Jabar Sahil
News & Self Ideas
د افغانستان او پوځي رژیم ترمنځ سپین بولدک کې نښته روانه ده.
سرحدي پولیس وایي، د پنجاب له لوري د اوربند په ماتولو سره تر برید وروسته له دې لوري هم ځوابي بریدونه پیل شوي.
د ا.ا ویاند ذبیحالله مجـ. اهد په خپله اېکس پاڼه د خواخوږۍ پیغام په خپرولو لیکلي، ا.ا د خپلو هېوادوالو په مالي او ځاني زیان سخت خواشینی دی او اغېزمنو ته د اړتیا وړ مرستو په برابرولو بوخت دی.
تېره شپه شاوخوا یوه بجه د شمال په بلخ، سمنګان، کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې دريښتر په کچه شپږ اعشاریه درې درجې زلزلې د یادو ولایتونو اوسېدونکو ته د سر او مال درانده زیانونه واړول.
د افغانستان برښنا شرکت:
د تېرې شپې زلزلې له امله د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې د برښنا مزي هم پرې شوي، چې له کبله یې د کابل په ګډون ځینې ولایتونو ته د ازبکستان هېواد وارداتي برښنا په بشپړ ډول پرې شوې ده.
د شرکت په وینا، تخنیکي ټیمونو یې د برښنا بېرته نښلولو لومړنۍ هڅې کړې؛ خو نه دي بریالي شوي.
جزیات:
د بلخ ولایت مقام وایي، بلخ او سمنګان ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۲ تنه شهیدان او شاوخوا ۴۰۰ تنه ټپیان شوي دي.
د هېواد شمالي ولایتونه تېره شپه شاوخوا یوه بجه د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې ولړزول، چې مرکز یې سمنګان ولایت په ګوته شوی.
د بلخ ولایت سرچینو خبر ورکړی، چې تاجکستان ته د بلخ والي محمد یوسف وفا تر سفر وروسته یاد هېواد دوشنبې کې د افغانستان سفیر منلی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه اقدام د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په لارښوونه د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت له لوري شوی.
سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي کیږي دوشنبې کې د سفیر سربېره د ا.ا.ا ډيپلوماټان هم منلي.
د بلخ والي څو ورځې وړاندې د یو پلاوي په مشرۍ دوشنبې ته سفر کړی و او د یاد هېواد له چارواکو سره یې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې.
باوري سرچېنو ویلي، ترکیه کې د پاکستان او افغانستان پلاوو ترمنځ خبرې له درېیو ورځو بحثونو وروسته بې پایلې پای ته ورسېدې.
سرچینې ویلي، خبرو کې پاکستاني پلاوي له مذاکراتو سره هېڅ ډول بلدیت نه درلود، بې منطقه خبرو سربېره به یې د خبرو جریان کې سپک چلند او بده ژبه کاروله.
د سرچینې په خبره، د پاکستاني پلاوي کرکټر او وضعیت د منځګړو «قطري او ترکي» استازي هم حیران کړل.
د پاکستان دې چلند ته په غبرګون منځګړو افغان پلاوي ته دا هم ویلي، چې افغانان بد ګاونډي سره مخ دي
15/10/2025
دوه افغان خبریالان د پاکستاني اجیرانو تر برید لاندې راغلي
دغه خبریالان چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د وروستیو حالاتو په تړاو په رسنیز فعالیت بوخت وو، د پاکستاني ملېشو لخوا تر هوایي او ځمکني برید لاندې نیول شوي وو.
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، یو تن شهید او بل یې ټپي شوی.
تر دې وړاندې ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې پاکستاني ملېشو ۱۲ ملکي وګړي شهیدان او شاوخوا سل ټپیان کړي هم دي.
افغان امنیتي چارواکو پاکستاني لوري ته د وژل شویو او ټپیانو په نه ورکولو ټینګار کړی
سپین بولدک کې د افغان ځواکونو یوه مسول پاکستاني لوري سره په ټلیفوني خبرو کې هلته د روان وضعیت په اړه خبرې کړې.
نوموړي په دې اړیکه کې ویلي، پاکستان لوري سرغړونه کړې او اوربند یې مات کړی تر هغې ورته ټپيان او د وژل شویو جسدونه نه سپاري، څو چې د خپلو مشرانو امر نه وي ترلاسه کړی.
کله چې د قرضونو او اقتصادي کړکېچ ترڅنګ سیاسي کړکېچ کې هم را ګیر یې
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، د سې شنبې ماښام شاوخوا اووه بجې افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت پالوڅي سیمه کې، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې موقعیت لري، د پاکستاني ملیشو پر پوستو برید کړی.
نوموړی زیاتوي، د شواهدو له مخې پاکستاني ځواکونو د افغان ځواکونو پر ضد د برید چمتووالی نیوه، خو د افغان ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، هغوی د وخت له ضایع کولو پرته د مخکیني اقدام پرېکړه وکړه او د دښمن احتمالي برید یې شنډ کړ.
دا تازه پوځي اقدام یوازې څو ورځې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې افغان ځواکونو د ډیورنډ په فرضي کرښه اوږدو کې د پاکستاني ملیشو پر پوستو پراخ او هممهاله بریدونه کړي وو.
پاکستان کې د تحریک لبیک ګوند له لوري پيل شوی لاریون په تاوتریخوالی اوښتی او پولیسو پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې کړي او زغروال ګاډي یې پرې خیژولي.
د تحریک لبیک زرګونو پلویانو له لاهور ښار څخه اسلام اباد ته په دې موخه حرکت پيل کړ چې د فلسطین په ملاتړ اسلام اباد کې د امریکا سفارت مخې ته راټول شي خو پولیسو یې مخه ونیوه.
د تحریک لبیک له لوري د ورکړل شویو مالوماتو له مخې پولیسو سره نښتو کې له ۲۸۰ زیات کسان وژل شوي، ۱۹۰۰ نور ټپيان، ۷۰ کسان د زغروال ګاډو لاندې شوي او ۱۲ کسان جسدونو ته اور ورکړل شوی دی.
د تازه مالوماتو له مخې دا مهال له لاهور سربیره د پنجاب په شیخه پوره، ننکانه، وهاړي، قصور او د پنجاب په ګڼو نورو ولسوالیو کې د تحریک لبیک پلویانو اعتراضات پیل کړي دي.