Saad Medical information
5s2 Medical student.
د پوزې له لارې معدې ته د ټیوب د تیریدو لارښود.
NGT
16/05/2026
د ځینو ناروغیو د اغراضو علایمو پېژندنه په نومنیکي بڼه د نرسانو لپاره.
15/05/2026
موسم د ګرمۍ ده خواله زیاته پخ مختلفو طریقو ضایع کېږي نو لهذا کافي اندازې مایعات وڅښئ ترڅو مو وجود ته فایده رسیدلی وي او له ناروغیو په امان وئ.
له بده مرغه، لا هم ډېری کورنۍ طبي زدهکړې یوازې د «ویاړ» یا ټولنیز پرستیژ په توګه ګڼي؛
لکه دا چې سپین کوټ اغوستل خپله بریا وي…
حال دا چې طبابت د ژوند له تر ټولو سختو او فشار لرونکو لارو څخه دی؛
د بې خوبه شپو، خاموش ستړیاوو، رواني فشارونو، نه ختمېدونکو ازموینو او کلونو قربانۍ لاره.
که تاسو په رښتیا پوهېږئ چې ستاسو زوی، ورور، خور یا اولاد له ذهني، عاطفي یا شخصي پلوه د دې سختې لارې د دوام توان نه لري، نو مهرباني وکړئ هغه/هغې ته د طب انتخاب مه تحمیلوئ.
کله ناکله دا چې یو ځوان هغه مسلک ته وهڅوئ چې رښتیا ورسره مینه لري، د هغه د راتلونکي لپاره تر ټولو ستره مرسته ده.
په افغانستان کې نننۍ طبابت هغه نه دی چې ۱۰ یا ۱۵ کاله مخکې و…
هر کال لا سخت، لا سیالیز، او لا پېچلی کېږي؛
او یوازې هغه څوک په دې لاره کې دوام کولی شي چې له مینې، صبر، ژمنتیا او زغم سره داخل شوی وي—نه یوازې د کورنۍ د غوښتنې یا د «ډاکټر» د نوم د ویاړ لپاره.
دا د افسوس خبره ده چې د ډېرو ځوانانو استعداد او وړتیا هر کال ضایع کېږي،
یوازې د یوې ناسمې پرېکړې له امله—یوازې د سپین کوټ د لیوالتیا لپاره، یا ځکه چې د مور او پلار هیله دا وي چې هغوی دې ډاکټران شي…
حال دا چې ښايي هماغه ځوان په بل مسلک کې د ځان، خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره څو چنده ډېر ګټور او بریالی وای.
بریا یوازې ډاکټر کېدل نه دي؛
بریا دا ده چې انسان هغه لاره غوره کړي چې رښتیا د ده له وړتیاوو، علاقې او شخصیت سره سمون لري.
c
15/05/2026
فولیک اسید څه شی ده؟
15/05/2026
د انسان وجود تر ټولو لویه هډوکۍ فیمور یا ورنه هډوکۍ ده.
د انسان د وجود تر ټولو کوچنۍ هډوکۍ سټیبس ده کوم چې د انسان غوږ کې موقعیت لري.
د صحت عامه تخصص امتحان به عقرب یا قوس کي واخیستل شي!
13/05/2026
د نرسینګ او فارمسی اګزیټ امتحان نژدې دي لاندې دتیرو دورو سوالونه دي اقلا کولای شی دسوالونو طریقه یې دهمدې ځایه څخه زده کړئ او یو څه کومک درسره کوي.
دملګرو سره شریک کړی چې ټول استفاده ځینې وکړې.
13/05/2026
د مثانې التهاب....
Click here to claim your Sponsored Listing.