Hewad News
دلته د سيمې او نړۍ تازه خبرونه، ساينس، ټکنالوژي، سپورټ او ويډيو خپرېږي!
16/05/2026
له افغان شخصیتونو سره د افغان حکومت د اړیکو کمیسیون وایي، اشرف غني حق لري چې هېواد ته راستون شي او د نورو اتباعو په څېر په افغانستان کې ژوند وکړي.
16/05/2026
ساينسپوهانو د پالک پاڼې له جوړښت څخه په ګټې اخیستنې د انسان د زړه د نسج جوړولو یوه نوې طریقه موندلې ده. هغوی د پاڼې حجرې لیرې کړې او یوازې د هغې د رګونو طبیعي شبکه یې پرېښوده؛ هغه شبکه چې د وینې د رګونو په څېر کار کوي. وروسته یې په همدې جوړښت کې د انسان د زړه حجرې وده کړې او دا نسج داسې غونجېده چې د زړه د عضلې په څېر و.
دا کشف د زړه د ناروغیو په درملنه او د عضلاتو په پیوندولو کې مهمې او ارزانه اسانتیاوې برابرولی شي.
16/05/2026
د اوښ د پښې د اناتومۍ په اړه د خلکو پراخه بحث او لېوالتیا معمولاً له دې څخه سرچینه اخلي چې د بدن دا غړی تر کومې کچې له نورو سُم لرونکو حیواناتو سره توپیر لري.
په داسې حال کې چې ډېری خلک داسې انګېري چې اوښان د آسونو یا غواګانو په څېر سخت او یوپلوه سُمان لري، د هغوی پښې په حقیقت کې خورا ځانګړي، نرم او متحرک جوړښتونه دي چې په ځانګړي ډول په دښته کې د سختو شرایطو د زغملو او بقا لپاره ډیزاین شوي دي.
هره پښه یو ځانګړی هډوکنی او نسجي جوړښت لري چې حیوان ته اجازه ورکوي چې په روانو شګو کې له ډوبېدو یا سوځېدو پرته حرکت وکړي، او دا پخپله د تکاملي مطابقت یوه غوره بېلګه ده.
16/05/2026
ایـ.ـراني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکـ.ـستان د کورنیو چارو وزیر، له ایـ.ـراني چارواکو سره د لیدنې لپاره څو ساعته مخکې تهـ.ـران ته سفر کړی دی.
د ایرنا خبري اژانس په اسلاماباد کې د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله لیکلي چې نقوي په دې نااعلان شوي سفر کې د ایـ.ـران د کورنیو چارو د وزیر، اسکندر مـ.ـومني په ګډون له ایـ.ـراني چارواکو سره وګوري.
16/05/2026
د افغانستان حکومت د هلال د لیدلو مرکزي کمېټې په ولایتونو او ولسوالیو کې له مسؤلینو او ګمارل شویو کسانو غوښتي چې نن شنبه د مازدیګر له لمانځه وروسته د ذوالحجې میاشتې د لیدلو لپاره هڅه وکړي.
16/05/2026
روسـ.ـیې اعلان کړی چې د پوهنتونونو د پیاوړتیا لپاره به خپل متخصصین افغانستان ته واستوي.
چارواکي وايي چې دا ګام به په هېواد کې د ډاکټرانو د روزنې کیفیت ښه کړي.
همدارنګه ویل کېږي چې د مسلکي کادرونو له وتلو وروسته، دا د طبي څانګو د محصلینو لپاره یو مهم چانس ګڼل کېږي.
16/05/2026
د ایـ.ـران د بهرنیو چارو وزیر، اعلان وکړ چې ايـ.ـران د جګـ.ـړې د پای ته رسولو په موخه د مذاکراتو د نوي پړاو لپاره د امریکا له حکومت څخه پیغامونه ترلاسه کړي دي.
عراقـ.ـچي چې د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د برېکس په غونډه کې ګډون لري، اعلان وکړ چې دا پیغامونه په سیمه کې د جګـ.ـړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا جدي والی ښيي، خو تهـ.ـران لا هم د واشنګټن پر «جدي والي» شک لري.
د ایـ.ـران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: «موږ د هغوی پر جدي والي شک لرو، خو هرڅومره ژر چې احساس کړو هغوی جدي دي او یوې عادلانه او متوازنې معاملې ته چمتو دي، خامخا به مذاکراتو ته ننوځو.»
هغه زیاته کړه چې د ایـ.ـران د «بډایه شویو موادو» مساله لا هم په ټپه ولاړه ده او احتمالاً به د مذاکراتو راتلونکو پړاوونو ته وځنډول شي.
16/05/2026
ځینې ځايي سرچینې او د ټولنیزو شبکو کاروونکي راپور ورکوي چې د پاکـ.ـستان د پوځ ځواکونه د شپې له خوا د حرکت او د لارو د پېژندلو لپاره له مرکب څخه ګټه اخلي.
د دې راپورونو پر بنسټ، د دې کار موخه د سړک غاړې د مـ.ـاینونو او چـ.ـاودیدونکو توکو له امله د انساني تلفاتو کمول ښودل شوي او همداراز ویل کیږي چې له دې حیواناتو څخه په سختو او تیاره لارو کې د تېرېدو لپاره کار اخیستل کېږي.
تر اوسه د پاکستان پوځ په رسمي توګه دا ادعاوې نه دي تایید یا رد کړې.
15/05/2026
نيټفلکس اعلان کړی چې د بریتانیا د پاچا چارلس درېیم زوی شهزاده هري او د هغه مېرمن میګان مارکل د خپل تولیدي شرکت په همکارۍ، په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د ماموریت په اړه یو فلم جوړوي.
15/05/2026
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه په هېواد کې ۳۰ میلیونه سیمکارتونه په قانوني ډول ثبت شوي دي.
د دې وزارت ویاند، ویلي دي چې دمګړۍ په افغانستان کې له ۳۳ میلیونو څخه زیات فعال سیمکارتونه شتون لري او د ثبتولو لړۍ یې نږدې ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د سیمکارتونو د ثبت پروسه د غیرقانوني سیمکارتونو د مخنیوي، د امنیت د ټینګښت او د مخابراتي خدماتو د تنظیم په موخه پیل شوې ده.
15/05/2026
ایـ.ـران راپور ورکړی چې چین ښايي په راتلونکي کې د نړۍ د مخکښ ځواک په توګه د متحده ایالاتو ځای ونیسي.
دا څرګندونې د نړۍ د نوي نظم د بدلون په اړه د ایـ.ـران لیدلوری ښيي؛ داسې ځای چې پکې د بیجینګ اقتصادي او ستراتیژیک نفوذ د زیاتېدو په حال کې دی او د امریکا برتري له ننګونو سره مخ شوې ده.
Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.