Mujeeb Yousafzay

Mujeeb Yousafzay

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Mujeeb Yousafzay, Writer, Swat.

21/09/2025

زما د مينې په لور تېښته کۀ ستايلے نۀ شې
چې په شا شوے يم له جنګه پېغور مۀ راکوه

ممتاز اورکزے

20/09/2025

ماښامه! د خمار غوندې يو کس دے، زما خوښ دے
تۀ نورې قصې څۀ کوې خو بس دے، زما خوښ دے

چې خپل مې شي، چې خپل يې شم، دا نۀ ده زما وس کښې
ملګرو! زما دومره پورې وس دے، زما خوښ دے

بې حسه، بې سېواده دے، په شل ځايه تقسيم دے
خو څۀ وکړم؟ هم دغه مې اولس دے، زما خوښ دے

دا جسم چې په يو ځاے راټول شوے دے هم ښۀ دے
دا زړۀ چې په دې جسم کښې تس نس دے، زما خوښ دے

ممتازه! ما ګلاب وۀ ورلېږلے چې يې خوښ وۀ
ممتازه! رالېږلے يې واپس دے، زما خوښ دے

ممتاز اورکزے

20/09/2025

جنګ د زهرو بوي دے هره ساه د مرګ په ويره ده
سوله لکه ناوې د وړومبۍ شپې معطره ده

دا جينۍ چې درد د خپل تورات تورات وجود لري
دا د فرعونيت خلاف راؤتې پېغمبره ده

اوس مې په هر فکر باندې داغ د زخم نۀ ښکاري
اوس مې په هر فکر کښې پرته د امن زغره ده

رنګ د اننګو يې جنګ پرستو زيړ زبېخلے دے
سوله د دې ملک د پېغلتوب نه مرؤره ده

څنګه مې دنيا د دهشت ګرد په نامه پېژني
امن مې د زوي نوم دے د لور نوم مې سندره ده

شور يې د دروېش روښان د زړۀ درزا ته نۀ رسي
دلته يو جينۍ د خپلې مينې نه منکره ده

دروېش روښان

18/09/2025

دعوه مې وکړه خو سړو! حساب يې نۀ منلو
د بې درکه او د مړو حساب يې نۀ منلو

پنجاب غنم د سر په بيعه باندې ولګؤل
زما د زرو غر يې وړو حساب يې نۀ منلو

مټې يې تاو کړې د سينې امېل يې وشلؤلو
خو د لونګو د بنګړو حساب يې نۀ منلو

ولي باغي شوم چا سبب معلومؤل نۀ غوښتل
يعني د خپلو هتکړو حساب يې نۀ منلو

دوي په لاهور باندې د ګل د ګوزار مخه نيوه
په پښتنه ملا د کوړو حساب يې نۀ منلو

ما بېګانۍ بوسه د نوي کال په پور واخيسته
زما ور پورې د زړو حساب يې نۀ منلو

کاروان مومنده! ما بېګا په خوب محشر ليدلے
لوے خداے ناراض وۀ د وَړو حساب يې نۀ منلو

کاروان مومند

12/09/2025

هغې ته ووايئ چې يو ځل دې په بام وخېژي
په ځنکدن يمه چې ساه مې په ارام وخېژي

زۀ چې د زړۀ د ارمانونو بُخچګۍ وڅپړم
هر يو ارمان مې د بې ننګه يار په نام وخېږي

په مېکده کښې دې چې سترګې را په زړۀ شي کله
نشه نشه شمه زما د لاسه جام وخېژي

د چا د ګڼو ول ول زلفو د بوسې تمنا
چا ته د عمر زولنې شي چا ته دام وخېږي

افګار چې کله ستا په پل سجده د مينې وکړم
د ستړي ژوند د سفر ستړې په دې ګام وخېژي

افګار بخاري

10/09/2025

ما سره جوخت لکه خوف زده ماشومان په غاړه
لکه زړوکے همېشه وړمه تاوان په غاړه

خدايه! توبه خو د غربت نه دې پناه غواړمه
دلته عظيمه ګناه دا وي د انسان په غاړه

جنګ د حالاتو سره دې ځاے ته راؤرسېدو
اول تڼۍ نۀ وې ګرېوان کښې اوس ګرېوان په غاړه

يو بوت پرسته د وعدو صحيفې کور کښې ساتي
يو مسلمان ته دې تصوير دے اوېزان په غاړه

نازک بدنه ماشوم توب کښې د کور مشر يمه
يو به دې غم وړمه بل بوج د خاندان په غاړه

د هر چا خپل جنګ وي د خپلو مفاداتو جنګ وي
خو چا لستوڼو کښې ساتلي چا ماران په غاړه

زما د خپلو ارادو نه بېخي ويره کېږي
کاروان مومنده! خون به واخلمه د ځان په غاړه

کاروان مومند

09/09/2025

له تا نه ځم خو ځم خو تلے چې نۀ شم
تنديه! مات شې ودرېدے چې نۀ شم

مرمه کۀ نۀ ګورم ، کۀ ګورم سوزم
هم ورته ګورم هم کتے چې نۀ شم

پوې شوم په تش ژړېدو هېڅ نۀ کېږي
ورک شې قسمته! صبرېدے چې نۀ شم

سوزمه څۀ حسرت مې لا سوزوي
سر ته دې شمع بلېدے چې نۀ شم

هسې خو يمه د شنو کاڼو خټک
ستا يو نظر ته ودرېدے چې نۀ شم

اجمل خټک بابا

07/09/2025

ووایه چې ستا دپاره څۀ یمه بچے!
زۀ خو د مور پلار دپاره نۀ یمه بچے!

تا ده زخمي کړې خپله ګوته په ازغي
زۀ دې زخمي کړے سم په زړۀ یمه بچے!

تۀ خو رانه وپوښته چې څنګه یې بابا
زۀ کۀ مرم نو هم به وایم ښۀ یمه بچے!

ستا خو به له غمه شي په ما پسې ژبۍ
زۀ خو به نن یم سبا به نۀ یمه بچے!

تۀ چې تر اوږې پورې رارسې د شاهد
زۀ به د فلک په ژرنده اوړۀ یمه بچے!

شاهد قماش

03/09/2025

چې د خپل قد او خپل قوت نه مې سېوا وکړه
عاشقي دغه هومره ډېره وه چې ما وکړه

درد مې د سترګو او د شونډو نه يو شان څڅېږي
ژبه مې ګونګه شه کۀ ځان ته مې دعا وکړه

شمعې يې بلې د مقتل په بورجلونو پرېښوې
دا ځل څۀ ډېره عجيبه ټوقه هوا وکړه

زمکې يم پرېښے او اسمان ته مې لاس نۀ رسېږي
په کوم موسم کښې دې زما د سر سودا وکړه

د قاف د غرۀ ننداره ځاے په ځاے نیمګړې پاتې
زۀ به راځمه دوباره ، کۀ ژوند وفا وکړه

دا لارې ستړې دي زما د قدمونو په شان
تسنيمه! بيا د کوم سفر دې تمنا وکړه ؟

رياض تسنيم

02/09/2025

مينه

ربه! داسې لېونے شوم په يو خيال باندې مئين شوم
ځم ډوبېږم سمندر کښې په يو لال باندې مئين شوم

ربه! دا څنګه مستي ده چې جانان مې پکښې ورک کړو
کۀ په مخ د يار د سترګو په دلال باندې مئين شوم

زۀ د سيند د څښلو نۀ وم يوه لپه مې کړه پورته
زۀ د لمر د مينې نۀ وم په هلال باندې مئين شوه

چې مې نۀ ځائېد سينه کښې په خوبونو کښې مې ځاے کړو
مخ مې کړو مخ د جانان ته په يو خال باندې مئين شوم

دا مستي نۀ د ځواني ده نۀ مستي ده د شرابو
دا خو زۀ د يار د سترګو په يو خيال باندې مئين شوم

دا مې بانګ د لېلا واورېد کۀ ستاينه د بلال؟
کۀ د يار پايلو شرنګ کښې په يو تال باندې مئين شوم؟

پتنګ پروت وۀ په تيارۀ کښې په نامه د شمعې مست شو
کۀ دا زۀ د يار د سترګو په يو خيال باندې مئين شوم؟

ملخ سېورے د لمر وليد په يو څاڅکي د شبنم کښې
کۀ صنم ما ته مسکے شو په خوبونو د صنم کښې

غني خان بابا

30/08/2025

د ژوند صحرا ته مې د مينې باډيوه راؤړې
ما د احساس د ګل په لپه کښې لمبه راؤړې

زۀ د مئين زړۀ د رضا نه بغېر نۀ پايمه
ما کله کله د جانان کلي ته شپه راؤړې

زمونږه څۀ خو يا په سترګو کښې لمبې د خمار
يا په تنکي زخم کښې ستا د ياد شغله راؤړې

د لېونتوب د جنګ په زغره کښې مې نغښتے ايمان
د سحر لمونځ له مې د ځان سره نېزه راؤړې

زما نصيب زما د جنګ او جهاد دغه برخه
چې خپله تُوره مې په خپله وينه سره راؤړې

تۀ راته ووايه چې څۀ په کربلا کښې شوي
ما په ټکر او په بابړه تبصره راؤړې

زما د غرونو د ښايست له غمه هر سوداګر
د کرش مشين او فولادي سپينه اره راؤړې

بس داسې لږ د مينې رنګ ورکړه نو ډېره ښه ده
وخته! چې تا د نوي ژوند کومه نقشه راؤړې

بيا به په هر سړي په زور خپله خبره مني
زورؤر بيا د خپل غرض تُوره تېره راؤړې

د انتظار د هاړ تودو غرمو وهلے صابر
د خپل ارمان د ونې سېوري ته دمه راؤړې

صاحب شاه صابر

27/08/2025

په طلب د مهرويانو سرګردان دے زما روح
لکه باد د ګل په بوي پسې پرېشان دے زما روح

چې يې وليدو د ستا د جمال عکَس په خپل ځان کښې
هم په دا د آئينې په څېر حېران دے زما روح

ستا د حُسن و افتاب ته ځان سپاري په تبسم کښې
لکه صبح د ژړا په ځاے خندان دے زما روح

ستا د مخ له آئينې له برَکته زما جانه!
همېشه لکه طوطا هسې ګويان دے زما روح

لکه رنګ د مئيو نابو چې ليدۀ شي په ښيښه کښې
هسې رنګ په ضعيف تن کښې نمايان دے زما روح

منتظر دې د وصال د ګلستان يم تل تر تله
سر تر پايه د شبنم په څېر چشمان دے زما روح

چې حاصله يې له حُسنه روښنايي شوه په طلب کښې
شپه او ورځ لکه افتاب په لار روان دے زما روح

ستا په زلفو په رُخسار پسې رحمان يم بې وطنه
مسافر د هندوستان و خراسان دے زما روح

عبد الرحمان بابا

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Swat?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Culinary Team

Attire

Website

Address

Swat