AABRAR

AABRAR

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from AABRAR, Nonprofit Organization, 3rd Street, Taimany Project, Kabul.

Photos from AABRAR's post 01/04/2026

دا چې ابرار موسسه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهیسې د UNICEF او Save the Children (SCI) سره په ګډه په ختیځ زون کې د پوهنې کلستر د (Co-Lead) په توګه فعالیت کوي.
د ابرار له مهمو دندو څخه د ساحوي لیدنو په مټ د موسسو د تعلیمي پروژو څارنه او همدارنګه د ټولو موسسو ستونزو ته رسېدنه ده، چې دا کار د آنلاین او حضوري غونډو له لارې ترسره کېږي.
همدارنګه، دوی د موسسو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم فعاله ونډه لري.
د ظرفیت لوړونې په برخه کې، ابرار موسسې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲۸مې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې په ننګرهار ولایت کې درې ورځنی د پروژې مدیریت مسلکي ورکشاپ وړاندې کړ.
په دې ورکشاپ کې د ۱۷ موسسو څخه ۲۴ تنو د تعلیمي پروژو مدیرانو برخه اخیستې وه.
ګډون کوونکې موسسې عبارت وې له : AABRAR, ARWEO, OCCD, WADAN, HYSIO, NSRDO, COAR, APWDO, TAO, ODESC, CBHDO, YVO, SCAWNO, ADA, SSEOA, JENHO، او SODC.
په ختیځ زون کې د ابرار له اړخه د پوهنی د کلستر د مسول، سید عباس بختیار په وینا ، دغه ټرېننګ د تعلیمي پروګرامونو د لا ښه تطبیق په موخه ترسره شو، او هغو موسسو ته چې په تعلیمي برخه کې فعالیت کوي، د هغوی د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې یې مهم رول ولوباوه .
ګډونوالو د ورکشاپ له محتوا او تنظیم څخه لوړ رضایت څرګند کړ او په ځانګړې توګه یې د ابرار موسسې رول د پوهنې کلستر(Co-Lead) په توګه وستایه.
ابرار موسسه د پوهنې په برخه کې په افغانستان او خصوصا په ختیځ زون کې متعهده ده او فعاله ونډه لري او له خپلو همکارانو سره د پوهنې کلستر په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

19/03/2026

کوچنی اختر مو مبارک شه!
عید سعید فطر مبارک!
Eid Mubarak
———-
د ابرار موسسې مشرتابه او اداره تاسې ټولو درنو هېوادوالو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایي، خدای مو عبادتونه او نېک اعمال قبول کړه.

اختر مو مبارک او بختور شه!

Photos from AABRAR's post 17/12/2025

په خوست ولایت کې د ابرار خیریه مؤسسې له لوري د NRC مؤسسې په مالي ملاتړ د څلورو ولسوالیو (ګربز، اسماعیل‌خېل/مندوزي، نادرشاه کوټ او دوه‌منده) په سطحه د ۲۰۲۵ میلادي کال د دسمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه دریم ټولګی پیل شو.

له تعلیمي کال سره سم د ابرار موسسې اړوند ۲۵ ټولګي، چې شاوخوا ۸۰۰ تنه زده‌کوونکي پکې زده‌کړه کوي، په رسمي ډول پیل شول.

د دریم ټولګي له پیل سره سم، ټولو ښوونکو ته اړوند ښوونیز کټونه، زده‌کوونکو ته درسي کتابونه، قرطاسیه، د حفظ‌الصحې کیټونه، او ټولګیو ته اړین تدریسي وسایل وویشل شول.

یاد توزیع د خوست د پوهنې ریاست او اړوندو ولسوالیو د پوهنې آمرینو سره په بشپړه همغږۍ ترسره شوی دی.

Photos from AABRAR's post 15/12/2025

د ابرار خیریه موسسې محترم معاون عبدالناصر بریالي، مدیر صاحب رضا ګل، او ناصر خان ماموند د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په زوړ برول سیمه کې، د SIP برنامې تر چتر لاندې، د زوړ برول انجونو د متوسطه ښوونځي او د زوړ برول هلکانو د لیسې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

محترم معاون صاحب او ورسره پلاوي د رغنیزو چارو کیفیت د ابرار موسسې له‌خوا مثبت وارزاوه او خوښي یې څرګنده کړه.

د سفر په پای کې، د ابرار موسسې معاون صاحب د CEC او SMS شوراګانو له غړو سره ځانګړې غونډه ترسره کړه. د غونډې پر مهال، د قوم مشرانو د دانګام ولسوالۍ لپاره د ښوونځیو د رغولو له امله له ابرار موسسې مننه وکړه او د ورته نورو پروژو غوښتنه یې وکړه.

Photos from AABRAR's post 14/12/2025

هیئت رهبری دفتر مؤسسه خیریه ابرار، متشکل از محترم داکتر عبدالبصیر توریالی، رئیس مؤسسه، و محترم سید وحید شاه، مدیر پروگرام، از مکاتب ترمیم‌شده و صنوف محلی در ولایت هرات بازدید به‌عمل آوردند.

در جریان این بازدید، از هشت باب مکتب ترمیم‌شده در دو ولسوالی گذره و زیرکوه، که توسط مؤسسه خیریه ابرار بازسازی گردیده‌اند، نظارت و ارزیابی صورت گرفت. همچنان، از صنوف درسی محلی که فعلاً تحت تطبیق این مؤسسه قرار دارند نیز بازدید به‌عمل آمد.

شاگردان، معلمان و مسؤولین معارف با ابراز خوشی از حضور هیئت رهبری، از فعالیت‌ها و برنامه‌های در حال اجرا توسط مؤسسه ابرار قدردانی نموده و خواهان تداوم این برنامه‌های تعلیمی گردیدند.

هیئت رهبری دفتر ابرار ضمن اظهار رضایت از دست‌آوردها و تلاش‌های تیم ولایتی در هرات، از آنان تشکری نموده و بر ضرورت دادخواهی بیشتر در راستای گسترش تعلیم و تربیه تأکید ورزیدند تا زمینه آموزش برای تمام اقشار جامعه به‌ویژه در مناطق صعب‌العبور و دورافتاده فراهم گردد.
_____

د ابرار خیریه موسسې رهبري پلاوی، چې مشري یې د موسسې رئیس ډاکټر عبدالبصیر توریالي او د پروګرام مدیر سید وحید شاه کوله، د هرات ولایت له ترمیم شویو ښوونځیو او محلي ټولګیو څخه لیدنه وکړه.

په دې سفر کې هغوی د اته ترمیم شویو ښوونځیو (په ګذره او زیرکوه ولسوالیو کې) د کار کیفیت وڅیړه او ارزونه یې وکړه، او همداراز له هغو ټولګیو هم لیدنه وشوه چې دا مهال د ابرار موسسې تر چتر لاندې روان دي.

ښوونکو، زده‌کوونکو او د معارف مسئولین د موسسې د موجوده تعلیمي فعالیتونو ستاینه وکړه او د دوام غوښتنه یې وکړه.

د موسسې مشرتابه له ولایتي ټيم څخه خوښي څرګنده کړه، هغوی ته یې مننه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې باید د تعلیم د پراختیا لپاره لا زیاتې هڅې وشي، څو د ټولنې هر قشر، په ځانګړي ډول د لرې پرتو او سختو سیمو خلک، له زده‌کړې برخمن شي.

Photos from AABRAR's post 10/12/2025

په هرات ولایت کې د ابرار خیریه موسسې له لوري، هغو بې‌وزلو او معلولینو ته چې له ایران څخه راستانه شوي، د نقدي مرستو ترڅنګ د کمکي وسایلو وېش هم ترسره شو.

یاده پروژه د IRC نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ پلی کېږي، چې هدف یې د اسلام‌قلعه له لارې راستانه شویو معلولینو ته مرسته او د هغوی د ژوند د اسانتیا برابرول دي.

په دغه پروګرام کې لاندې فعالیتونه تر سره شوي دي:

- د هغو کسانو لپاره د مصنوعي اعضاوو ترمیم، چې د بدن غړي له لاسه ورکړي وي.
- د فیزیوتراپي اړوند کمکي وسایلو وېش، لکه ویل‌چیر، امسا، کمربند، سمعک او نور تجهیزات.
- مستحقو او بې‌وزلو معلولینو ته مستقیمې نقدي مرستې.

Photos from AABRAR's post 06/12/2025

کنړ ولایت کې د ابرار خیریه مؤسسې د تعلیمي پروژې اړوند، د بر کونړ ولسوالۍ د اسمار سیمې ساحوي کارکوونکو په نوښت د پنځوسو محلي ټولګیو ترمنځ یوه علمي رقابتي سیالي ترسره شوه.

یادې سیالۍ لومړی په شپږو جلا سمتونو کې ترسره شوې، او وروسته د یادو سمتونو د ګټونکو ټولګیو ترمنځ د ولسوالۍ په کچه، د پوهنې امریت په همغږۍ یوه لویه او شانداره وروستۍ سیالي جوړه شوه.

په دې سیالۍ کې د ابرار ولایتي دفتر مسؤل عجب‌خان مالیار، د پوهنې امریت محترم امر عزیزالله ساجد، د مسلکي انکشاف غړي او د شورا یو شمېر غړو ګډون کړی و.

د پایلو له مخې:
- د خریړو کڅۍ ټولګي لومړی مقام
- شنګر ای او بیلي ټولګي دوهم مقام
- چارمارو او لره‌وسی ټولګي دریم مقام

ګټونکي ښوونکي د ابرار موسسې له خوا له ځانګړو ډالیو سره ونازول شول.

03/12/2025

د معلولینو نړیواله ورځ – د ډیسمبر ۳مه

نن ورځ د هغو هېوادوالو ده چې له معلولیت سره ژوند کوي، خو زړورتیا، هڅه او عزم یې د ستاینې وړ دی.

ابرار موسسه له 1992م کال راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د معلولینو لپاره په ښوونه او روزنه، روغتیا، درملنه، مسلکي روزنه، حقوقو، د کار موندنې او ټولنیز ګډون په برخو کې کار کړی او دا هڅې لا هم روانې دي.

موږ باور لرو چې معلولین د ټولنې مهم غړي دي، باید ملاتړ یې وشي او برابر فرصتونه ولري.

ابرار موسسه
له ټولو سره
د ټولو لپاره



#درناوی

Photos from AABRAR's post 26/11/2025

د ابرار موسسې او تابش پوهنتون تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

ياد هوکړه لیک چې د تابش پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي شمس الحق ثاقب او په ننګرهار کې د ابرار مؤسسې مسؤل عبدالمنان احمدزي لخوا لاسلیک شو له مخې به ابرار مؤسسه د تابش پوهنتون محصلانو ته د عملي زده کړو (انټرنشیپ) ورکولو، د کاري فرصتونو برابرولو او نورو برخو کې له تابش پوهنتون سره همکاري کوي.

همدرانګه تابش پوهنتون به د یادې مؤسسې لخوا معرفي کېدونکو محصلانو ته د لوړو زده کړو په برخه کې ځانګړی تخفیف ورکوي او د اړتیا په صورت کې به خپل بېلابېل امکانات ابرار مؤسسې ته په واک کې ورکوي.

Photos from AABRAR's post 25/11/2025

نن سه‌شنبه، د 2025م کال د نومبر 25مه، د ابرار موسسې محترم معاون عبدالناصر بریالي د ننګرهار ولایت په مرکز کې، د IRC په ملاتړ د B-AQBE پروژې له لوري جوړ شوي څلور ورځني روزنیز ټرېنینګ څخه لیدنه وکړه.

دا ټرېنینګ د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ترتیب شوی، چې ښاغلي بریالي پکې د ټرېنینګ بهیر وڅاراوه، له ګډونوالو سره یې خبرې وکړې او د مسلکي ودې لپاره یې د دا ډول پروګرامونو ارزښت وستایه.

دا لیدنه د مسلکي پرمختګ، همغږۍ او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یوه مهمه هڅه ګڼل کېږي.

Photos from AABRAR's post 17/11/2025

مؤسسه ابرار با همکاری مالی دفتر بین‌المللی IRC، پروژه‌ای هدفمند را در راستای توانمندسازی و حمایت از افراد دارای معلولیت در داخل کمپ اسلام‌قلعه راه‌اندازی کرده است.

این پروژه با هدف ارتقاء کیفیت زندگی، تسهیل دسترسی و افزایش مشارکت اجتماعی افراد آسیب‌پذیر، شامل فعالیت‌های زیر می‌باشد:

✅ خدمات توانبخشی و تجهیزات کمکی:
• ترمیم اعضای مصنوعی برای افراد دارای قطع عضو، جهت بهبود حرکت و استقلال فردی
• توزیع ویلچر و عصاهای دستی برای افراد دارای محدودیت حرکتی، به‌منظور سهولت رفت‌وآمد و مشارکت در فعالیت‌های روزمره

✅ حمایت مالی مستقیم:
• توزیع کمک نقدی برای افراد دارای معلولیت و زنان واجد شرایط، با هدف تأمین نیازهای اولیه، بهبود وضعیت معیشتی و کاهش فشار اقتصادی خانواده‌ها

این برنامه بخشی از تلاش‌های مشترک مؤسسه ابرار و دفتر IRC برای ایجاد محیطی فراگیر، حمایت‌گر و انسانی برای مهاجرین محترم در کمپ اسلام‌قلعه می‌باشد.
خدمات ارائه‌شده تاکنون با استقبال گسترده مواجه شده و تأثیر قابل‌توجهی در بهبود شرایط زندگی افراد مستفید داشته است.

Photos from AABRAR's post 12/11/2025

موسسهٔ ابرار (AABRAR) با حمایت مالی دفتر بین‌المللی (IRC)، پروژه‌ای را در بخش بهبود دسترسی و حمایت از افراد دارای معلولیت در داخل کمپ اسلام‌قلعه ولایت هرات تطبیق نموده است.

در چوکات این پروژه:
✅ رمپ‌های دسترسی برای افراد دارای معلولیت ساخته شده است.
✅ فضای انتظار مناسب و محافظت‌شده برای آنان ایجاد گردیده است.
✅ ۱۲۰ متر مسیر پیاده‌رو با کانکریت‌ریزی معیاری تکمیل و آماده استفاده شده است.

با تکمیل این پروژه، اکنون مهاجرین محترم، به‌ویژه افراد دارای معلولیت، می‌توانند در فضای ایمن‌تر و قابل دسترس‌تر از خدمات موجود در کمپ استفاده نمایند.

Want your organization to be the top-listed Non Profit Organization in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Culinary Team

Attire

Telephone

Address

3rd Street, Taimany Project
Kabul
25000