Ayoubi Computer Learning Page
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ayoubi Computer Learning Page, Kabul.
د ایوبي د کمپیوټر د زده کړې مرکز پیچ ته ښه راغلاست درته وايو تاسو کولاي شې دلته هر ډول پروګرامونه زدهکړئ . او د کمپیوټر ، انجینرې،اسلامې او د نور برخو يه اړه معلومات تر لاسه کولاي شې.
11/05/2026
خبرتیا د پکتیا پوهنې ریاست اړوند څلورم رتبه مسلکي بستونه اعلان ته سپارلي
Ayoubi Computer Learning Page
07/05/2026
!
غزني ولایت د پوهنې ریاست اړوند د اندړو ولسوالۍ د پوهنې آمریت، د ښوونیزو چارو د لا ښه والي او د کار اهل کار ته د سپارلو په موخه، د ښوونکو (١٥) خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
دغه بستونه د بېلابېلو تدریسي څانګو لپاره اعلان شوي، چې په شرایطو برابر، مسلکي او وړ کسان کولای شي د ټاکلې مودې په جریان کې خپل غوښتنلیکونه، تحصیلي اسناد او د تابعیت تذکرې کاپي د اندړو ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته وسپاري.
04/05/2026
#دکارموندنې خـــــبرتیا!
د پکتیا ولایت پوهنې ریاست کار اهل ته د سپارلو په موخه (۱۷) څلورم رتبه د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو کادري بستونه؛ د ازاد رقابت له لارې د وړ اشخاصو د ګمارنې په موخه د څلورم ځل لپاره اعلان ته ســــپاري.
ذکر شویو بستونو ته په شرایطو برابر غوښتونکي دې د نوم لیکنې غوښتنپاڼې د (۱۴۴۷/۱۱/۱۲) هـ ق مطابق (۱۴۰۵/۲/۹) هـ ش نیټې څخه تر (۱۴۴۷/۱۱/۲۷) هـ ق مطابق (۱۴۰۵/۲/۲۴) هـ ش نیټې پورې د پکتیا پوهنې آمریتونو یا د پوهنې ریاست د کار کوونکو چارو لوی مدیریت څخه ترلاسه او د ډکولو قانوني مراحلو ترسره کولو وروسته دې د اعلان د پای نیټې څخه مخکې اړوند اداري بنسټونو/ د کارکوونکو چارو لوی مدیریت/ پوهنې آمریتونو ته وســـــپاري.
د یادو بستونو اړوند معلومات د بست عنوان، موقعیت، رتبه، تعداد، نوعیت او کوډونه همداراز د نوم لیکنې لپاره اړین شرایط کاري تجربه، د زده کړو کچه/ درجه او رشته، عمر او نورو اړینو شرایطو معلومات په لاندې لیستونو کې لیدل کــــــیږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Ayoubi Computer Learning Page
30/04/2026
#فوری د کارموندنې خبرتیا
۱۷ بست خالی در وزارت امور شهدا و معلولین برای فارغان رشته کمپیوترساینس و سایر رشتههای مرتبط
ختم ثبتنام: ۸ می ۲۰۲۶
۹ بست خالی برای افسر تکنالوژی معلوماتی در وزارت امور شهدا و معلولین
https://scholarships.af/opportunity/it-officer-jobs-ministry-martyrs-disabled-affairs-afghanistan/
۸ بست خالی ثبت و راجستر کننده (Data Entry) در وزارت امور شهدا و معلولین
https://scholarships.af/opportunity/mmd-data-entry-registrar-jobs-afghanistan/
Ayoubi Computer Learning Page
پکتیا زون انلاین تجارت
Kabul Press
30/04/2026
د نیټورک انجنیر څحه د انټرویو پوښتنی
لومړی برخه(1)
1: Question: شبکه څه ده؟
Answer: شبکه د هغو وسایلو مجموعه ده لکه کمپیوټرونه، سرورونه، پرنټرونه او روټرونه چې له یو بل سره وصل وي او معلومات او سرچینې شریکوي.
2: Question: د شبکو مختلف ډولونه کوم دي؟
Answer: د شبکو اصلي ډولونه LAN، WAN، MAN، PAN او WLAN دي چې د اندازې او پوښښ له مخې توپیر لري.
3: Question: LAN، WAN، MAN څه دي؟
Answer: LAN کوچنۍ سیمه لکه کور یا دفتر پوښي. WAN لویه سیمه لکه ښارونه او هېوادونه پوښي. MAN د ښار یا لوی کیمپس شبکه ده.
4: Question: IP Address څه شی دی؟
Answer: IP Address یو ځانګړی عددي پته ده چې هر وسیله ته په شبکه کې ورکول کېږي.
5: Question: IPv4 او IPv6 څه دي؟
Answer: IPv4 د IP زوړ ډول دی چې 32-bit کاروي، او IPv6 نوی ډول دی چې 128-bit کاروي.
6: Question: MAC Address څه دی؟
Answer: MAC Address د شبکې کارت ځانګړی فزیکي ادرس دی.
7: Question: د IP او MAC Address ترمنځ توپیر څه دی؟
Answer: IP یو منطقي ادرس دی چې د شبکو ترمنځ کارول کېږي، خو MAC یو فزیکي ادرس دی چې په محلي شبکه کې کارول کېږي.
8: Question: Subnet څه شی دی؟
Answer: Subnet د لویې شبکې کوچنۍ برخه ده.
9: Question: Default Gateway څه دی؟
Answer: Default Gateway هغه روټر دی چې د محلي شبکې ټرافیک نورو شبکو ته لېږي.
10: Question: DNS څه دی؟
Answer: DNS د ډومېن نومونه IP Addresses ته اړوي
25/04/2026
!
پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي، چې د نوم ليکنې لپاره د آزموینې غوښتنلیک د ۱۴۰۵/۰۲/۰۵ هـ ش مطابق د ۱۴۴۷/۱۱/۰۸- ه ق نیټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۲/۱۰ - ه ش مطابق د ۱۴۴۷/۱۱/۱۳- ه ق نيټې پورې د پکتيا پوهنتون اړوند د کارکوونکو چارو آمریت څخه تر لاسه او د ډکولو او قانوني مراحلو د تر سره کولو وروسته دې د اعلان د پای له نیټې څخه مخکې يادې ادارې ته وسپاري.
یادونه: نوماند باید د فورمې د سپارلو په وخت کې یو قطعه عکس، د کاري تجربې، پیژندپاڼې او تحصيلي اسنادو رنګه کاپیانې له ځان سره ولري.
Ayoubi Computer Learning Page
Rohan Paktiawal
پکتیا دکلیوپراختیا ریاست
سره میاشت پکتیا
پکتیا خصوصي کورسونو اتحادیه
پکتیا حوزوي روغتون
25/04/2026
د نړۍ د شتمنو کسانو له ډلې ایلون مسک شرکت سپېس اېکس پلان لري چې د “کرسر” په نوم د مصنوعي ځیرکتیا کوډ جوړولو سټارټاپ تر ۶۰ میلیارد ډالرو پورې واخلي. راپورونه وایي چې دا شرکت د پاکستانیاصل ځوان صالح آصف له خوا هم جوړ شوی دی.
کرسر د هغو مهمو امریکايي شرکتونو له ډلې دی چې د کوډنګ لپاره د ایآی پرمختللي وسایل جوړوي، او د OpenAI او Anthropic ترڅنګ یادېږي. ویل کېږي که دا معامله بشپړه نه شي، SpaceX به د ګډ کار لپاره شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر ورکړي.
د معلوماتو له مخې، صالح آصف چې د کراچۍ اوسېدونکی دی، وروسته د ماساچوسټس ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (MIT) ته تللی او هلته یې له ملګرو سره Anysphere بنسټ ایښی، چې له لارې یې کرسر رامنځته شو. دا شرکت اوس له ۵۰ زره زیاتو کمپنیو کې کارول کېږي او عاید یې له یو میلیارد ډالرو پورته شوی دی
23/04/2026
Big shout out to my newest top fans! 💎 پکتیا زون انلاین تجارت
Drop a comment to welcome them to our community, fans
23/04/2026
Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Yousuf K Afghan, سلیمان جان سجاوندی, اسحق نظری, Abdullah Jan, شهلا امینی, Aryn Wesal, Jawid Noori, Bilal Aedris, Mujib Ullah Wahde
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the business
Telephone
Address
1001