Kabul Store
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Kabul Store, Blogger, Kabul, Pd 1, Kabul.
28/03/2026
دا سور خط فرضي کرخه (ډيورنډ لائن) دی
سيند د فرضي کرخې له هغې خوا چترال څخه راوتی دی د نورستان او کونړ اوبه هم ورسره يو ځائ کېږي نو کونړ سيند ترې جوړېږي، دا د ناړۍ ولسوالۍ اختتام حدود دی، د سيند په بله خوا د فوځي رژيم قرارګاه او پوستې پرتې دي
د سيند په دې خوا د نورستان کامديش او برکمټال ته سرک غځېدلی دی چې درې يا څلور کلوميټره همدغه د دوکلام په سیمه کې تېر شوی دی چې پر لاره راتلونکو موټرو او پيدل خلکو باندې فوځي رژيم له پوستو څخه ډزې کوي چې ډېر بې ګنا ملکي خلک پکښې د ړندو ګوليو ښکار شو دغه سيمه کښې ابادی هم شته ډېر ملکي خلک وسېږي خو اوس د ظالم رژيم د ړندو بمباريو د لاسه خوندي ځايونو ته کډه شوي،
د کامديش او برګمټال ولسواليو لار همدلته د ظالم رژيم د ډزو له امله بنده ده چې د دواړو ولسوالئ ولسونه د سختو ستونزو سره مخ دي
نور شکر دی خير و خيريت دی
هغه کومې سيمي يې چې پخوا نيولي هغه نشي هضمولی نورې به څه ونيسي
12/01/2026
د هند د ګجرات ایالت پولیسو اعلان کړی چې د یوه افغان زده کوونکي، بیانالله ضیا، مړی موندل شوی او د نوموړي د مړینې په اړه پلټنې روانې دي. نوموړی د مهاراجه سییاجیراو پوهنتون د انجنیرۍ د څانګې د دوکتورا وروستی کال لوسته.
د بیانالله کورنۍ وايي، د روغتون د راپور له مخې هغه د زړه د درېدو له امله مړ شوی دی. د معلوماتو له مخې، هغه څو ورځې له خپلې کورنۍ سره اړیکه نه درلوده او وروسته یې ملګرو د هغه په کوټه کې مړی وموند.
۳۴ کلن بیانالله ضیا په ګجرات کې یوازې اوسېده او د کونړ ولایت اوسېدونکی و. د هغه جسد به د پلټنو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.
تر اوسه په هند کې افغان سفارت د دې پېښې په اړه کوم رسمي څرګندونې نه دي کړي.
12/01/2026
دا انځور او دا متن د ټولنیزو رسنو دي:
همکاري وکړئ چې څوک یې پیدا شي!💔
څو ساعته مخکې د کابل، جلال اباد په لار موټر سیند ته ولوید چې یواځې همدا ماشومه جینۍ بچ شوه، نور یې ټول سیند کې موټر سره اوبو کې ډوب کړل.
06/12/2025
اتلان !
ډ جکړى په ډګر کى
17/11/2025
د فرخندې په نوم دغه ۱۷ کلنه نجلۍ، چې څه موده وړاندې یې په کابل کې له حماد – چې په «الماس» مشهور دی – واده کړی و، ویل کېږي تر واده یوازې ۴۵ ورځې وروسته په مرموز ډول وژل شوې ده.
د هغې جسد د کابل په ګلبهار سنټر کې موندل شوی دی.
11/11/2025
دا بيا ډيره په زړه پورې ده 😌
هيواد کې دننه دا دواړه مینان له خپلو کورونو وتلي او ډاریک نېږدې حوزې ته ورغلي هلته يې ملا صیب ته کیسه کړې هغه ظ.الم د نر زوئ هملته شاهدان راټول کړي او ډاریک یې نکاح ورتړلې ده او دا يې هم ورته ویلي چې ازاد ګرځئ که چا درته کاږه هم دروکتل بيا صرف غږ راوکړئ، اوس تاسې سره ښځه او خاوند شوئ 🌹
افرين په دغسې ملايانو
11/11/2025
شکریه بارکزی، چې د افغانستان پخوانۍ سفیره وه په ناروی کې، د نړیوال ازادۍ کانګرېس مرستیاله ټاکل شوې ده.
کانګرېس ویلي چې دا کار د ښځو رول پیاوړی کوي او ګډه مشري ښيي.
همدا راز میرمن بارکزي ویلي٫موږ به د ازادۍ او بدلون لپاره یو ځای کار کوو
11/11/2025
Finally accepted his second WIFE existence
23/10/2025
صابرہ ورته ولیکه کیسه په دېوالونو
بدبخته پښتانه د کتابونو نه بېزار دي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Culinary Team
Attire
Address
Kabul