Lifecare
ادرس:- شهرنو بازار څکمنيو ولسوالى ميرزاجان مارکىټ مدءقق دغاښونو عصري کلينيک
14/05/2024
Hyper plastic Disease
د بوکال اپیتیلیل هایپرپلاسیا یا د هیک ناروغي یو غیر معمولي حالت دی چې د انسان پاپیلوما ویروس ډول 13 یا 32 له امله رامینځته کیږي چې د خولې په مخاطی غشاء اوژبه اغیزه کوي او معمولا په ځوانانو کې لیدل کیږي. لومړی، دا په هندیانو او ایسکیموس کې تشریح شوی، مګر دا په مختلفو خلکو کې شتون لري.
د خولې د اپیتیلیل ډیسپلاسیا ترټولو عام لاملونه سګرټ څښل او د الکول څښل دي.
سګرټ څکول او د الکول څښل د خولې حجرې دکارسنوجن په نوم زیان رسونکي کیمیاوي موادو ته رسوي چې دوی ته زیان رسوي.
هغه معیارونه چې د ډیسپلاسیا تشخیص لپاره کارول کیږي د جوړښت بدلونونه (د نسج بدلونونه) او سایټولوژیکي بدلونونه (د انفرادي حجرو بدلونونه/سایتولوژیکي اتوپیا). د WHO د شفاهي ډیسپلاسیا درې درجې درجه بندي په دودیز ډول د رنځپوهانو لخوا کارول کیږي ، په کوم کې چې OED د معتدل ، متوسط او شدید په توګه درجه بندکیږی.
په موضوعی حالاتوکې تداوی:-
Nystatine بیدون د سکروز څخه د پودر په شکل موجود دي او د هر ځل مصرف سره د اوبو سره گډیر یوه چا خوری قاشقه په یو گیلاس اوبوکې. اوهمدارنگه اوس محال دIntra consul او Amphotericin B
بیدون د سکروز .. شربتونه بازار کې شته چې د هر ځل مصرف سره باید ترڅو دقیقو په خوله کې ونیول شي او بيا تيريا بلع شي ولې دNystatine په اندازه Fluconazoles
شربت نسبت نیستاتین ته موثره دي .
Mouth wash Cetyl pyridinium
Chlorhexidin
Fluconazole
Amphotericin
Ketoconazole,
intraconazole.
بېدون دډاکټر دتوصیعی نه ممنوع دی.
په شدیدو حالاتو کې درملنه :-
که تاسو معتدل یا شدید ډیسپلاسیا ولرئ، کوم چې د سرطان د رامینځته کیدو ډیر چانس لري، ډاکټران د کوچني سکالپل یا لیزر بیم په کارولو سره زخم او د صحي نسج لږ حاشیه لرې کوي.
دوی ممکن د جراحي ترسره کولو لپاره محلي انستیکیا وکاروي.
تاسو کولی شئ په هماغه ورځ کور ته راستانه شئ.
ترتیب اوژباړه:-
ډاکټر عبدالولی مدقق
د اعتکاف ثواب او اړوند مسائل یې بیان ډېر لوې ده لوستل ېې ضروری او شېر کول ېې ثواب ده
لیکوال: مفتي محمد موسي اخندذاده
له حسين رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول ا لله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د روژې په مياشت کې لس ورځې اعتکاف وکړي – داسې ده لکه دوه حجونه او دوه عُمرې يې چې کړې وي . ) البيهقي في شُعَبِ الإيمان (
ابن عباس رضي الله عنه يوه ورځ په مدينه منوره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې اعتکاف وو ، يو سړی ورته راغی سلام يې پرې واچولو او ورسره کښېناست ، ابن عباس رضي الله عنه پوښتنه ور څخه وکړه چې : ای فلانيه ! ماته غمجن ښکاري ، څه خبره ده ؟ هغه ځواب ورکړو چې : هو ، غمجن يم ، ای د رسول الله د تره زويه ! د فلاني سړي حق دی را باندې ، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک قبر ته يې اشاره وکړه چې : د دې قبر والا په عزت مې قسم چې زه د دې حق له ادا کولو څخه عاجز يم ، نه شم کولی چې ادا يې کړم . حضرت ابن عباس رضي الله عنه ورته اوويل چې : ښه نو زه هغه سړي ته در سره لاړ شم ؟ هغه ورته اوويل : څنګه چې ستاسو خوښه وي ! ابن عباس چې دا خبره واورېدله نو پڼې يې په پښو کړې او له مسجد څخه د باندې او وتلو . هغه سړي ورته اوويل چې : له تاسو نه خپل اعتکاف هېر شو ؟ هغه ورته اوويل : نه ، اعتکاف مې ندی هېر شوی ، بلکه ما له دې قبر والا څخه اورېدلي دي ، او تر اوسه پورې لا وخت هم دومره ډېر ندی تېر شوی – لدې خبرې سره د ابن عباس له سترګو اوښکې راغلې – هغه فرمايل : څوک چې د کوم مسلمان ورور د ضرورت لپاره ورسره وګرځي او کوښښ وکړي – دا د ده لپاره د لسو کلونو له اعتکاف څخه غوره دی .
او څوک چې يوه ورځ د خدای د رضا لپاره اعتکاف وکړي نو الله جل جلاله به د ده او جهنم تر منځه درې خندقونه جوړ کړي ) يعنې له جهنم څخه به يې دومره لرې کړي ( دا هر خندق د ځمکې او اسمان د منځ له مسافې نه ډېر لوی وي .رواه الطبراني في الأوسط و البیهقي و اللفظ له و الحاکم مختصرا و قا ل صحیح الاسناد کذا في الترغيب و الترهيب ، و قال السیوطي في الدر : صححه الحاکم و ضعفه البيهقي (
فائده :رسول الله صلی الله عليه وسلم به همېشه اعتکاف کولو ، کله پوره مياشت او کله د شلو او اکثره د آخري لسو شپو ، د علماوو په نزد سنت مؤکد د آخري لسو شپو اعتکاف دی ، په کوم کال چې وفات کېدلو شل شپې اعتکاف وو ، له نورو فائدو سره د اعتکاف يو ستر مقصد د ليلة القدر لټون وي ، او دا مطلب په اعتکاف سره ډېر ښه تر لاسه کېږي ، ځکه چې د اعتکاف په حالت کې که څوک ويده هم وي نو په عبادت کې حسابېږي .
د ليلة القدر د مَيَنانو لپاره اعتکاف ډېره ښه وسيله ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم به په ټوله مياشت کې ډېر عبادت کولو ، په خاص ډول بيا په وروستيو لسو ورځو کې خو به يې ډېرکوښښ کولو .
د آخيري لسو روژو په شپو کې به په خپله هم ويښ وو او د کور خلک به يې هم را پورته کول ، لکه د بخاري اومسلم په روايتونو کې چې راغلي دي ، همداسې د مسلم په يو روايت کې راغلي چې عايشه رضي الله عنها فرمايي : د روژې په وروستيو لسو شپو کې به رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل لنګ کلک وتړلو ) يعنې خپلو بيبيانو ته به نه ور نږدې کېدولو ( او ټوله شپه به ويښ وو ) عبادت به يې کولو ( او د خپل کور خلک به يې هم را ويښول . ) فضائل رمضان للشيخ زکريا رحمة الله تعالی (
داعتکاف ځای او وخت :اعتکاف د روژې د20په مازديګر کې له لمر ډوبېدو څخه مخکې شروع کېږي ، د اختر تر سهاره پورې.
د اعتکاف لپاره ښه ځای حرم شريف دی ، بيا مسجد نبوي ، بيا مسجد اقصی بيا د خپلې سيمې جامع مسجد او بيا د خپل کلي مسجد . له مسجد سره چې کومه لګېدلې کوټه وي ، چې امام ،طالبان يا د مسجد خادمان پکې اوسېږي ، په هغې کې اعتکاف نه کېږي . ) فتاوی محموديه (
مسئله : د اعتکاف لپاره بلوغ شرط ندی ، د نابالغو اعتکاف هم سم دی . ) فتاوی محموديه (
د ښځو اعتکاف :ښځې هم اعتکاف کولی شي ، د دوی او سړيو په ثواب کې هېڅ فرق نشته ، د ښځو لپاره د اعتکاف ځای د هغوی د کور مسجد دی ، که په کور کې يې مسجد نه وي ، بيا دې يوه کوټه کې کښينې او د اعتکاف نيت دې وکړي .
