Wafiullah Safi
مونږ خو د خوږو خبرو خلګ يو
15/06/2023
✌️🥺
12/03/2023
ﻋﺎﺷﻖ ﺁﻥ ﺧﺎﻃﺮﺍﺗﯽ ﻫﺴﺘﻢ ﮐﻪ
ﺗﺼﺎﺩﻓﯽ ﺍﺯ ﺫﻫﻨﻢ ﻋﺒﻮﺭ میکنند
ﻭ. ﺑﺎﻋﺚ ﻟﺒﺨﻨﺪﻡ میشوند
21/06/2022
Laghman, MIHTARLAM
13/05/2022
عبدالغفور لېوال لیکي:
د هغه مار کیسه به مو اورېدلې وي، چې د شپې په تروږمۍ کې د ترکاڼ کارځای ته ننوت او د ارې په غاښو ژوبل شو، ویې ګڼله چې دوښمن دی، خوله یې پرې ولګوله او چې خوله یې ورڅيرې شوه، نو ځان یې ترې راتاو کړ، له ارې سره یې چې څومره جګړه تودېده هماغومره خوږېده او غوسه یې ډېرېده... چې څومره تر ارې ټینګ راتاوېده غوڅېده... سهار چې ترکاڼ کارځای پرانیست، څه ګوري؟ غوټ مار پرې- پرې، په وینو کې لژند، مړ پروت دی.
استبداد کټ مټ همداسې دی، څومره چې د خپل ستم په وړاندې ولسي کرکه ویني، هماغومره یې غوسه زیاتیږي او زورزیاتي ته مخه کوي، تاوتریخجن کیږي، ځپل (سرکوب) زیاتوي، وحشت کوي، خو پایله تل دا وي، چې استبداد خپل عمر او پایښت بند بند اره کوي.
د استبداد ټولنپوهنه، یو په زړه پورې بحث دی. د استبداد د تشدد یو لامل دا وي، چې نالایق، بې کفایته او عقده یي ناروغان یې په سر کې وي. له خلکو سره یې بل هېڅ ډول تعامل زده نه وي. لکه سنډا یوازې خپل زور ته غره وي او بس.
د اقتصادي پياوړتیا، فردي خپلواکۍ، د بشري حقونو ټینګښت، د ټولنیزې هوساېینې لارې چارې، د بنسټي رغښتونو جوړول، له دننه د ټولنې پیاوړتیا او د ملي یووالي او ارزښتونو ساتل بېل بېل مهارتونه غواړي. که یوه ډله واک ته ورسیږي، چې یوازې و یوازې یې د ټوپک او کوتک چلول زده وي او نور یې د دغو څيزونو نوم لا اورېدلی نه وي، نو دوی به نور څه کوي؟
خامخا به خلک ځپي.
د روم نیمه لیونی او مستبد امپراتور "نیرون" خپل هغه درباریان ووژل، چې غوښتل یې له ده سره مرسته وکړي، هغه آن خپله مدبره او ځواکمنه مور "اگریپنا"، چې ده په واک کې خپله سیاله ګڼله، هم ووژله.
په ۶۴ میلادي کې د همده پر مهال روم وسوزېده او د نیرون دوښمنانو ورپسې جوړه کړه، چې نیرون غوښتل شعر ولیکي، بله غمیزه نه وه، نو روم ته یې اور ورته کړ، کله چې ښار نه لنبې پورته کېدې، امپراتور نیرون ورته موسک و او ویل یې: "اوس به خپل یوازینی او تلپاتې شعر ولیکم، چې روم څنګه وسوزېد!"
امیرعبدالرحمن خان له رواني پلوه سالم نه و. له ټولو وېرېده، چې واک ترې ونه نیسي، د پاچاهۍ سیال او تربور یې، غازي ایوب خان، ترې وتښتېد او د هغه پلوي ملایان یې د کندهار د خرقې مبارکې په جومات کې دننه، په خپله توره سلاخي کړل. هیندوستاني طبیب یې ویل: امیر دومره بدګومانه دی، چې ځان او شهزاده حبیب الله ته پخپله درمل جوړوي او په نورو اعتبار نه لري...
سلګونه داسې نورې بېلګې هم شته، چې ښيي: مستبد واکمنان روغ نه وي.
په تیاره کې تر ارې راتاوېدونکي مار ته د زړه سوي او مرستې په نیت ګوتې مه وروړئ، کېدای شي په روستیو شېبو کې مو وچیچي. پرېږدئ، چې تر خپلې ارې (استبداد) نور هم ټینګ راتاو شي. خدای مهربان دی، سهار به ارې خپل کار کړی وي.
له مارانو د ترکاڼۍ تمه مه کوئ!
عکسونه زموږ د لغمان دي
13/05/2022
د کابل ښکلي انځورونه
مونږ خو د خوږو خبرو خلګ يو
وخانده چې غر درته سوری کړمه
شاعر
نوره دي نه يادوم
قاري صيب او بخت جمال کريمي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Laghman
2701