Rasool Sharif Elham
ژوند ښکلی دی، په مینه یې وپالئ!
د راتلونکي ۲۰۲۶ شل اوریز نړیوال جام په ګروپ بندۍ او د افغان لوبډلې په روان حالت له ټایم مېډیا سره نن په ځانګړې بحث کې.
ورته نور بحثونه څنګه ارزوئ، نظر مو شریک کړئ!
راتلونکې کې به هم وخت ناوخت، په مهمو سپورټي اېونټونو باندې بحثونه درته ولرو.
ویډیو: د مس عینک لوبډلمشر رحمن الله ګربز د خپلې لوبډلې سره یو ځای شو او نن به په لسم پړاو اتصالات جام شپږیزه کرکټ لیګ اکس بول سیالیو کې د امو نهنګانو پر وړاندې لوبه ترسره کړي.
یاده دې وي چې، ننۍ لوبه ځانګړې ده، ځکه چې
میس عینک لوبډلې سره کرکټ پرېزېډېنټ ( ولسمشر ) محمدنبي هم یو ځای شوی، چې خپل بچي حسن عیسی خېل خلاف به ولوبېږي.
ماشاالله، خوږ او بهترین غږ
څه خوندور تلاوت یې کړی!
قرآنکریم تلاوت ذهن آرام کوي، زړه ته سکون او آرامي ورکوي، واقعي انسان ته تسکین ورکوي.
14/02/2025
راتلونکي چمپینز ټرافي ستر اېونټ لپاره کرکت نړیوالي شورا یا ICC د لوبډلو او لوبو ګټلو لپاره انعامات او امتیازات اعلان کړل.
ټورنمنټ ټوټل او مکمله بودېجه ده، ۶،۹M $
۱- ټورنمنټ ګټونکې لوبډلې ته ۲.۲۴M $
۲- ټورنمنټ بایلونکې لوبډلې ته ۱،۱۲M $
۳- سیمي فاینل ته تلونکو لوبډلو ته ۵۶۰۰۰۰ $
۴- پنځم او شپږم مقام لوبډلو ته ۳۵۰۰۰۰ $
۵- اووم او اتم مقام لرونکو لوبډلو ته ۱۴۰۰۰۰ $
۶- ګډون کوونکې هرې لوبډلې ته ۱۲۵۰۰۰ $
۷- ګروپ سټېج کې لوبې ګټلو په سر ۳۴۰۰۰ $
افغان لوبډله په چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته ورسېده.
اتلان به په یاد هېواد کې له څو ورځو تمریناتو وروسته خپله لومړۍ لوبه د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه نېټه د کراچۍ په کرکټ لوبغالي کې د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې به افغان اتلان خپلې دوه تمریناتي لوبې د پاکستان الف لوبډلې او ورپسې دویمه د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې په ترتیب سره د لاهور په قذافي او کراچۍ کرکټ لوبغالو د روانې میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه نېټه ترسره کړي.
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله!
| |
راشد خان د افغانانو پیغام د زېمبابوې خوږ ژبي مبصر مابنګوا ته رسولی دی!
افغانستان چې په پنځوس اوریز نړیوال جام کې یې پاکستان او وروسته یې شل اوریز نړیوال جام کې بنګله دېش خلاف بریاوې تر لاسه کړې، ددغو لوبو وروستیو شیبو تبصره همدې مابنګوا ترسره کوله.
لنډه جمله، خو ستر سبق پکې پروت دی!
شاپور ځدراڼ دې وخت احساساتي، دنګ او بهترین کېڼ لاسی تېز توپ اچوونکی و.
هغه لوبغاړی چې په ۲۰۱۵ نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې سکاټلېنډ خلاف افغانستان ته په نړیوال پنځوس اوریز جام کې لومړۍ بری خپل کړی و، تاسو ته یې کومه لوبه ډېره ځانګړې وه؟
کرکټ دی، پیل به یې کړې، اوږد کېرېر به وکړې، خو په همدغه کرکټ کې داسې ورځ ضرور وي، چې یوه ورځ به له نړیوال کرکټ سره خدای په آماني هم کوې، دا سخته او زړوره پرېکړه وي.
نړۍ غټو غټو کرکټرانو هم داسې ورځې لیدلي، چې نړیوال کرکټ یې پریښی دی، یو له هغو لوبغاړو دنګ افغان شاپور ځدراڼ هم دی، چې پرون ورځ یې نړیوال کرکټ سره خدای په آماني وکړه.
دی به له دې وروسته له ځوانو او نویو لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکې کړي، کله چې موږ په کور دننه دې وخت بهترین لوبغاړي ولرو، نو بیا څه ضرورت دی چې موږ له نورو لوبغاړو او روزونکو څخه استفاده وکړو، ښکاره بېلګه یې اوس وخت کې د افغان نولس کلنې لوبډلې سره د پاکستانۍ لوبډلې پخواني تېز توپ اچوونکي رانا نویدالحسن ورکولی شو، چې اوس وخت کې له افغان نولس کلنې لوبډلې سره روزنې په برخه کې مصروف دی.
په وخت سره همدغه شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او نور لوبغاړي د توپ اچوونې روزنې برخه بهترینه مدیریت کولی شي، لکه اوس یې چې ملي لوبډلې سره حمید حسن مخکې وړي، یا یې لکه توپ وهنې په برخه کې چې رئیس احمدزی، نوروز منګل، کریم صادق او نورعلي ځدراڼ مخکې وړي.
ترڅنګ یې په نورو تخنیکي، مسلکي او مدیریتي اړخونو کې هم دندې کولی شي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Khost
2501