Asmat AFG

Asmat AFG

Share

Photos from Asmat AFG's post 23/03/2026

چوپتیا مې کمزوري نه ده،
دا هغه ځواک دی چې بې ځایه خبرو ته ارزښت نه ورکوي 🤫🖤

#چوپتیا #ځواک #ارزښت

18/03/2026

*کابل کې پر بې وسه معتادينو بريد؛ د بشريت پر ضد يو نه بښونکی جنايت*

*سيف الدين*

په داسې حال کې، چې د نړۍ ټول مسلمانان د روژې د مبارکې مياشتې په سپېڅلو شپو او ورځو کې د عبادت، زغم او بښنې فضا تجربه کوي، هغه مياشت چې موږ ته د رحم، بښنې، زغم او انسانيت درس راکوي، خو د افغانستان په ګاوند کې د پاکستان په حکومت حاکمه کړۍ عيناً د صهيونيستي رژيم لاره او مسیر تعقیبوي، د کابل بیا
رغونه، ښایست او ښکلا نشي زغملای او غواړي د کابل څخه د فلسطین غزه جوړه کړي او حداقل د تېر ځل په څېر يوځل بیا دا ښار د وراني او کنډوالۍ نښه وګرځوي.

د همدې ستر جنګي جنايت په تسلسل کې، دوه شپې وړاندې کابل پلازمېنه کې هغه دردوونکې او زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته شوه، چې نه يوازې د افغانستان ولس، مسؤلينو او د اسلامي امارت مشرتابه، بلکې هر بیدار وجدان لرونکی انسان يې ژور خواشينی کړ. دا ظالمانه بريد پر هغو معتادينو ترسره شو، چې له وړاندې د ټولنې تر ټولو زيانمن، بې وسه او له پامه غورځول شوی قشر ګڼل کېده، هغه بې دفاع وګړي چې نه وسله لري، نه دفاعي توان، او نه هم د جګړې برخه دي.

د دې خونړۍ پېښې په پايله کې سلګونه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور ټپيان شول، چې دا حالت د انساني ارزښتونو پر وړاندې يو ستره ضربه بلل کېږي. دا ډول بريدونه، چې د پاکستان د واکمنې پوځي کړۍ له لوري تنظيمېږي، د انساني ارزښتونو پر وړاندې يو څرګند او دروند تېری بلل کېږي. کله چې د جګړې لمبې د وسلوالو تر منځ محدودې پاتې نه شي او د ټولنې تر ټولو بې وسه، بې دفاع او هېر شوي وګړي په نښه شي، نو دا حالت نور جګړه نه، بلکې اخلاقي سقوط ګڼل کېږي. دا ډول کړنې د بشريت له بنسټيزو اصولو سره ښکاره ټکر لري او هېڅ ډول توجيه نه شي موندلی؛ بلکې د تاريخ په اوږدو کې د ملکي وګړو او يو مظلوم قشر پر وړاندې له سترو جنګي جنايتونو څخه شمېرل کېږي.

دا بريد هېڅکله يو تصادفي ګوزار نه و، بلکې د يوې اوږدې طرحې او سنجول شوې نقشې پايله وه، چې د امريکايي بادارانو له لوري خپل ګمارل شوي لاسپوڅي ته ورسپارل شوې وه، څو د افغانستان پر مؤمن ولس او د اسلامي امارت پر مسئولينو سياسي فشارونه وارد کړي او هغوی له کړاو سره مخ کړي. هغه پوځي واکمنه کړۍ، چې له کلونو راهيسې د سيمې په چارو کې د لاسوهنې توره څپه خوروي، بايد درک کړي چې د بې ګناه انسانانو وينه تويول نه يوازې سياسي بريا نه زېږوي، بلکې د کرکې، بې باورۍ او نه ختمېدونکو شخړو اور لا پسې لمبوي.

