Dr Rafiullah Aazem

Dr Rafiullah Aazem

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Rafiullah Aazem, Doctor, Kabul.

Health,صحت،روغتیا
Success,موفقیت,بریا
Medical Doctor
success consultant
Health consultant
Establisher of AMG in AFG
whatsapp channel link
https://whatsapp.com/channel/0029VbC6jf2Bqbr1ZMadfT3R

18/06/2026

د ژوند ستر امتحان
لیکوال: ډاکټر رفیع الله عازم
له پیدایښته تر مرګه، د انسان ژوند په دې نړۍ کې یو ستر امتحان دی. هغه ستونزې، کړاوونه او سختۍ چې موږ ورسره مخ کېږو، په حقیقت کې د همدې امتحان هغه سختې پوښتنې دي چې فکر، هڅه، عمل او صبر غواړي.
همدارنګه، هغه خوښۍ، بریاوې او نیکمرغۍ چې موږ یې په ژوند کې احساسوو، یوازې د هغه خوښۍ په څېر دي چې یو زده‌کوونکی یې د امتحان پر مهال د یوې سختې پوښتنې له سم حل کولو وروسته احساسوي. نو ځکه، هره بریا، هره لاسته راوړنه او هره خوشحالي وروستۍ پایله نه ده، بلکې د دې ستر امتحان په بهیر کې د څو پوښتنو د سم ځوابولو نتیجه ده.
اسلام هم د دنیا ژوند د امتحان په توګه معرفي کوي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
﴿الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا﴾
"هغه ذات چې مرګ او ژوند یې پیدا کړي دي، ترڅو تاسو وازمويي چې کوم یو مو غوره عمل کوي." (الملک: ۲)
له همدې امله، د مؤمن لپاره نه یوازې سختۍ امتحان دي، بلکې نعمتونه، شتمني، روغتیا، مقام او بریاوې هم امتحان دي. صبر د سختیو په وخت کې د ایمان نښه ده، او شکر د نعمتونو په وخت کې د بندګۍ ښکاره ثبوت دی. مؤمن پوهېږي چې الله تعالی د هر حالت تر شا حکمت لري؛ نو نه د ستونزو پر مهال ناهیلی کېږي او نه د بریاوو پر مهال مغرور.
له بلې خوا، هر غم، هره ناکامي او هره بدمرغي هم وروستۍ پایله نه شي ټاکلای. دا هم یوازې د همدې اوږدې پروسې په ترڅ کې د ځینو پوښتنو په حل کې پاتې راتلل دي. نو کله چې موږ له ناامېدۍ، ناکامۍ او سختو شرایطو سره مخ کېږو، حق نه لرو چې هغه د خپل ژوند وروستۍ نتیجه وبولو. او همدارنګه، کله چې بریا، خوښي او نیکمرغي ترلاسه کوو، باید هغه تلپاتې او نه بدلېدونکې ونه ګڼو.
دا امتحان تر مرګه دوام لري. کېدای شي یو انسان د ژوند ډېره برخه له ستونزو او ناکامیو سره تېره کړي، خو په پای کې بریالی شي. او ممکن بل څوک د اوږدې مودې لپاره بریالی او سوکاله وي، خو د ژوند په وروستیو پړاوونو کې یې شرایط بدل شي. همدا حقیقت موږ ته راښيي چې د ژوند اصلي راز په دوامدارې هڅې، هیله‌مندۍ، استقامت، پر ځان باور او له هر څه مهم، په الله تعالی باندې په ټینګ ایمان او توکل کې نغښتی دی.
نو تر هغه چې ساه لرو، باید د ژوند د دې ستر امتحان په ډګر کې له مبارزې، زده کړې او هڅې لاس وانخلو؛ ځکه وروستۍ نتیجه تر هغه وخته نه ټاکل کېږي چې د ژوند وروستۍ پاڼه نه وي تړل شوې. د انسان حقیقي بریا یوازې د دنیا په لاسته راوړنو کې نه ده، بلکې په دې کې ده چې د ژوند دا امتحان د الله تعالی د رضا، نېکو اعمالو او پاک ایمان په وسیله په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.
"ژوند د الله تعالی له لوري یو ستر امتحان دی؛ سختۍ یې د صبر پوښتنې دي، نعمتونه یې د شکر ازموینې دي، او حقیقي بریا هغه ده چې انسان د دې امتحان له پای ته رسېدو وروسته د خپل رب رضا ترلاسه کړي."
که ليکنه مو خوښه شوي وی نه حتما یي له خپلو ملګرو سره هم شریکه کړي.
#ژوند #دنیـــــــا #ډاکټر
Follow the Dr Rafiullah Aazem ډاکټر رفيع الله عازم channel on WhatsApp: https://whatsapp.com/channel/0029VbC6jf2Bqbr1ZMadfT3R