د ښځو لپاره خو اعتکاف ډېر اسان وي ، چې په يوه کوټه کې ناستې وي په فارغو وختونو کې خپل عبادت کوي او د کار په وخت کې له همغه ځای څخه د کار څارنه هم کولی شي ، په لږ لږ خبرو اعتکاف ته تاوان نه رسېږي ، لکه خپلو اولادونو ته د کوم کار امر کول يا له هغوی څخه کوم شی را غوښتل او داسې نور . مطلب داچې د ښځو لپاره اعتکاف ډېر اسان وي خو بيا هم له بده مرغه ډېرې ښځې لدې ثواب څخه بې برخې پاتې کېږي ) فضائل رمضان للشيخ زکريا رحمة الله عليه (
هغه کارونه چې بايد په اعتکاف کې ونشي :د روژې او نذر په اعتکاف کې په مُعْتَکِفْ باندې دا څو کارونه حرام دي : اول – له ضرورت نه پرته د اعتکاف له ځای مسجد يا کوټې څخه د باندې وتل ، د ضرورت لپاره وتلی شي ، طبعي ضرورت وي لکه : د جنابت غسل که په مسجد کې ځای نه وي ، د وړو يا غټو متيازو لپاره تشناب بيت الخلا ته تلل .
يا شرعي ضرورت وي لکه : د جُمُعې لمانځه ته د لمر له کږېدلو زوال نه وروسته تلل ، يا د اذان لپاره له مسجد نه وتل ، که د اذان ځای له مسجد نه د باندې وي ، يا د اختر لمانځه ته تلل .
د جُمُعې لمانځه ته به دومره مخکې اوځي چې يواځې لمانځه او خطبې ته ور ورسېږي ، او له لمانځه وروسته هلته څلور يا شپږ رکعتونه وکړي او بس . نور به بېرته خپل ځای ته راځي .
خو که په جامع مسجد کې له لمانځه نه وروسته ډېر وخت پاتې شو ) لکه يوه شپه يا ورځ يايې هغلته اعتکاف پوره کړو ) رد المحتار ( نو اعتکاف يې نه ماتېږي ، خو دا عمل مکروه ده تنزيها . ) در مختار ( او که يو ساعت بې له ضرورت نه د اعتکاف له ځای څخه د باندې اووتلو نو اعتکاف يې ماتېږي ، او قضا يې پرې واجب ده . ) در مختار (
دوهمـ که څوک په اعتکاف کې مريض شو او اووتلو نو هم اعتکاف يې ماتېږي .
درېم: که يې له خپلې ښځې سره د شپې يا ورځې کوروالی وکړو نو هم يې اعتکاف ماتېږي .
څلورم: د اعتکاف په حالت کې له خپلې ښځې څخه هر قسم ګټه اخستل حرام دي . او که پدې حالت کې يې انزال وشو نو اعتکاف يې ماتېږی . ) در مختار (
وبطل بوطء في ف*ج ( أنزل أم لا ) ولو ( كان وطؤه خارج المسجد) ليلا ( أو نهارا عامدا ) أو ناسيا ( في الأصح لأن حالته مذكرة ) و ( بطل ) بإنزال بقبلة أو لمس ( أو تفخيذ ولو لم ينزل لم يبطل وإن حرم الكل لعدم الحرج ولا يبطل بإنزال بفكر أو نظر ولا بسكر ليلا ولا بأكل ناسيا لبقاء الصوم) الدر المختار (
پنځم – که په ښځه باندې حيض راشي نو هم اعتکاف يې ماتېږی . ) رد محتار (
شپږم – که څوک د کوم محتاج مرستې ته ورشي ، يا په اوبو کې د غرقېدونکي مرستې يا د مريض پوښتنې ته ور شي ، نو هم اعتکاف يې ماتېږي ، خو ګناهګار به نه وي ، ځکه چې يو ښه کار ته وتلی دی .
