One Man Army
World Day
22/10/2025
ګران دوست مې ذبید اکبري د کابل په لیګ کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یو نیم لک افغاني 150000 د پکتیکا پېښې قربانیانو ته ډالۍکړه🧐🫡❤️
21/07/2025
بیدون له دي کسانو ځیني شپږیزه کرېکټ لیګ نور ریشخند ته پاتې شوی. اوس خو داسې هر څوک مو راکش کړي، مایک په لاس ورکړي او ورته وایي: ته هم کمنټري وکړه! دا کار دومره ساده نه دی، نه هر څوک چې د کوڅې نه راشي، باید کمنټري وکړای شي. کمنټري پوهه، ذکاوت، ژبه، او تجربه غواړي دا د احساساتو لوبه نه ده، بلکې یو مسؤلیت دی.
شاکر بس نه و، نور هم ورته راکاږي! دا مهمه نه ده چې یواځې غږ دې ښه وي. که کمنټري کوې، نو کرېکټ دې ښه درک کړی وي، انګلیسي دې زده وي، او د خبرو هنر دې هم درسره وي. نن سبا دا یوه تخصصي مسلک دی، نه د هر چا میدان.
زه فدایې ته درناوی لرم هغه تکړه دی، منظم دی، او د کمنټري اصول یې زده دي. خو دا نور که د کلب لوبو لپاره وي، سمه ده، خو د ملي سطحې لیګ لپاره؟ نه! دا ځای د تجربهکارو، باصلاحیته او پوه خلکو دی.
واسطه، فساد، او شخصي اړیکې دا ملت تباه کړل. ما د جمهوریت نه بد راتلل د واسطو او فساد د لاسه، اوس دا مردار نظام هم په ورته مرض اخته دي. مه کوئ دا کارونه! که غواړئ شپږیزه خپل وقار وساتي، نو له احساساتي او غیرمسلکي کارونو لاس واخلئ.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul