Rafiullah Karimzai
ستا له مرګه وروسته داسی شوی یمه!!
کریم زی ځان سره هم تنګ یم عذابیږم
😭💔
19/12/2025
🌨️🌧️
هيوادوالو مونږ چی د کومی څپی په اړه پوستونه کول الحمدلله راورسېده
هيوادوالو که غواړي تل د خپل ولايت د هوا له حالاتو څخه خبر شی نو د هوا حالات افغانستان /Weather Informations AFG 👉 پاڼه درسره #فالو کړﺉ کمنټ مننه ولیکی زه ګورم چی زمونږ معلومات تر څومره هیوادوالو رسیږي مننه
🌧️ 🌨️ اټکل لري
⏪ کندهار 🌧️
⏪ فراه 🌧️
⏪ زابل 🌧️
⏪ اروزګان 🌧️🌨️
⏪ هرات 🌧️🌨️
⏪ غور 🌨️
⏪ بادغيس 🌧️🌨️
⏪ دایکندي 🌧️🌨️
⏪ سرپل 🌧️🌨️
⏪ جوزجان 🌧️🌨️
⏪ فاریاب 🌧️🌨️
⏪ کندز 🌧️🌨️
⏪ بغلان 🌧️🌨️
⏪ تخار 🌧️🌨️
⏪ سمنګان 🌧️🌨️
⏪ بدخشان 🌨️
⏪ پروان 🌨️
⏪ کاپيسا 🌨️🌧️
⏪ پنجشېر 🌨️
⏪ غزنی 🌨️🌧️
⏪ میدان وردګ 🌨️
⏪ لغمان 🌧️
⏪ ننګرهار 🌧️
⏪ کابل 🌨️🌧️
⏪ نورستان 🌨️
⏪ کونړ 🌧️
⏪ خوست 🌧️
⏪ پکتیا 🌨️🌧️
⏪ پکتیکا 🌨️🌧️
⏪ لوګر 🌨️🌧️
⏪ باميان 🌨️
⏪ هلمند 🌧️
⏪ مزار شريف 🌨️🌧️
⏪ هلمند 🌧️
⏪ کندهار 🌧️
⏪ زابل 🌧️
⏪ اروزګان 🌧️
⏪ نیمروز 🌧️
⏪ هرات 🌧️🌨️
⏪ فراه 🌧️
⏪ دایکندي 🌧️🌨️
⏪ غور 🌨️
⏪ بادغيس 🌧️🌨️
⏪ فاریاب 🌧️🌨️
⏪ جوزجان 🌧️🌨️
⏪ سرپل 🌧️🌨️
#یادونه. د پورته ولايتونو د اورښتونو 🌧️🌨️ اورېدو وخت فرق کی وی شمالي ولایتونو کی به سبا سهار پیل شی او ختیځ او جنوب ختیځ ولایتونو کی به سبا ماسپښين مهال پیل شی خو لویدیځ او شمال لوېديځ او جنوب ولایتونو کی به نن شپه پیل شی.
#نوټ. هيوادوالو مونږ ستاسو لپاره ډیر کوښښ کوو نو تاسو څخه هیله کوم چی زمونږ پوستونه په خپلو فسبوک پاڼو او د فسبوک په ګروپونو کی شير کړی څو زمونږ د هوا حالاتو فسبوک پاڼې مينوال نور هم زیات شی.
. ۱۴۰۴/۹/۲۸
#کاپي
19/12/2025
تۀ وا د ګاونډ دغسي کابل لوریږي😒
19/12/2025
مخصد لیونغرت کاریاب له ځانه خپله ویډیو کړي او نشر کړي وۀ😄
#تازه
کابل نسبأ شدیدي زلزلي ولړزاوۀ.
ایا تاسي حس کړۀ؟
18/12/2025
پۀ چټلستان کي د کراچۍ بندر د موټردارو کاربندیز: یو صنفي اعتراض نه دی، بلکې د چټلستان د اقتصادي جوړښت د ژور بحران یوۀ څرګند نښه ده. دا بندیز په ظاهره د موټر چلوونکو د بېکارۍ له امله پیل شوی، خو په حقیقت کې د پوځې رژیم د ناسمو سیاسي پرېکړو، ناکامې اقتصادي پالیسۍ او د سیمې د سوداګریزو اړیکو د ماتېدو مستقیمه پایله ده.