د پاکستان پوځي جوړښت د هغو فاسدو جنرالانو او کرنلانو له ډلې جوړ دی، چې د ستراتيژۍ تر نقاب لاندې دا ډول کړنې توجيه کوي، خو په حقيقت کې د سيمې د ثبات او انساني ارزښتونو پر وړاندې د جنايت په تور ولاړې څېرې دي. سربېره پردې، لا هم د زمانې دغه بدنام او فتنه‌انګېز جنرالان د زور، د تسليمۍ او د وينو تويولو پر تګلارې تکيه کوي، بايد درک کړي چې تاريخ هېڅکله د ظلم پاڼې نه سپينوي. د هغوی د ترسره شويو جنايتونو هره لحظه او هره ذره به د حساب ترازو ته واچول شي، او د وجدان او عدالت محکمه به ترې بې له هېڅ ډول اغماضه پوښتنه کوي.

نړیواله ټولنه، د بشري حقونو بنسټونه او د سيمې هېوادونه نه شي کولای چې د دې ډول زړه بوږنوونکو جنايتونو پر وړاندې چوپتيا غوره کړي. اړينه ده چې دا پېښې په ژوره او بې پرې توګه وڅېړل شي او عاملين يې د عدالت محکمې ته راکاږل شي؛ ځکه بې حسابه ظلم تل د لا زياتو ناورينونو زېری وي. که نه، نو د افغانستان خاورې هغه غيرتي او سرلوړی ولس روزلی، چې د زور او تېري د منطق پر وړاندې اوږده او پياوړې تجربه لري؛ هغه ولس چې نیکونو يې د انګليس استعمار ته ماتې ورکړه، پلرونو يې د شوروي يرغل شنډ کړ او لمسيانو يې د امريکايي اشغال د ځواکمنې امپراتورۍ بنسټونه ولړزول.

18/03/2026

له پل سوخته تر شهادته!*

*خالد احرار*

د مظلومو افغانانو چيغې او نارې تر اسمانونو رسيږي، خو د دنياوالو غوږ پرې چېرې ونه ګرېده، د پاکستان د پوځي رژيم الوتکو د فبرورۍ له پای څخه تر نن ورځې پورې، د افغانستان په زړه او سينه کې خنجر ټومبلی دی؛ کابل، کندهار، ننګرهار، خوست، پکتيا، پکتیکا، کونړ، نورستان او نورو ځايونو کې ولس په روژې مبارکې میاشتې او د اختر په ورځو شپو کې د وير په ټغر ناست دی، دا کوم "عملیات" ندي، بلکې د عاصم منير د ډلګۍ د اقتدار وحشيانه لوږه ده چې د مظلومو افغانانو په وينو مشبوع کيږي.

په کابل کې د معتادينو د درملنې د مرکز تر ټولو زياته زړه بوږنونکې صحنه

هسې تصور وکړئ!
يو روغتون، چېرې چې يو معتاد شخص د خپل ژوندانه د وروستۍ اسرې سره د نشې له بدمرغه مرض څخه د خلاصون په هيله راغلی وي، هلته پراته معتادين، چې لا يې هم په سترګو کې د ژوند تمه پرته وه، فاميلونو يې د دوی د تداوۍ لپاره د رب په درګاه کې دعاوې کولې، بس بيا څه وو! خو له اسمانه مرګ را پريوت، پاکستاني الوتکو په کابل کې همدا د معتادینو د معالجې مرکز په نښه کړ. د اسلامي امارت د وياند د وروستۍ اعلامیې په استناد، له څلور سوو تنو پورې معتادين پکې په شهادت رسيدلي دي، زياتره يې هماغه غريب، کمزوري او د نشې په زولنو تړل شوي انسانان چې بېرته خپل ژوندانه ته د ورګرځيدو په هڅه کې وو، د ژوبلو شمېر هم تر لسګونو پورې دی. دا کوم پوځي مرکز نه وو؛ بلکې د هيلو وروستۍ تکيه وه.

تر دې چې د بشري حقونو نړیوال قانون هم ورته په سلګيو شو، چې روغتونونه، ناروغان او طبي عمله مصؤنه ده؛ خو پاکستان په ډېره سپين سترګۍ دا هرڅه تر پښو لاندې کړل. يو معتاد وو چې چې خپلې کورنۍ ته يې په دې ډاډ ورکولای شو چې زه ښه کيږم ان شاءالله، اوس يو کالبوت ګرځيدلی دی. يو پلار چې خپلو اولادونو ته د بيرته ورګرځيدو وعده يې ورکوله، نن يې د وجود سوځيدلې ټوټې راټوليږي. دا وينه يوازې وينه نه ده، دا د افغان پلار و مور د هيلو او ارمانونو وينه ده.

