Firoza Azizi

Firoza Azizi

Share

د سېمې او نړۍ تازه خبرونه دلته ترلاسه کړي.

23/03/2026

کمال ناصر اصولي لیکي:
‏د انجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي .
‏د ښوونځیو د دروازو په بندولو سره تاسو د افغانانو انساني ژوند او راتلونکي نسلونه وژنئ.

23/03/2026

پاکستان کې دیوه ليټرو پټرول بیه ۵۳۵ کالدارو ته پورته شوه!
راتلونکې هفته یې په بشپړ ډول زیرمې هم ختمیږي!

ملګرو ستاسو طرف ته په څو دي؟

23/03/2026

افغان الاصله امریکایې عایشه وهاب
د امریکا کانګرس ته نومانده ده او امریکا کې مېشتو په شرایطو برابر افغانانو یې د ملاتړ غوښتنه کړې.
ستاسې ملاتړ کولی شي، د افغانیت غږ تر کانګرسه ورسوي.
عایشه لومړنۍ افغانه وه او ده چې کلفورنیا کې د سنا غړې شوه او ده.
پلار یې چا و.ژلی او مور یې مړه شوې او عایشه یوې بلې افغان کورنۍ کې رالویه شوې.

17/03/2026

‏خلیلزاد:
زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د کابل د معتادینو د درملنې په مرکز د پاکستان ظالمانه برید وغندي او قربانیانو ته بشري مرستې برابرې کړي.
وایی، زه طالبانو ته د عقل او تدبیر هیله کوم، تر څو خپلې پالیسۍ وارزوي او د پاکستان د ادارې له‌خوا د پرله‌پسې بریدونو په رڼا کې لازم بدلونونه راولي.

17/03/2026

ښه خبر!
اغلې هوسۍ ظریف اندړ په لوی اکثریت سره د فرانکفورت ټاکنو کې بریالۍ شوه.

16/03/2026

پاکستاني پوځي رژیم پر کابل بمبار کړی او د معتادینو روغتون یې په نښه کړی
د پاکستان پوځي رژیم نن د شپې شاوخوا اته نيمې بجې پر کابل بمبار کړی او افغان امنیتي ځواکونو پاکستاني الوتکې تر سختو بریدونو لاندې راوستې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستاني پوځي رژيم یو ځل بیا د افغانستان حریم نقض کړی او په کابل ښار کې یې د معتادینو روغتون په نښه کړی دی. د هغه په وینا، په دې برید کې ګڼ شمېر ملکي کسان، چې ډېری یې تر درملنې لاندې معتادین وو، شهیدان او ټپیان شوي دي.

16/03/2026

حامد کرزی:
پاکستان نن شپه په کابل کې ملکي سیمې، استوګنیزې ودانۍ او روغتونونه په نښه کړي دي.

هغه پاکستان ته خبرداری ورکړی دغه ډول بریدونه به نه یوازې چې روان کړکېچ را کم کړي، بلکې لا به یې زیات کړي او پایلې به یې بیا د اسلام‌اباد لپاره ډېر خطرناکې وي.

15/03/2026

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ اړوند د افغان دوبۍ په سیمه کې د پاکستان پوځي رژيم له لوري د عامو خلکو پر کورونو د هاوانونو او توپونو بريدونه شوي دي.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د دغو بريدونو په پايله کې د یوې کورني دوه ماشومان شهيدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
په خبرپانه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې د سيمې د عامو خلکو يو شمېر کورونه هم تخريب شوي دي.

15/03/2026

14/03/2026

په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر، مولوي عبدالسلام ضعیف پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې پاکستان باید نور پوه شوی وي چې د افغانستان باالمثل ځواب دا په ډاګه کوي چې د جنګ دوام به د دوی د خرابي سبب کیږي.

هغه لیکلي: «ورو ورو به د اور لمبې د دوی د راحت او امن ورونو ته داخلیږي، د امریکا د پروژي د ګټي په پرتله به د دوی تاوان څوچنده کیږي او د بادار په خوشحالولو کې به هم پاته راځي ان شاءالله.»

14/03/2026

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز پژواک ته ویلي چې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ ته څېرمه د پاکستاني پوځي رژیم د جنډو سر پوسته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

04/03/2026

کابل
دې تل روښانه وي....

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Address

Kabul