MeenaNak
يوازې له کتابه زده کړه نه کېږي.
له ژوند څخه زده کړه وکړٸ.
دژوند په کتاب کې پټ سرليکونه ډېر جالبه دي.
ما تر دادمه دوه ولوست;
مينه
کرکه
د نېکمرغه کوچنى اختر دى ټول افغان غيور ملت ته مبارک وي.
رب مو عبادات او دوعاوې په خپل دربار کې قبولې او منظورې کړه.
اختر مو بختور شه
28/01/2026
ستا انځور مي زړه پــوري نيولي دي
ســمه خـــزانه پـــه لاس راغـــلي دي
زه ده دنیا بدنام یــم غاړه راکه
لږ محترم مې که او بیا لاړه شه
د شونډو تاؤ باندې مې وسوځوه
ځای جهنم مې که او بیا لاړه شه.
13/09/2025
وېل یې، مینه مو کړې..؟
ما وېل هو،
بایللې مې هم ده..!
30/08/2025
ستا د ښايست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
پوه شومه د کلي غم د کلي دی
ماسره دا ټول ماتم د کلي دی
ما ته اوس په ښار کې هر سړي وایي
دغه ساده ګې خو سم د کلي دی
تاسره د ښار د ښاپېرو صنم
ماسره زما صنم د کلي دی
څومره به بې مینې واى که ښار کې واى
ښه ده چې اشنا خو هم د کلي دی
27/08/2025
په بزرګۍ چې به يې خلکو قســـمونه کول
نومونه يې نه اخلم زما د ميکدې ياران وو
هغه شونډې چې خوږې دي تر شکرو
د شکنځلو یې عار نه کړي عاشقان
25/08/2025
د افغانستان ملى لوبډلې او نړیوال ستورى راشد خان ورور حاجى عبدالحليم په حق رسېدلي.
راشد خان او کورنۍ ته يې تسليت وايو.
انالله واناالیه راجعون
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the establishment
Website
Address
24000