نه يوازې د کابل پر معتادينو مرکز وحشيانه بريد؛ بلکې د مارچ تر لومړۍ اونۍ پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي خلک د پاکستاني بزدله پوځ په بمبارۍ او توپچي بريدونو کې ټپيان او شهيدان شوي دي، تر يوه لاک پورته خلک بې کوره شوي، لسګونه کورونه د ايرو په ډېرو بدل شوي، لسګونه نور جزوي او بشپړ ويجاړ شوي، عامه تاسيسات، مسجدونه، کلي او ښارونه په نښه شوي، دا جګړه نه ده، دا پر بې وسۍ دپاسه ظلم او بربريت دی.

پاکستان چې په خپل کور دننه TTP نشي کنټرولولی، په رڼا ورځ هغوی هلته چيک پائنټونه اچوي او د لويو ښارونو تر مرکزونو ورسيدلي، د خپلې ناچارۍ غوسه له مظلومو ولسي افغانانو وباسي. پګړۍ وال طالب چې د فرضي کرښې په اوږدو کې د خودمختارۍ غوښتنه وکړه، نو پوځي کړۍ د غضب للحق ډرامه پيل کړه. دا ړانده بريدونه د ترهګرۍ د پراخولو لپاره دي، نه د امن و سوکالۍ د ټينګښت په موخه.

په جيټ الوتکو د ولسي وګړو او ناروغانو په نښه کول بهادري نه بلکې بزدلي ده، جنګي جرم او بشري ناورين دی چې په پاکستاني پوځي رژيم کې تر اوجه رسېدلې ده، چې تاریخ به يې هيڅکله کله هم هېر نه کړي. که نړيوال چوپ دي، ګاونډیانو د خاموشۍ روژه نيولې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالې موسسې د غفلت په خوب ویدې دي. نو دوي دې دا نه هيره وي، چې په افغان وينه کې زغم او غچ دواړه په غورځنګونو دي. دا وينه به رائيګان نه ځي؛ بلکې خپل پور يو په څو چنده زیات اخلي.

20/02/2026

کله چې ټولې لارې بندې ښکاري،
یاد ولره چې د آسمان دروازه تل خلاصه ده 🤲🌙
خلک به درنه مخ واړوي،
خو الله تعالی به دې هېڅکله یوازې پرېنږدي.
اوښکې که د الله لپاره توی شي،
هماغه اوښکې د زړه سکون ګرځي 🌹
نو له مخلوق نه مه ناهیلی کېږه،
خپل زړه له خالق سره وتړه 💛

17/02/2026

🌙✨ د رمضان مبارک د رارسېدو په مناسبت مبارکي! ✨🌙

الحمدلله 🤲 چې یو ځل بیا مو د الله ﷻ د رحمت، مغفرت او برکت میاشت ترلاسه کړه.
سبا د رمضان لومړۍ ورځ ده 🌙 او دا زموږ لپاره یو نوی فرصت دی…
د ګناهونو د بښنې، د زړونو د صفا کېدو، او د الله جل جلاله سره د اړیکې د ټینګولو لپاره. 💚

رمضان یوازې د لوږې او تندې نوم نه دی؛
بلکې دا د نفس د اصلاح، د اخلاقو د ښکلا، او د زړونو د روښانېدو میاشت ده. ✨
دا هغه میاشت ده چې قرآن کریم پکې نازل شوی 📖
او د جنت دروازې پکې پرانیستل کېږي 🌸
او د دوزخ دروازې تړل کېږي 🔐

راځئ چې دا مبارکه میاشت په داسې نیت پیل کړو:
🤲 لمونځونه به په خپل وخت کوو
📖 هره ورځ به د قرآن تلاوت کوو
💞 له خلکو سره به نرم چلند کوو
🕌 مسجد ته به زیات ځو
💧 او روژه به یوازې د خوراک نه، بلکې د سترګو، ژبې او زړه هم ساتو

ای الله ﷻ!
موږ ته توفیق راکړه چې دا رمضان په اخلاص، تقوا او عبادت تېر کړو 🤍
زموږ ګناهونه وبښه، دعاګانې مو قبولې کړه،
او موږ له هغو بنده‌ګانو څخه وګرځوه چې ته پرې راضي یې. آمین یا رب العالمین 🤲✨

🌹🌷🌺 د مبارک رمضان د میاشتې په رارسېدو دې ټولو مسلمانو وروڼو او خویندو ته مبارکي وایم! 🌺🌷🌹
الله دې وکړي چې دا میاشت مو د ژوند د بدلون پیل شي. 🌙💚

رمضان مبارک! 🌙✨

Photos from Asmat AFG's post 16/02/2026

افغان اتلانو په نړیوال جام کې لومړۍ بریا خپله کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یوې غوره او هر اړخیزې لوبې پرمټ متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

06/02/2026

په سبا سبا ویلو مو ټول وخت ضایع که الله دی رحم وکړی

04/02/2026

د اپسټين دوسيې:
دلته پنځه موضوعات درته وړاندي کوم:
لومړی: جيفري اپسټين څوک و؟
دوهم: اپسټين جزيره څه او چيري ده؟
درېيم: د جيفري اپسټين جرم څه دئ؟
څلورم: د اپسټين دوسيې څه دي؟
پنځم: دا دوسيې څومره حقيقت لري؟
جيفري اپسټين:
په ۱۹۵۳م کال د نيويارک په بروکلین کي زېږېدلئ دئ، پلار يې د ښاروالۍ باغوان او مور يې په ښوونځي کي کومکي ښوونکې وه، ددې مطلب دا سو چي جيفري مور زاده شتمن نه و.
پوهنتون ته ولاړ، خو بشپړ يې نه کړ، د نيويارک په يو خصوصي ښوونځي کي د فزيک او رياضي ښوونکی و، په کومه ښوونځي کي چي جيفري ښوونکی و، هغه ډېره ګران ښوونځی و، د ښار د شتمنو کسانو زامن ورته راتلل، جيفري ځان ډېر نابغه معرفي کړئ و، نو ځکه خو د زده کوونکو پام ورته را واوښت.
په دغه ښوونځي کي د وال سټريټ د لوی بانک(Bear Stearns) د مشر(Alan"Ace" Greenberg) زوی هم زده کړي کولې، هغه جيفري ته په بانک کي دنده ورکړل، له همدغه ځای څخه هغه د ميليونرانو د پيسو کنټرول په لاس کي واخيست او په لږ وخت کي يې خپله شتمني ۶۰۰ميليونه ډالره ته ورسول.
اپسټين جزيره:
د اپسټين د جزيرې نوم (Little Saint James) دئ، د امريکا د ورجن ټاپوګانو يوه برخه ده، اپسټين دا جزيره په ۱۹۹۸م کال کي د ۷ ميليونه ډالرو په قېمت واخيستل، دا جزيره د عامو خلکو څخه پټه ده، يوازي د طیارې يا کښتۍ له لاري ورتګ ممکن دئ.
دا جزيره د يو تړلي کمپلکس په بڼه ده، يوه اصلي ودانۍ لري، يوه مشکوکه ودانۍ چي د کليسا غوندي شکل لري، د مېلمنو لپاره ځانګړي اطاقونه، خصوصي ساحلونه، زېر زميني او تونلونه، او د کنټرول لپاره کېمرې.
مطلب دا چي هلته يو ډېر عاليشان ځای جوړ سوئ دئ.
د جيفري اپسټين جرم:
د اپسټين اصلي جرم دا و چي کم عمره انجوني(د ۱۴-۱۷کلني) يې جذبولې، دا کار يې د پيسو، ډاليو، فشار او انجونو ته د کار د طعمي(په ځانګړې توګه د مساج په بهانه) په شکل ترسره کوئ، بيا يې جنسي تېری پرې کوئ، د نړۍ نور مشهور، سرمايه داره او زورواکي کسان ته به يې هم چمتو کولې، هغوی به ورباندي جنسي تېری کوئ، حتی ځيني يې حلالولې، ويني يې څيښلي، د هغوی د بدن مردارۍ يې خوړلې، يوازي انجوني نه بلکي کم عمره ماشومان يې هم ښکار وه.
هغه دا کار په ډېر جرئت کاوه، ځکه د نړۍ ډېر مشهور او زورور کسان يې ملګري وه، د هغوی له جملې څخه يو هم د امريکا اوسنی ولسمشر ټرمپ دئ، هغه د جيفري اپسټين ډېر نژدې ملګری ګڼل کېدئ.
په لومړي ځل په ۲۰۰۵م کال کي ورباندي عريضه وسول، د امريکا په فلوریډا ایالت کي د يوې ۱۴کلني انجلۍ کورنۍ شکايت وکړ، کله چي FBI تحقيقات وکړل، نو په لسګونو نور قربانيان هم وموندل سول، هغه و چي په ۲۰۰۸م کال کي د ۱۸مياشتو په بند محکوم سو، خو فقط ۱۳ مياشتي يې تيري کړلې او بیرته ازاد سو، هغه په زندان کي يوازي شپې تېرولې، د ورځي به خپلي دندي ته تلئ، زندان هم دده لپاره VIP و.
خو د جولي کي براون (Julie K. Brown) په نوم يوې خبريالي دا قضیه جدي ونيول، هغه د ميامي هيرالډ ورځپاڼي يوه تحقيقاتي خبرياله وه، هغې ددې پيښي د مختلفو قربانيانو سره وليدل، تقريباً تر ۸۰ پوري قربانيان يې وموندل، قوي ثبوتونه يې آماده کړل، په ۲۰۱۸م کال کي يې يو راپور د (Perversion of Justice: د عدالت بدلول) په نوم خپور کړ، دې راپور ډېر شیان افشاء کړل، لکه: د ۲۰۰۸م کال د تړون افشاء کول، د قربانیانو مرکې، د چارواکو نومونه، همدا راپور د اپسټين قضيه بيا راژوندۍ کړل.
په ۲۰۱۹م کال د جولای په میاشت کي جيفري اپسټين بيا ونيول سو، دا ځل يې جرمونه سخت ثابت سول، مستقيم زندان ته ولېږل، خو د اګست(د جولای وروسته دستي مياشت)په میاشت کي په زندان کي مړ وموندل سو، حکومت ويل چي ځان وژنه يې کړې، خو خلک وایي چي وژل سوئ دئ(دوهم امکان زیات دئ).
د اپسټين دوسيې:
دا ۶ميليونه دوسيې دي، ۲زره پکښي ویډیوګاني، ۱۸۰زره پکښي عکسونه او نور بيا ایمیلونه، مسيجونه او ليکونه دي، جيفري د هر شخص څخه ويډيو، عکسونه اخيستي او د هغوی ایمیلونه او خطونه يې ثابت ساتلي وه، هغه ددې شيانو څخه د سیاسي او اقتصادي اهدافو د ترلاسه کولو پر مهال کار اخيست، حقيقت دادئ چي هغه د اس_رائلي اس_تخباراتي ادارې موس_اد جاسوس و او دا شيان يې هغوی ته سپارل، تر څو د بلک مېلينګ لپاره ورڅخه کار واخلي.
تر اوسه درې نيم ميليونه دوسيې تاييد سوئ دئ او د امريکا د عدليې وزارت نشر کړي دي، پاتي دوسيې به هم تر تائيد وروسته نشر سي.
د اپسټين د دوسيو حقيقت:
دا دوسيې زياتره حقيقت لري، خو په ټولنيزو رسنيو کي ځيني شيان د مصنوعي ځيرکتيا په وسیله هم جوړ سوي او د اپسټين د دوسيو په نوم نشريږي، خو دا شمېر ډېر لږ دئ.
دا نشر سوي دوسيې د امريکا د FBI لخوا تائيد سوي او د عدليې وزارت لخوا نشريږي، تاسو يې د هغوی پر ويب پاڼه ليدلی سئ.
دا دوسيې ځکه ځنډېدلي وې چي د ځینو زورواکانو نومونه پکښې وه، بايد د دوسيو تحقيقات سوي وای، ثبوتونه راټول سوي وای، د قربانیانو امنیت ساتلو سوئ وای او ځيني نور لاملونه.
په دې دوسيو کي د ټرمپ، جورج بوش، کلينټن، سټیفن هاوکينګ( مشهور ملحد ساينسدان)، ايلون ماسک، بيل ګيتس، د فيمينيزم سرلارې ملاله يوسفزۍ او نورو مشهورو کسانو د بدکاريو او جنايتونو څخه پرده پورته سوې ده.
لنډه دا چي دې دوسيو دا ثابته کړل چي غرب د وحشي ځناورانو ځنګل ګرځېدلئ دئ او حل لاره يې يوازي او يوازي په اسلام کي ده.

