حیام HeYam
حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ ۚ نِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ♥
29/05/2026
که راغلې ټول خو به لوګۍ کړم له تا
نـور د خیبر په سپیلنو څه وکړم...♡
حیام HeYam
28/05/2026
نه راته خاندي نه خبرې کوي
زه د اشنا په تصویرو څه وکړم...♡
حیام HeYam
17/05/2026
چا ویل چی درد انسان قوي کوي، درد انسان بې حسه کوي، روح یې ور وژني، ذوق یې ړندوي، زړه یې کلکوي، او انسان بوډا کوي.😌
12/05/2026
د مرګ فرښته هیڅ کله د روح اخستلو پر وخت له چا څخه اجازه نه اخلي؛ پس فکر وکړئ! آیا دا لنډه دنیا، دا غیر اخلاقي فلمونه کتل، سندرې اوریدل، له خلکو سره بې رحمانه سلوق کول، آیا دا لنډ ژوند په دومره څه ارزي؟
11/05/2026
له خوبه څه ګیله چی نه راځي
قصور خو د هغې ګناه دی چې خوب ته مې نه پریږدي🖤🥀
11/05/2026
د سکون ځای دا دی چې زړه مې د ډیرې نیستۍ باوجود له ځان سره ساتلی، د چا په شتمنۍ پسې مې ندی بوولی.
11/05/2026
په رژېدلو هیلو هیڅ نه وایي
دا کتابونه نور څه نور څه وایي.
اجمل ښکلى
11/05/2026
غوښتل مې خوا ته یې ورشم تر څو تشه مې ورته ډکه شي، خو چې ورغلم هېر یې وم.
08/05/2026
بې رحمه جګړه:
خلک کورونه جوړي،
له کورونو کلي جوړیږي،
کلي هم له ښارونو سره یو ځای،
او په ګډه هیواد شي،
نه پوهیږم،
ولې،
بې رحمه جګړه،
خلک،
کورونه،
کلي،
ښارونه،
او هیواد ورانوي؟
لڪه چې نور د (خلڪو) زور د خدای زور ندی.❣🥀
07/05/2026
خوب او ویښتیا:
کله چې،
لا ځوان وم او ځواني وه،
د کور او نږدې ڪلي تر منځ،
په یوه مازدیګرني تګ راتګ کې،
یوه پیغله کوچۍ،
لکه د حورو سرداره،
لکه واوره سپینه،
لکه غسل خوږه،
لکه اوښکه رڼه،
لکه زړه مهربانه،
له ځوانۍ نه، لکه مستۍ نه،
رپېدله، ریږدېدله،
▪راغله،
راته ویې کتل،
سکوت یې مات کړ،
"دمینې اور مې سینه سوځوي"
کومه مینه؟
له چا سره مینه؟
کوم زړه؟
دا مهربانه،
دا دومره نازکه،
داسې ژر،
ولې څه وشول؟
بې له هیڅ جوابه یې منډه کړه،
ولاړه، ورکه شوه،
▪دغه شپه،
هو! په همدې شپه،
په خوب کې راغله،
د خپل ژوند کیسه یې راته وکړه،
او ما هم یوازې یو غزل ورته ووایه،
نور نو له همغو ڪلونو را پدې خوا،
د هغې زړه وړونکی آواز،
او روح بخښونکې ښکلا،
د خوب او ویښتیا تر منځ،
نیم ژوانده پرې ایښی یم.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the establishment
Website
Address
KABUL