18/06/2026

نن ورځې روغتیایي مشوره
هندواڼه د روغتیا لپاره ګڼې ګټې لري. د دې مېوې شاوخوا ۹۰٪ برخه اوبه جوړوي، نو په ګرم موسم کې د بدن د اوبو د کمښت مخنیوي کې مهم رول لري.همدارنګه د A,C ويټامينونو په درلودلو سره پوستکي او معافیت ته هم ګټه رسوي.
ارزانه،ګټوره او د لاسرسي وړ
واتساف چینل لینک
Follow the Dr Rafiullah Aazem ډاکټر رفيع الله عازم channel on WhatsApp: https://whatsapp.com/channel/0029VbC6jf2Bqbr1ZMadfT3R

#هندواڼه
#روغتیا


#بریا #اوبه

16/06/2026

د نن خبره
اوښ که له تندې هم مریبیا به یې هم په نس کې يو زنګون اوبه وي
څه پوه شوي؟😏🤔😏🤔
وتساف چینل لینک
https://whatsapp.com/channel/0029VbC6jf2Bqbr1ZMadfT3R

15/06/2026

کورنی نظام
لیکوال: ډاکټر رفیع الله عازم
یوه شیبه فکر وکړئ!
که ستاسو په شاوخوا کې هره کورنۍ داسې ځانګړنې ولري چې اولادونه د مور او پلار درناوی وکړي، او په مقابل کې مور او پلار د خپلو اولادونو د تعلیم، تربیې او روښانه راتلونکي لپاره په اخلاص او زحمت کار وکړي؛
که د هرې کورنۍ لپاره عزت، عفت او ښه نوم تر هر څه ارزښتناک وي؛
که مشران وروڼه د خپلو کشرانو ملاتړ او پالنه وکړي؛
که مور او پلار د زامنو او لوڼو ترمنځ د حقونو په ورکړه کې عدالت مراعات کړي؛
که هره لور د میراث له خپل شرعي حق څخه برخمنه وي؛
که وروڼه د یو بل حقونو ته درناوی ولري؛
او که د کورنۍ هر غړی، له پلار او مور څخه نیولې تر اولادونو او لمسیانو پورې، د خپلې کورنۍ د پیاوړتیا، ثبات او پرمختګ لپاره ځان مسؤول وبولي؛
که مور او پلار او مشران اولادونه د کورنۍ راتلونکې، د کشرانو تعلیم او تربیه، او اقتصادي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛
او که کشران د مشرانو د قربانیو او احسانونو په قدر پوه شي او خپل وخت په بې ګټې چارو ضایع نه کړي، بلکې د خپلې او خپلې کورنۍ د روښانه راتلونکي لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي؛
نو فکر وکړئ، زموږ شاوخوا ټولنه به څه ډول بڼه ولري؟
آیا امن او ډاډ به زیات نه وي؟
آیا د خلکو عزت، مال او ناموس به خوندي نه وي؟
آیا اقتصادي وضعیت به ښه نه وي؟
آیا د تعلیم او پوهې کچه به لوړه نه وي؟
آیا د ټولنیزو ستونزو کچه به راکمه نه وي؟
بې شکه، د دې ټولو پوښتنو ځواب هو دی.
ځکه کورنی نظام د ټولنیز نظام بنسټ او اساس دی. هره پیاوړې ټولنه له پیاوړو کورنیو څخه جوړیږي، او هره کمزورې ټولنه د کمزورو کورنیو پایله وي.
که موږ غواړو چې زموږ ټولنه او هیواد د پرمختګ، سوکالۍ او ثبات پر لور ګامونه واخلي، نو لومړی باید خپل کورني نظامونه پیاوړي، منظم او پرمختللي کړو.
له همدې امله، د هیوادونو او نړیوالو نظامونو د اصلاح په اړه تر بحث وړاندې، راځئ لومړی خپلو کورنیو ته پام وکړو؛ خپل کورني نظامونه قوي، باثباته او پرمختللي کړو.
کله چې کورنۍ سمې شي، ټولنه به سمه شي؛ او کله چې ټولنه سمه شي، هیواد به په خپله د پرمختګ پر لور روان شي.
پیاوړې کورنۍ، پیاوړې ټولنه؛ او پیاوړې ټولنه، پیاوړی هیواد جوړوي.
که لیکنه مو خوښه شوي وی نو له ملګرو سره یې هم شریکه کړي.