#اپسټین #دوسیه #امریکا #غرب #ټاپو #عدلیه #اسلام

03/02/2026

اپسټین د ګوتو په شمار خلک رسوا کړل،
خو ټوله نړۍ یې وښوروله…
ستر نومونه، لوی مقامونه، واکمن څېرې، هغه کسان چې خلکو ورته د عزت په سترګه کتل، ناڅاپه لوڅ شول.
ځواک، شهرت او پیسې یې د شرم له اوره ونه ژغورلای شوې.
اوس تصور وکړه…
که پاک رب ﷻ د ټولو انسانانو پرده پورته کړي،
که هغه پټ ګناهونه چې موږ یې یوازې په تیاره کې کوو، د رڼا مخې ته راوځي،
که هغه خبرې چې په پټه مو کړې، د خلکو تر غوږونو ورسېږي،
که هغه نظرونه، نیتونه او عملونه چې موږ پرې شرمیږو، ښکاره شي…
نو څه حال به وي؟
نن انسان د بل انسان په رسوایی کې خوند اخلي،
خو هېر یې دي چې خپله دوسیه لا هم خلاصه ده.
موږ د نورو ګناهونه حسابوو،
خو د خپل حساب له ورځې نه وېرېږو.
اپسټین یوازې د څو انسانانو پرده وشلوله،
خو الله ﷻ که وغواړي،
نه به یوازې نومونه پاتې شي،
نه مقام،
نه څېره،
نه به د دروغو نقابونه کار وکړي.
هغه ورځ به نه عذر ګټه وکړي،
نه به ځواک،
نه به پلوي،
یوازې عمل به خبرې کوي…
او زړه به د وېرې رېږدي.
اې ربه!
موږ ستا د پرده‌پوشۍ په سیوري کې ژوند کوو،
که ستا دا پرده یو لحظه هم پورته شي،
موږ به د خلکو مخې ته سر اوچت نه شو کړای.
راځئ چی د نورو پر رسوایی خندا ونه کړو،
ځانونه سم کړو،
توبه وباسو،
او د هغې ورځې لپاره چمتو شو
چې هلته به نه اپسټین وي،
نه سازش،
نه دروغ…
یوازې حق، حساب او عدالت به وي.
الله دې موږ د خپل ستر له پردې محروم نه کړي… 🤲💔

#دوسیه #الله #حساب #ویره #

03/02/2026

«مونږ ډېر یو، خو سره جلا یو…
مونږ مسلمانان یو، خو بې‌غوره یو…
الله دې زمونږ زړونه سره یو کړي.» 😢

#اسلام #قرآن #قرآن

02/02/2026

✨ الله کافی دی
کله چې ټولې لارې بندې ښکاري،
هماغه وخت د الله مرسته رانږدې وي 🤍

#توکل #ایمان #اسلام

01/02/2026

🕌 ایا د جمعې لمونځ صحیح دی که د هېواد امیر خلکو ته معلوم نه وي؟

📌 یوه مهمه فقهي پوښتنه او شرعي وضاحت

نن سبا دا پوښتنه ډېره مطرح کېږي چې:

> که د یوه هېواد امیر یا حاکم خلکو ته معلوم نه وي، نه یې خلکو لیدلی وي، خو نوم یې د جمعې په خطبه کې اخیستل کېږي — نو ایا د جمعې لمونځ صحیح کېږي که نه؟

دا مسله باید د احساساتو پر ځای د فقهي اصولو، د علماوو اقوالو او معتبرو کتابونو په رڼا کې وڅېړل شي.

---

✅ لنډ او واضح ځواب

👉 هو، د جمعې لمونځ صحیح دی
حتی که:

امیر خلکو ته معلوم نه وي

خلک یې نه وي لیدلي

یا یوازې نوم یې په خطبه کې اخیستل کېږي

تر څو چې:

په هېواد کې واک، نظم او اداره موجوده وي

جمعه په امن کې ادا کېږي

خلک پرې منع شوي نه وي

---

📚 د جمعې د صحت اصل شرط څه دی؟

فقهاوو واضح کړي چې:

> د جمعې لپاره د امیر د لیدلو یا پېژندلو شرط نشته،
بلکې شرط د واک (سلطې) موجودیت دی.

---

🧠 د حنفي فقهې معتبر دلایل

📖 1️⃣ فتح القدير – امام ابن الهمام رحمه الله

> «المراد بالسلطان وجود الولاية، لا معرفة شخصه لكل أحد»

📌 تشریح: مقصود له سلطان نه دا دی چې واک او اختیار موجود وي،
نه دا چې هر عام انسان دې د امیر شخص وپېژني.

---

📖 2️⃣ رد المحتار (فتاوی شامي) – علامه ابن عابدين رحمه الله

> «لو أقيمت الجمعة بإذن السلطان العام، وإن لم يعرفه الناس، صحت»

📌 ژباړه: که جمعه د عام واکمن په اذن سره ادا شي،
که څه هم خلک هغه امیر ونه پېژني، جمعه صحیح ده.

---

📖 3️⃣ بدائع الصنائع – امام کاساني رحمه الله

> د جمعې لمونځ د اسلامي شعایرو څخه دی،
او د واک او نظم په شتون کې ادا کېږي،
نه د امیر د شخصي شهرت په شرط.

---

🕌 د امیر نوم په خطبه کې اخیستل شرط دی که نه؟

📖 البحر الرائق – ابن نجيم رحمه الله

> «ذكر اسم السلطان في الخطبة من باب السياسة، لا من شروط صحة الجمعة»

📌 تشریح:

د امیر نوم په خطبه کې اخیستل

سیاسي او اداري مسئله ده

د جمعې د صحت شرط نه دی

نو که نوم واخیستل شي یا وانخیستل شي،
➡️ جمعه نه فاسدېږي

---

📚 د نورو مذاهبو نظر (د اتفاق ثبوت)

📖 شافعي فقه – المجموع (امام نووي رحمه الله)

> د جمعې د صحت لپاره
د امام اعظم پېژندل شرط نه دي

---

📖 مالکي فقه – الذخيرة (امام قرافي رحمه الله)

> که واک موجود وي
که څه هم امیر د خلکو له سترګو پټ وي، جمعه صحیح ده

---

📖 حنبلي فقه – المغني (امام ابن قدامة رحمه الله)

> که امام حاضر نه وي یا خلکو ته معلوم نه وي
➡️ د جمعې لمونځ ساقط نه کېږي

---

🧠 فقهي قاعده (جامعه اصل)

📖 الأشباه والنظائر – ابن نجيم رحمه الله

> «العبرة بوجود السلطان لا برؤية شخصه»

📌 اعتبار:

د واک موجودیت ته دی

نه د امیر د لیدلو یا پېژندلو ته

---

⚠️ کله جمعه ناسمه کېږي؟

جمعه یوازې هغه وخت ناسمه بلل کېږي چې:

هېڅ واک، نظم او اداره نه وي

هر څوک په خپل سر جمعه کوي

یا خلک په زور د جمعې نه منع کېږي

---

✅ وروستۍ پایله

✔️ د امیر لیدل شرط نه دي

✔️ د امیر پېژندل شرط نه دي

✔️ د واک او نظم موجودیت شرط دی

✔️ د امیر نوم په خطبه کې اخیستل د سیاست برخه ده، نه د صحت شرط

➡️ نو که امیر معلوم نه وي، بیا هم د جمعې لمونځ صحیح دی

---

📌 یادونه:
دا مسئله باید د علماوو په اقوالو حل شي، نه د احساساتو، شایعاتو او شخصي خوښو په بنیاد.

صفحه درسره فالو کړی
مننه

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul