javid Razmand1

javid Razmand1

Share

تازه او د دقیقو خبرونو ادرس

18/05/2026

منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اټکل کېږي او ویل کېږي په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د ایران او لوېدیځ ترمنځ وضعیت بیا ترینګلی شي.

د دوحې د لوړو زده کړو انسټیټیوټ استاد محمد المصري الجزیرې ته ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سخت دریځو سیاسي کړیو تر فشار لاندې دی.

نوموړی زیاتوي، په دې کې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او ځینې جګړه پلوه چارواکي شامل دي چې د کړکېچ د زیاتېدو ملاتړ کوي.

هغه دا هم ویلي چې د ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ وروستۍ خبرې د واشنګټن لپاره اغېزمنې نه وې او د ایران پر ضد د فشار په برخه کې یې کومه روښانه پایله نه ده ورکړې.

16/05/2026

جنرال مبین له بنده ازاد او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
تاسې د هغه د خوشې کېدو په تړاو پیغام ویډیو کې وګورئ او واورئ

14/05/2026

د کیوبا د انرژی وزیر: ذخایرو کې څاڅکی تېل نه لرو.

د کیوبا د انرژی وزیر په تازه څرکندونو کې ویلي، دغه هېواد کې تېل،ګاز او سون توکي په بشپړه ډول خلاص شوي.
نوموړی زیاتوي که په دغه سخت حالت کې یې هر څوک پرې پلوري د دوی دروازې ورته پرانیستي دي.
امریکا په کیوبا پرلپسې بندیزونه لګولي چې له امله یې د تېلو خپل ورځنی تولید ۴۰ زره بیرله دی خو دوی ١١٠ زره بیرلو ته هره ورځ اړتیا لري.

13/05/2026

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، په خپله اېکس‌پاڼه کې خبر ورکړی چې نن ورځ په کابل ښار کې د بېلابېلو امنیتي ادارو لپاره نوي وسایط ووېشل شول.

د نوموړي په وینا، شاوخوا ۲۰۰۰ موټرسایکلونه امني پولیسو ته، ۱۰۰ موټرسایکلونه د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند ځواکونو ته، ۵۰ وسایط د اطفائیې ادارې ته او ۱۵۰ موټرسایکلونه ترافیکو پولیسو ته په نوې بڼه او ښه کیفیت سره وسپارل شول.

13/05/2026

د شاپور ځدراڼ ورور غمي ځدراڼ د هغه دا انځور پر فېسبوک نشر کړی دی او له خلکو یې غوښتي چې نوموړی په دعاوو کې یاد وساتي.
د معلوماتو له مخې، شاپور ځدراڼ دا مهال په ډېر جدي حالت کې د هند په نوي ډیلي کې د یوه روغتون د ICU (جدي څانګه) کې تر درملنې لاندې دی. ډاکترانو ورته یوه نادره او خطرناکه ناروغي تشخیص کړې چې HLH (Hemophagocytic Lymphohistiocytosis) نومېږي.
ویل کېږي، دا ناروغي د بدن د دفاعي سیستم شدید اختلال دی چې د ځیګر، هډوکو مغز او نورو مهمو غړو ته زیان رسوي.
تېر اپریل میاشت کې راپورونه داسې وه چې ناروغي تر پرمختللي پړاو رسېدلې او د هغه روغتیايي وضعیت نازک بلل کېږي.

12/05/2026

وال سټریت ژورنال د خپلو باوري سرچینو له قوله خبر ورکړی چې متحده عربي اماراتو په پټه د ایر.ان پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.

راپور زیاتوي، امارات هغه هېواد ګڼل کېږي چې ایرا.ن پرې د روان کړکېچ پر مهال تر ټولو ډېر بریدونه کړي دي. همداراز ویل شوي چې د ایر.ان د لاوان ټاپو د نفتو پر تصفیه‌خونه شوی بر.ید هم د اماراتو له لوري ترسره شوی و، چې له امله یې لوی اور ولګېد او فابریکه د اوږدې مودې لپاره بنده شوه.

12/05/2026

دېشو ولسوالۍ کې یو شمېر خلک شکایت کوي چې په سیمه کې د مناسب روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله سخت ناروغان د درملنې لپاره تر لښکرګاه د لېږد پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، روغتیايي مرکزونه کم دي او د بېړنیو پېښو ناروغانو ته پر وخت درملنه نه رسېږي، چې له امله یې د خلکو ستونزې لا زیاتې شوې دي.

08/05/2026

د شیخ ادریس د یو شاګرد له قوله ویل کېږي چې څنګه کېدای شي یو بریدګر له افغانستانه راغلی وي، په داسې حال کې چې اوه میاشتې کېږي لارې تړلې دي. نوموړی زیاتوي چې پر بې وسه افغانستان دا ډول تورونه ناسم دي.
یادونه: پاکستان هڅه کوي د دواړو غاړو پښتنو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړي، خو خلک اوس د دې مسایلو په اړه زیات پوهاوی لري.

#پښتون #افغانستان #پاکستان #پښتانه #پښتونخوا #خبرونه #حقیقت

06/05/2026

د پښتو واینز مشهور هنرمند صفیان، چې اصلي نوم یې وسیم و او د "شین خالۍ" په نوم پېژندل کېده، د یوې ناروغۍ له امله مړ شوی
د معلوماتو له مخې، د هغه د جنازې مراسم نن ماښام په چارسده کې ترسره شول.

06/05/2026

د شیخ ادریس جنازه کې غلا

د شیخ ادریس د جنازې په مراسمو کې، چې زرګونو کسانو پکې ګډون کړی و، د غلو یوې ډلې له ګڼ شمېر ګډونوالو څخه موبایلونه غلا کړي دي.
د یوه دیني عالم په وینا، د هغه خپل موبایل هم د همدې پېښې پر مهال غلا شوی، خو تر اوسه یې موندلی نه دی.
ویل کېږي چې خلکو د غلو پر وړاندې غږونه هم پورته کړي، خو یاد کسان له ځایه تښتېدلي او په خپله مخه تللي دي.
د یادونې وړ ده چې غلو د جنازې له ګڼې ګوڼې څخه په استفادې دا غلاوې ترسره کړې دي

#خبر #پاکستان #غلا #جنازه #امنیت #پیښه #موبایل #احتیاط #ټولنه

Want your public figure to be the top-listed Public Figure in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul
Kabul