D - LIMS

D - LIMS

Share

ثبت نام همه روز جریان دارد

12/05/2021

Eid is a day to cheer and to laugh with all your heart. It's a day to be grateful to Allah for all of his heavenly blessings on us. Wishing you a happy Eid to all Muslim brothers and sisters -

30/03/2021

نوم ليکنه ـ ثبت نام
ډېر ژر ـ ـ ـ
بزودى ـ ـ ـ
Coming Soon - - -!

12/08/2019

تاسې او ستاسې درنې کورنۍ ته د زړه له کومې د لوی اختر مبارکي۔
عبادات مو قبول شه۔

26/12/2018
06/09/2018

‎ایا د پښو تلي مو سوځيږي او ورسره دوامداره سردرد لرئ؟
‎د نس بادونه دوامداره قبضیت او ورسره وخت ناوخته اسهال کیږئ؟
‎ایا بدن مو ګرمیږي او ورسره د ه‌‌‌‌‌‌ډوکو دردونه لرئ؟
‎د خیټې او معدې شدید دردونه لرئ؟




‎ ‌‌‌‌‌‌ډاکټرنویدخپلواک
‎د محرقې مکروب چې د سالمونیلا ټایفې او پاراټایفي په نامه هم یادیږي یو ‌‌‌‌‌‌ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي،دغه مکروبپه لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې خفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلاخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي.


‎1-د بدن ګرمیدل یا نرۍ تبه
‎2-د ه‌‌‌‌‌‌ډوکو دردونه
‎3-د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی
‎4-د سر دوامداره دردونه
‎5-د نس دردونه او د نس بادونه
‎6-دوامداره قبضیت او ځینې وخت اسهالات
‎7-د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو تور رنګ
‎8-د معدې دردونه او د خوړو بد هضمي
‎9-کمزوري او د وزن کمیدل
‎10-ساړه او پر بدن د لرزې راتګ
‎11- او په ځینو ناروغانو کې د صفرا کیسه یا تریخې دردونه چې معولا د ښې اوږې په سر کې احساس کیږي.


‎کله چېد محرقې مکروب په کولمو کې وي نو لاندې زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي.
‎1- د کولمو زخم
‎2-له کولمو د وینې بهیدل
‎3- د کولمو سوري کیدل
‎4-کم خوني
‎5-د لمفاوي غدو التهاب د بدن دفاعي ځواک کمزوری کوي او همدغه کمزوري د دوامدارې نرۍ تبې سبب ګرځي.
‎6-د ځیګر او تورې غټیدل او پړسیدل
‎7-د ه‌‌‌‌‌‌ډوکو کمزوري
‎8-د مغزو د پردو مکروبي کیدل یا مننجیت
‎9-د غوږ،ستوني او پوزې مکروبي کیدل
‎10-د بدن د مایعاتو کمښت
‎11-دوامداره ټیټ فشار
‎12-د تریخې مکروبي کیدل
‎13-شاک او بلاخره مرګ

‎ #تشخیص
‎د محرقې ناروغۍ د تشخیص لپاره لاندې معاینات اړین دي.
1-په وینه کې د محرقي انټي با‌‌‌‌‌‌ډي کتل
2-په وینه کې د محرقې د مکروب د انټیجن کتل
3-د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو کلچر او د ه‌‌‌‌‌‌ډوکو د مغزو کلچ

‎ #درملنه
‎تر بشپړ تشخیص وروسته د نوموړي مکروب ضد درمل د لس الی پنځلس ورځو لپاره باید وکارول شي

‎ #پرهیز
‎غوړ خواړه
‎ترخه او ترشه خواړه
‎خامې اوبه او ناپاکه ترکاري

‎ ‌‌‌‌‌‌ډیر_وخوړل_شي
‎د میوې جوس
‎پاکې اوبه
‎د وریجو سرسر
‎د ترکارۍ سوپ
‎ ‌‌‌‌‌‌ډاکټرنویدخپلواک

Photos from D - LIMS's post 06/09/2018

دپښتورګو (ګردوکو) ناروغی .

د انسان پښتورگي(بډوډي) دوه داني دي چي دملا دتير (ستون فقرات) په دواړه خواو کي د لوبيا په شکل سره موقيعت لري اوږدوالي يي 10 سانتي متره او وزن يي تقريبآ 120-200 ګرامه په شاوخواکي دي

پښتورګي (ګردوکي) د حجم له نګاه ډير کوچني دي مګر دانسان لپاره ډير غټي او مهمي دندی سرته رسوي مثلا دانسان پښتورګي (گردوکي) په يوه ورځ کي يوسلو اتيا 180 ليتره وينه تصفيه او فليټر کوي

پدي معني چی دانسان د بدن وينه ټوله وينه په اوسط ډول پنځه ليټره ده داټوله دبدن وينه په ورځ کي شپږ ديرش 36 ځله د پښتورګو له خوا تصفيه او فليټر کيږي د ويني څخه اوبه او کچره مواد جلا او د متيازو په شکل مثاني ته انتقالوي او دهغه ځاي څخه د متيازو په شکل خارجيږي .

د پښتورگو یوسلواتیا 180 ليټره تصفيه او فليټر چي تقريبآ دانسان دوزن دوه برابره دي پښتورګي يي په یوه ورځ کی سرته رسوي د میاشتو او کلونوحساب که ورته وکړو حساب يي ډيريږي له دی خاطره پښتورګي دانسان لپاره دیر مهم او حياتي غړي دی.

دپښتورګي څونوري دندي په لاندي ډول دي

* دتغذيه موادو داستعمال په نتجه کي کچره او زهري مواد له وجود څخه ايستل

* په وجودکي مثبت او منفي چارچ توازن برابرول او د مايعاتو د حجم کنټرول کول

* دالقلي او تيزابي مواد توازن برابرول

* د ويني دفشار کنټرول

د پورته دندو سربيره ډيري نوري مهمي دندی هم لري چی دا يي يوڅو مثالونه دي.

کله چی پښتورګی (گردوکي)خپل دنده او وظيفه دلاسه ورکړ ی دانسان ژوند دمرګ سره مخامخ کوي .

دپښتورګي د ناروغي سببونه(عاملونه) :

* لوړ دويني فشار
* دشکري ناروغي
* چاغوالي
* دعمر زوړوالي يعني سن سال چي 60 ته ورسيږي
* سگريت څکول
*ارثي
* دوجوددفاعي سيستم کمزورتيا
* دپيدايښت دوخت څخه دپښتورګي خرابوالي (مورزادي)
* دپښتورګي ډبره (تيږه)
* دپښتورګي دانه (سرطان)
* ميکروبونه
* دبعضودواګانو ډير استعمال(د درد دواګاني)
* بعضي نوري ناروغي هم سته چی دپښتورګي دخرابوالي سبب ګرځي

دپښتورګي دناروغي نښي نښاني :

* دزياتو متيازو(ادرار) وتل
* دلږ متيازو وتل
* دمتيازو کولو په وخت کي درد او سوزشت
* دپښتورګو درد دملادتیر(ستون فقرات ) په برخه کی
* دمتيازو دوتلو په وخت کي دمتيازو تيز بوي
* کله کله مړه تبه ورسره وي
* بعضي وختونه په متيازو کي وينه ورسره وي يعني دمتيازو د رنګ سوروالي
* په ماشومانو کي دشپي له خوا په ځاکي دمتيازو تيښته يا ځاي لمبدول
* دسترګو داطرافو پړسوب په خاص ډول دخوب څخه د را پاڅيدو په وخت کي
* دپښو پړسوب
* دمتيازو تر نورماحالت زيا ت خاکي کيدل

دناروغي دشدت والي په وخت کي خستګي تبه لړزه دشپي له خوا د وجود خوله سرچرخي او خواګرځي ورسره ملګري وي.

دپورته نښو نښانو څخه کيداي شي ټولي په يوخت کي موجودي نه وي او يا څوداني موجود وي خو د صحيح او پوره تشخيص لپاره ځني معاينات هم مهم دي لکه دويني معاينات او تلويزوني (الټراسانډ)

دپښتورګي دناروغي دمخنيوي لپاره څه کول پکار دي؟

* په زيا مقدار بايد اوبه وڅښل شي چی د پښتورګو لپاره ډيري ضروري دي.دځوان نارينه لپاره په ورځ کي لږترلږه 3 دري ليټره او دښځينه لپاره 2.5 دوه نيم ليټره اوبو ته ضرورت دي.

* دزياتي مالګي داستعمال څخه بايد ځان وساتي .

* دترکاريانو(سبزی جات) ,ميوه جاتو او حبوباتو استعمال گټور دي

* منظم په اندازه سپورت کول ډيره ګټه لري

* د وجود وزن په نورمال حالت کي ساتل ګټوردي .

* دسگريتو او الکولو څخه ځان ساتل

* دويني د فشار کنټرول

* دغوړ (روغ) لږ استعمال

* دکلسيم او پروتيني مواد (هګي اوشيدي) لږ استعمال .

يادونه بايد وکم هغه خلګ چي د اوږد وخت لپاره يعني کلونه کلونه دپښتورګي له ناروغي څخه ځوريږي بايد ډير احتياط وکي.داسي ناروغي ته کرونيک ناروغي(cronic renal failure) وايي او د وخت په تيريدوسره پښتورګي خپلي وظيفي او دندي دلاسه ورکوي او ورځ تربلي مخ په خراپيدو روان وي چی ورستي يا اخيري مراحلی ته ځان رسوی ( End_stage renal failure ).

اخيري مرحله د پښتورګي هغه مرحله ده چي په وجودکي کراتينين (creatinine) مقدار ډير جگ او لوړ وی په وينه کي تول کچره مواد ور ګډ وي او پښتورګي ددي توان نلري چی د ويني څخه کچره مواد جلا او دجود څخه يي وباسي پدي وخت کي ناروغ مجبوره دي چی په شفاخانه کي بستر او د فليټر ماشين یا په اصطلاح د ويني دتصفیه ماشین چی په لاتین (hemodialysis ) هيمو ډياليز ورته وایی ورته بسته کړي

کله چی پښتورګي د هيمو ډياليز مرحلي ته ورسيږي یواځنی د حل لاره يي يا به د بل انسا ن څخه پښتورګي نقل کوي يا به هيمشه دهيموډياليز ماشين ورته پروت وي ترڅو وينه په دوامداره شکل تصفيه کړي.

داکتر سهاک

06/09/2018

‌‌‌‌‌
کله چې د معدې درد دوامداره شي نو د نورو مدهشو پایلو ترڅنک د معدې د زخم په هکله هم باید فکر وکړو.

د معدې د زخم نښې:
لمړی:دردونه
کله چې د معدې داخلي دیوال زخمي شي نو د سوزش یا سوخت په څیر خفیف دردونه لري،دغه دردونه کټ مټ د هغو پوښتیو پر سر چې معده یې پوښلې احساس کیږي،ځینې وخت دغه دردونه د سینې د قفس چپ اړخ ته احساس کیږي چې پداسې حالاتو کې ‌‌‌‌‌‌ډیری ناروغان غکر کوي د زړه په رنځ آخته دي مګر داسې نده د معدې دردونه هم په نوموړي ساحه کې محسوس کیږي.
دغه دردونه د خوړو تر خوراک وروسته لا پسې شدید شي، بالحصوص د شپې لخوا او معمولاً دغه ناروغان چې کله سحر له خوبه راپاڅي نو خوله یې بد بوی کوي،ټوله مرۍ یې سوخت کوي او د سر ګنګسوالی هم لري.

دویم: له معدې د خوړو مرۍ ته پورته کیدل
هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دې ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت د یوې بلې ناروغۍ سره هم لاس او ګریوان کیږي چې موږ په طبي اصطلاح Gastroesophagel reflux disease بولو په نوموړې ناروغۍ که د معمول خلاف هغه خواړه چې د مرۍ له لارې معده ته ورتتلی بیرته له معدې مرۍ ته راپورته کیږي،او ان تر خولې پورې هم راځي چې ناروغ معمولا ترشې اوبه یا تیزابي ذایقه لرونکی احساس پیدا کوي.
ددې ترڅنګ دغه خواړه چې له معدې بیرته مرۍ ته راپورته کیږي د معدې په تیزابو ملوث یا ککړ وي نو د بیرته راپورته کیدو په صورت کې د مرۍ د دیوالونه د تخریش سبب ګرځي او که ځن‌‌‌‌‌‌ډنی شي په مهلکو ناروغیو او حتی د مرۍ د سورۍ کیدو سبب ګرځي. که یې درملنه ونکړو همدغه حالت مو د مرۍ په سرطان آخته کوي!ښایې سوال مو ذهن ته راولاړ شي چې د مرۍ سرطان څنګه؟
که باربار د معدې محتویات مرۍ ته راپورته شي نو د معدې د داخلي دیوال حجرات مرۍ ته د راپورته کیدو میلان پیدا کوي او که بلاخره د معدې حجراتو په مرۍ کې ځای ونیوه او هلته یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ نو دا یو نیمه سرطاني حالت ده چې مونږ یې په طبي اثطلاح Barrett's esophagus بولو او د وخت په تیریدو همدغه ناروغي د مرۍ په سرطان چې Adenocarcinoma esophagus نومیږي بدلیږي.او له بده مرغه نوموړی سرطان تر ننه پورې لاعلاجه ده

دریم: تورې کانګې یا ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت وینه لرونکي کانګې:
ښکاره خبره ده چې له زخم نه به وینه بهیږي نه اوبه که چرته مو معده کي زخم موجود وي نو له هغه زخمه به هرو مرو وینه بهیږي او له غذتیي موادو سره به ګ‌‌‌‌‌‌ډه و‌‌‌‌‌‌ډه او بلاخره د استفراق په ذریعه به د ملاحظې وړ ګرځي.

څلورم:تور رنګه بولې
هغه ناروغان چې د معدې ټپ لري د هغو ناروغانو غایطه مواد تور یا قهي رنګ لري ولې؟
ځکه چې له نوموړي ټپه وینه رابهیدلې او له غذایي موادو سره يوځای وړو کولمو نه سترو کولمو او بلاخره له هغه ځایه د مقعد پواسطه اطراح کیږي.
پدغه جریان کې وینه،غذایي مواد او د صفرا کیسې افرازات سره ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډ کیږي او بلاخره غایطه موادو ته تور رنګ ورکوي.

پنځم: د اشتها نشتون
هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دي هغوئ د ‌‌‌‌‌‌ډیرو لږو خوړو وروسته د مړښت احساس کوي.
طبیعي خبره ده چې له نورمالې کچې په دایمي توګه کم خواړه د بدن ورځني احتیاجات نشي پوره کوی او همدغه وجه ده چې نوموړي ناروغا‌‌‌‌‌‌ډیر ژر وزن له لاسه ورکوي.

ځینې درمل هم د معدې د زخم سبب ګرځي لکه د NSAID کورنۍ او ددغې کورنۍ یو ټابلیټ چې ‌‌‌‌‌‌ډیر کارول کیږي د بروفین په نامه یادیږي
د نس پړسوب،دوامداره قبضیت،د زړه بدوالی او سر ګنګسوالی د معدې د زخم نورې نښې دي.
(تر ټولو ښه کيفيت درمل د معدېRG TOP DSR )

05/09/2018

دلوړ فشار کنترولوونکی درمل Anti Hypertensive
په لاندی ګروپونو ویشل شوی
1 Beta Blockers
2 Diuretics
3 ACI Inhibitors
4 Calcium Channel Blockers
5 Vasodilators
بیتابلاکر
دا درمل د زړه بیتاب اخذی بلاک کوی چی له امله یی د زړه دحرکاتو شمیر کم اوپه نتیجه کی د وینی فشار او بی نظمی کنترولیږی
په لاندی ډول دی
1 Atenolol
2 Propranolol
3 Metoprolol
4 Nadalol
5 Bisoprolol
6 Carvedilol
___________________________
2 Diuretics ادرار راوړونکی درمل
دا درمل له بدن څخه دمایعاتو په خارجولو سره دوینی فشار کموی دمایعاتو له خارجولو سره یو ځای دوجود مالګی او تیزابیت هم کموی
دا درمل په لاندی ډول دی
1 Lasix ( Frusemide)
2 Aldactazide
3 Aldactone
4 Bumetamide Potassium
5 Acetazolamide
6 Lasoride
7 Moduretic
8 Conserve
9 Natrilax

01/09/2018

خبرتیا!
‌‌‌‌‌‌ډاکټر لعل پاچا د صحي علومو انسټيټيوټ اداره د دولسم ټولګی ټولو هغه فارغانو ته خبر ورکوي چې غواړي څوارلسم او پنځلسم پاس په کچه په روغتیایی علومو کې زده کړې وکړي نو ددې انسټيټيوټ ادارې څخه دې د نوم لیکنې فورم ترلاسه کړي:
رشتې: عالي قابلګي، عالي نرسنګ، فارمسي، طبي ټکنالوژي، انستېزي، فزیوتراپي او رادیولوژي

نوم لیکنه جریان لري

کانکور 31 سنبله 1397

ادرس:. د میدان هوايي سرک، قلعه خیاط، د احمد یار تیلو تانک ترڅنګ
0728405030 / 0789289586

14/06/2018

د نړۍ ټول مسلمان ملت ته او په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول ګرانو هېوادوالو ته د کوچني اختر رارسېدو له امله د زړه له کومې مبارکي

17/05/2018

د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکې میاشت د راتلو مبارکي :

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

سرک عمومی میدان هوایی، ایستگاه قلعه خیاط، عقب تانک تیل احمد یار
Kabul
26000

Opening Hours

Monday 07:00 - 12:00
13:00 - 17:00
Tuesday 07:00 - 12:00
13:00 - 17:00
Wednesday 07:00 - 12:00
13:00 - 17:00
Thursday 07:00 - 12:00
Saturday 07:00 - 12:00
13:00 - 17:00
Sunday 07:00 - 12:00
13:00 - 17:00