خو که د ده اعتکاف د روژې نه ، بلکه د نذر اعتکاف وي ، او د نذر په وخت کې يې دا شرط ايښی وي چې : د مريض پوښتنې او د علم زدکړې ته به اوځم نو دا شرط يې سم دی ، بيا داسې کولی شي . ) در مختار (
اووم-د اعتکاف په ورځو کې د مريض پوښتنې او جنازې ته هم نشي تللی ، که د دې لپاره اووتلو نو اعتکاف يې ماتېږي . ) محموديه (یفسد لو لعيادة مريض أو شهود جنازة ،و إن تعين عليه , إلا أنه لا يأثم كما في المرض .) ردالمختارعلی الدرالمختار : 2 / 133 , رشيديه (
اتم- له کلي نه ښار ته د جُمُعې د لمانځه لپاره نشي تللی ، ځکه چې د کليو په خلکو باندې جُمُعه فرض ندی ، که لاړلو نو اعتکاف يې ماتېږي . )
په اعتکاف کې جائز کارونه :
د اعتکاف کوونکي لپاره خوراک څښاک ، خوب ، او د ځان يا کور او ماشومانو لپاره اخستل جائز دي ، خو که د تجارت لپاره اخستل کوي نو مکروه دي ) در مختار ( ځکه چې ځان يې پدې ورځو کې خدای ته خاص کړی دی ، نو مناسبه نده چې په دنياوي شیانو کې اخته شي . ) ردالمختارعلی الدرالمختار
خو کوم شی چې اخلي يا يې خرڅوي مسجد ته د هغې راوړل حرام دي .)در مختار () و کره ، أي : تحريماإحضار مبيع فيه . ) الدر المختار (
په اعتکاف کې مُباح کارونه:
دا يو څو کارونه مباح دي يعنې اعتکاف کوونکی يې د ضرورت په وخت کې کولی شي او بې له ضرورت څخه نه .که د يو شرعي عذر د جمُعې د لمانځه يا د کوم انساني ضرورت له امله بهر ته اووځي او د مريض پوښتنه وکړي ، يا د جنازې لمونځ وکړي نو اعتکاف يې نه ماتېږي ، يعنېكهد اعتکاف له ځای نه د کوم ضرورت لپاره اووځي بیا نو بهر وخت تېرول هغه مهال تاوان رسوي چې په مسجد يا د مريض په پوښتنه کې نه وي ، او که داسې وي نو تاوان نه رسوي . ) رد المحتار (قوله ) لأنه محل له ( أي مسجد الجمعة محل للاعتكاف،وفيه إشارة إل الفرق بين هذا وبين ما لو خرج لبول أو غائط ودخل منزله ومكث فيه حيث يفسد كما مر.وفي البدائع:وما روي عنه من الرخصة في عيادة المريض وصلاة الجنازة:فقد قال أبو يوسف:ذلك محمول على اعتكاف التطوع،ويجوز حمل الرخصة على ما لو خرج لوجه مباح كحاجة الإنسان أو الجمعة وعاد مريضا أو صلى على جنازة من غير أن يخرج لذلك قصدا وذلك جائز اه.
وبه علم أنه بعد الخروج لوجه مباح إنما يضر المكث لو في غير مسجد لغير عيادة. ) رد المحتار:۲/ 446 (
د جنابت د غسل لپاره وتلی شي ، خو که د ګرمۍ ختمولو لپاره غسل کوي نو مناسبه خبره داده چې د دې لپاره را ونه اوځي ، بلکه چې کله د ضرورت پوره کولو لپاره بهر ته اووځي نو د استنجا په وخت کې دې غسل هم وکړي . ) محموديه (
که د کومې ستونزې له امله ، له مسجد نه بل مسجد ته لاړو ، او پاتې اعتکاف يې هلته پوره کړو نو جائز دی ، لکه په مسجد کې شخړه پېښه شي ، يا مسجد وران شي . ) محموديه (
که د چا عادت وي چې له خپل کور نه پرته په بل ځای کې اودس او استنجا نشي کولی نو که د اودس لپاره کور ته ځي ، روا ده . )محموديه (
د ښځو د اعتکاف يو څو مسئلې :ښځه به د خپل کور په مسجد کې اعتکاف کوي ، ) در مختار ( د کور مسجد هغه ځای ته وايي چې د لمانځه او عبادت لپاره ځانګړی شوی وي . ) رد محتار (
خو که په کور کې يې مسجد نه وي او د اعتکاف شروع کولو په وخت کې يوه کوټه د لمانځه او عبادت لپاره وټاکي نو سمه ده . ) رد محتار (و ينبغي أنه لو أعدته للصلاة عندإرادة الاعتكاف أن يصح . ) رد المحتار (
خو چې په کومه کوټه کې يې اعتکاف وکړلو نو بيا به له ضرورت نه پرته له هغې کوټې څخه نه اوځي . ) در مختار (و لا تخرج من بيتها إذا اعتكفت فيه . ) الدر المختار (يعنې همدا کوټه د دې لپاره داسې شوه لکه د نارينه لپاره مسجد ، لکه سړی چې بې له شرعي ضرورت څخه له مسجد نه نشي وتلی ، ښځه هم همداسې له خپلې کوټې څخه نشي وتلی .
د ښځو د اعتکاف لپاره شرط دادی چې له حيض او نفاس څخه به پاکې وي . ) در مختار (
ښځې چې اعتکاف ته د کښېناستلو اراده وکړي نو له مخکې نه دې حساب وکړي ، که د اعتکاف په شپو کې مرض نه پرې راځي بيا خو سمه خبره ده – د اعتکاف لپاره دې کښينې ، او که مرض پرې راځي بيا دې نه کښينې ، ځکه چې په مرض سره يې روژه او اعتکاف دواړه ماتېږي ، او دا مسئله ده چې د چا اعتکاف مات شي نارينه وي او که زنانه نو بيا به د ا اعتکاف له لس ورځو روژو سره را ګرځوي .
مسئله : ښځه بايد د اعتکاف لپاره له خپل خاوند څخه اجازه واخلي ، چې خاوند يې اجازه ورته وکړي ، بيا دې اعتکاف ته کښيني ، خو له اجازې نه وروسته بيا خاوند ته جائز نده چې کوروالی ورسره وکړي,او چې يو وار يې اجازه ورته وکړه بيا يې منع کولی نشي . ) رد محتار ( او که د اعتکاف په شپو ورځو کې يې کوروالی ورسره وکړو نو د ښځې اعتکاف مات شو .قال في السراج : و لا ينبغي لها الاعتكاف بلا إذنه , و ليس لزوجها أن يطأها إذا أذن لها لأنه مَلَّكها منافعَها , فإن منعا بعد الإذن لا يصح منعه . ) رد المحتار (
اسانه اعتکاف :علامه شعراني په کشف الغُمة کې دا روايت نقل کړی دی چې : څوک د ماښام له لمانځه څخه وروسته د ماسخوتن تر لمانځه پورې اعتکاف وکړي نو الله جل جلاله به د ده لپاره په جنت کې يو کور جوړ کړي . )
او امام محمد رحمه الله فرمايي چې : په شپه يا ورځ کې يو ساعت نفلي اعتکاف هم کېږي . ) در مختار ( داسې چې مسجد ته ننووځي د اعتکاف نيت وکړي ، يا په خپل کور کې د عبادت په ځای کې کښيني او د اعتکاف نيت وکړي ، نو رب به د اعتکاف ثواب ورکړي .
يو ساعت :د امام محمد رحمه الله پدې قول کې د يو ساعت اعتکاف جواز او ثواب معلوم شو ، لدې يو ساعت څخه دغه اوسنی د۲۴ساعتونو يو ساعت مراد دی او که څه ؟ پدې هکله علامه رافعي رحمة الله عليه د علامه سندي قول نقل کړی چې : په شريعت کې د همدې۲۴ساعتونو د اندازې تأييد شته .في السندي : و قد ورد ما يؤيد ما ذهب إليه أهل الميقات من تقدير الأربع و العشرين من الساعات في الليل و النهار , و ذلك فيما أخرجه أبوداؤد و النسائي :عن جابر بن عبد الله : عن رسول الله صلى الله عليه و سلم أنه قال : يوم الجمعة اثنتا عشرة ساعة و لا يوجد عبد مسلم يسأل الله شيئا إلا أتاه الله فالتمسوها آخر الساعة بعد العصر . ) تقريرات الرافعي في آخر المجلد الثاني من رد المحتار , ) لفظ هذا الحديث للحاكم في المستدرك , و قال : هذا حديث صحيح على شرط مسلم , وقال الذهبي : على شرط مسلم (
د اعتکاف قضا :که د چا اعتکاف مات شي ، يا د کوم عذر له امله پاتې شي نو احتياط پدې کې ده چې بيا به يې قضا را ګرځوي ، او لس ورځې اعتکاف به کوي ، او پدې اعتکاف کې به د ورځې روژې هم نيسي . )
د اعتکاف په هکله زمونږ د ځوانانو غفلت:د اعتکاف دومره ستر ثواب دی ، د وه حجونه او دوه عمرې ، خو بيا هم زمونږ ځوانان لدې ثواب څخه ډېر لرې وي ، او په ځينو سيمو کې خو خلک دا فکر کوي چې اعتکاف يواځې د بوډاګانو عمل دی ، چې د افسوس خبره ده .
بايد ځوانان د روژې دا لس ورځې غنيمت وګڼي ، او اعتکاف ته کښيني ، چې د تربيت مطالعې تلاوت او نورو تربيوي اعمالو لپاره يو موزون عمل دی .
د اعتکاف په هکله د محترمو امامانو دنده :زمونږ محترم امامان بايد ځوانان دې ستر عمل ته وهڅوي ، او د دې شپو او ورځو ثوابونو ته يې تشويق کړي ، بيا چې کوم ځوانان اعتکاف ته کښيني ، د هغوی لپاره دې ورځني درسونه وټاکي ، او پدې لسو ورځو کې دې وخت په وخت ضروري مسائل ، فضائل او اعمال ور زده کړي ، کيدای شي الله جل جلاله پدې ځوانانو د اعتکاف او نورو تربيوي درسونو له امله روحي اوښتون راولي .
که دلسو روپو کار باندې وشرمیدلی نو دیوې روپی خلکوته به محتاج شی.
کاراوبارمو که هرڅومره کوچنی وی مه پرې شرمیږی ترڅو چاته محتاج نشي.
💌
څوک چې د ګناه پر مهال له اللهﷻ حیاء وکړي،
الله ﷻ به د قیامت په ورځ هغه ته له عذاب ورکولو حیاء کوي.😘
ابن القیم رحمه الله/الداء والدواء ✅
د څلورو نازکو حالاتو لپاره څلور الهی یادونه.
امام صادق (ع) وفرمايل:
"زه حیران یم چې څنګه یو څوک چې له څلورو شیانو ویره لري په څلورو ټکو کې پناه نه اخلي!
1. زه حیران یم چې څنګه یو سړی چې په ویره غالب شوی وي د "حسبون الله و نعم الوکیل..." ذکر ته پناه نه ورکوي (سورت آل عمران، 171 آیت).
په هغه صورت کې چې الله تعالی د ذکر شوي ذکر لاندې ویلي دي:
نو (هغه کسان چې د جهاد په نیت او د شیطان له ویرې وتلي وو او په پورتنیو ذکرونو یې عمل نه کاوه) د خدای (ج) له برکته او د هغې په سر کې نور څه (ګټه) سره بیرته راستانه شول. په سوداګرۍ کې) او هیڅ ډول بدۍ دوی ته نه دي رسیدلي.
2. زه حیران یم چې څنګه یو څوک چې غمجن وي د دې ذکر ته پناه نه وړي چې "خدای دې وساتې، پاک دې وي، زه فاسق نه یم" (سوره انبیاء، آیت 87)؛ ځکه الله جل جلاله فرمايي:
نو موږ د پورتني ذکر په کولو سره یونس علیه السلام له غم څخه وژغوره او مؤمنان مو هم په همدې ډول وژغورل. (سورت انبیاء، ۸۸ آیت)
3. زه د هغه چا په اړه حیران یم چې په فریب او خیانت کې یې لاس اچولی وي، چې څنګه ذکر وکړي «او د الله جل جلاله حکمونه» (سورة الغافر، ۴۴ آیت). .. پناه نه غواړي؛ ځکه الله تعالی د پورتنیو ذکرونو په تعقیب فرمایلي دي:
نو خداى (موسى) د فرعونيانو له شر او دسيسو څخه وساته. (سوره غفار آیت ۴۵)
4. زه حیران یم چې یو څوک چې د دنیا او د دنیا د ښکلا په لټه کې وي څنګه د «ماشاءالله لاقوت الله» (سوره کهف ۳۹ آیت) ذکر ته پناه نه وړي؟ ځکه الله تعالی له ذکر وروسته فرمایلي دي:
"یو سړی چې د دنیا له نعمتونو څخه بې برخې وو، هغه سړي ته چې نعمتونه یې درلودل، مخاطب کړ او ویې ویل: که ته ما له ځانه د مال او اولاد په لحاظ کم ګڼې، نو هیله لرم چې خدای به ماته ستا له باغ څخه غوره راکړي."
"الاملي (لعل صدوق)"، ٦ مخ؛ "بهارانوار" ټوک ۹۰ ټوک ۱۸۴-۱۸۵ م
دژوندسره لوبې مه کوۍ ژوند کې ولوبېږه ترهغه چې دژوند کولویوصحیح بازیګردرڅخه جوړ شی .
م
23/02/2022
11/02/2022
واټسا نمبر /078501812
11/02/2022
وټساف نمبر /0780501812
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the practice
Telephone
Website
Address
Khost