15/06/2026

د نن ورځې روغتیایي مشوره
هغه مشروبات چې زیاته بوره لري، لکه ګاز لرونکي او انرژي مشروبات، د وزن زیاتوالي، د غاښونو خرابوالي او د شکر ناروغۍ خطر لوړوي
یاد ولرئ: کله چې تږی یاست، اوبه تر ټولو غوره او خوندي مشروب دی.
#روغتیا #اوبه

10/06/2026

د نن خبره!!!
هغه څوک چې خپله خوشحالي د نورو په چلند او مهربانۍ پورې تړي، ډېر ځله ناهیلی کېږي. خو هغه څوک چې د قناعت هنر زده کړي او له خلکو څخه بې ځایه توقعات کم کړي، د زړه سکون او ذهني آرامتیا ترلاسه کوي.
قناعت شتمني ده، او د توقعاتو کمول د آرام ژوند راز دی.
#قناعت #ژوند #بریا

09/06/2026

د نن ورځې روغتیایي مشوره!!!
ژوره او ارامه ساه اخیستل د بدن لپاره ډیره ګټوره ده. دا کار د بدن اکسیجن رسونه ښه کوي، ذهني فشار کموي، د زړه ضربان منظموي او د آرامۍ احساس زیاتوي.
هره ورځ یوازې ۵ دقیقې ژوره ساه واخلئ:
له پوزې ورو ساه دننه کړئ.
څو ثانیې یې وساتئ.
بیا یې ورو له خولې وباسئ.
#روغتیا
#روغتیا

08/06/2026

د نن خبره
هغوی چې هره ورځ د ځان د ښه کولو لپاره یو کوچنی ګام اخلي، بالاخره هغه ځای ته رسېږي چې نور یوازې د رسېدو خوب وینی
#بریا #انګیزه

07/06/2026

د نن ورځې روغتیایي مشوره
د سهار لمردطبیعت لخوا ستاسو د روغتيا لپاره یوه ډالۍ ده.
هره ورځ د سهار له نرم او خوندور لمر څخه ۱۰–۱۵ دقیقې ګټه اخیستل د بدن د ویټامین D په تولید کې مرسته کوي، هډوکي پیاوړي کوي، د معافیت سیستم ملاتړ کوي او د ورځې لپاره مو انرژي زیاتوي.
یادونه: د سهار لمر تر غرمې د لمر په پرتله خوندي او ګټور دی.
#روغتیا

Want your practice to be the top-listed Clinic in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul