
نجلۍ ته متوجې وم چې یو انار یوه سپینه تکه او یوه چاړه یې هم درلوده.
زما خونه یې ترڅنګ یوولسم نمبر وه..
شپه ناوخته له خونې ډیر ښه غږونه راتلل..
سهار نجلۍ ولاړه ما یې خونه وکته خو هر څه منظم و او هیڅ څه مې حس نکړل..
حتی له هغې مې د پوښتنې جرات هم ونکړ افسوس مې وکړ چې کاش یوه پوښتنه خو مې ترې کړي وای.
په بله شپه هغه بیا راغله او بیا یې هم له خونې هماغسې اهنګیین غږونه راوتل چ زه یې ټوله شپه بیا هم نارامه کړم..
په سهار یې چ راووته ما ترې پوښتنه وکړه هغې راته راز ووایه خو قسم یې راکړ چې چاته به یې نه وایې.
که قسم یې نه وای راکړی ولا چې اوس مې درته ویلي وای😷😊
خو سه وکم قسم خو نشم ماتولی نه وایم😜
وسلام

24/07/2024

لېوان اوښکي نهٔ تویوي،
دوی چي بېخي ډېر وځورېږي، بېخي یې زړونه ډک شي او خبره تر زغم واوړي، نو د غرونو سرو ته خېږي هلته داسې کوکې وهي چي غرونه ورسره رېږدي.

22/07/2024

یو لیبیایي ډاکټر لیکي!
د ماشومتوب پر مهال چې کله هم له کوره وتم، نو مور، له دې ځایه څارلم، بیا مې چې کله د ښوونځي عمر پوره کړ او سهار به ښوونځي ته تللم؛ نو مور به له دې ځایه څارلم، کله چې له ښوونځي فارغ شوم، پوهنتون ته بریالی شوم؛ نو هر سهار مې مور له دې کړکۍ؛ تر هغه ځایه څارلم، چې کوم ځای پورې یې د سترګو نظر رسیده، د پوهنتون له فراغت وروسته د دندې پر مهال یې هر سهار له دې ځایه څارلم، کله مې چې مور له دې نړۍ لاړه، بیا چا له دې ځایه نه یم څارلی او نه راته څوک اندیښمن شوی.
د مور مینه یوه حقیقي مینه ده.
کاپي

09/07/2024

یا رب العزته ته خو دغه مور بوره مه کړې😭💔😔

د ګیلامان د مورکۍ تازه وضعیت زړه بږنوونکی دی 😰😓

Gilaman Wazir 👏😭

06/07/2024

که له چا سره نوره مرسته نه شٸ کولى، د ژوند کولو لپاره هيله ورکړٸ!
ممکن ستاسې په عادي تشويق يو ملګرى له سخت رواني فشاره ووځي.

د يوه مايوس او خفه زړه درملنه د دنيا تر ټولو لويه ښېګڼه ده.

02/07/2024

هغه پوهېده چې په ځمکه باندې د بایسیکل وړل پر اوږه وړلو څخه اسان دي،مګر غوښتل یې چې لومړی یې زوی نوی بایسیکل وچلوي.
ځینې پورونه که هرڅومره هڅه وکړې،خو بیا یې هم نشې خلاصولی لکه: د مور حق.

Want your business to be the top-listed Media Company in Thall?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address

Thall