لومړي: بېکارۍ
کراچۍ بندر د چټلستان د صادراتو او ترانزیټي سوداګرۍ د ملا تېر ګڼل کېږي. د دې بندر له لارې زرګونه لارو هره ورځ افغانستان ته توکي لېږدول. د افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل، چې تر ډېره سیاسي او امنیتي دلایل ورته وړاندې کېږي، د دې سبب شول چې د ترانزیټ پر بنسټ ولاړ زرګونه کاري فرصتونه په یوه شېبه کې له منځه ولاړ شي. دا پرېکړه، چې ښايي په لنډ مهال کې سیاسي فشار ته د ځواب په توګه شوې وي، په اوږدمهال کې یې اقتصادي تاوانونه څو برابره زیات کړل چې د مولایانو د مدبرانه سیاست ښکارندوي کوي.
دوهم: صنعتي سکتور
دا کاربندیز یوازې تر بندر او لاریو محدود نه دی. د پاکستان فابریکې، په ځانګړي ډول د ټوکر، کیمیاوي موادو، درملو او خوراکي توکو صنعتونه، تر ډېره د وارداتي اومه توکو په وخت رسېدو پورې تړلي دي. د ترانسپورټ درېدل د تولید زنځیر پرې کوي، لګښتونه لوړوي او د فابریکو د بندېدو خطر زیاتوي. که دا وضعیت همداسي دوام وکړي، نو چټلستان به نه یوازې د داخلي تولید له کمښت سره مخ شي، بلکې د صادراتو بازارونه به هم له لاسه ورکړي.
دریم: ترانزیټي اقتصادي ګټي
چټلستان د جغرافیایي موقعیت له مخې کولای شوای د سیمې یو مهم ترانزیټي دهلېز وي. افغانستان ته د توکو لېږد د چټلستان لپاره یوازې سوداګري نه وه، بلکې د بندرونو د عاید سرچینه ، د ترانسپورټ سکتور زرګونه دندې ، د بانکدارۍ، بیمې او لوژستیک د براخه عوایدو سرچینه وۀ. د دې لارو تړل کېدل په عملي ډول چټلستان له خپل ترانزیټي امتیاز څخه بېبرخې کوي او افغانستان اړ کوي چې بدیلې لارې (ایران، منځنۍ اسیا) وکاروي، چې دا بدلون ښايي دایمي شي.
نو د کراچۍ د بار وړونکو موټرو کاربندیز دا پوښتنه راپورته کوي ایا سیاسي فشارونه د ولس د اقتصاد په بیه ارزښت لري؟ تجربه ښيي چې اقتصاد تل د سیاست قرباني کېږي، خو تاوان یې ولس، کارګر او صنعتکار ورکوي، نه پرېکړه کوونکي.
تر هغه چې د چټلستان پوځي رژیم د اقتصاد او سیاست ترمنځ توازن رامنځته نه کړي، دا ډول کړکېچونه به نه یوازې تکرار شي، بلکې د هېواد اقتصادي بنسټونه به یې لا کمزوري کړي.
17/12/2025
د پاکستان ډېپرېشن او انګزایټي
نړيوال بانک په خپل تازه راپور کې ويلي، د پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ بندېدل د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز نه دی کړی. د راپور له مخې، د هېواد اقتصادي وضعيت د تمې خلاف مخ پر ښه کېدو دی.
نړيوال بانک وايي، سره له دې چې د پاکستان له لارې سوداګري کمه شوې، خو افغانستان توانېدلی د بديلو لارو او سيمهييزو بازارونو له لارې خپل اقتصادي فعاليتونه وساتي او لا پراخ کړي.
راپور زياتوي، دا مهال په افغانستان کې د توکو د بيو کچه د پاکستان او د سيمې د يو شمېر نورو هېوادونو په پرتله ټيټه ده، چې دا د نسبي اقتصادي ثبات نښه بلل کېږي او د خلکو د پېر ځواک پکې ښه ساتل شوی دی.
نړيوال بانک همدارنګه وايي، د افغانستان اقتصاد ورو ورو د ځان بسيا کېدو پر لور روان دی او ځينې بنسټيز سکتورونه لکه کرنه او کورنی تجارت د ودې نښې ښيي.
دا څرګندونې په پاکستان کې غبرګونونه راپارولي، ځکه چې پخوا ادعا کېده د سوداګرۍ بندېدل به پر افغانستان سخت اغېز وکړي، خو د نړيوال بانک راپور دا نظر ردوي او د افغانستان د اقتصاد د نسبي پرمختګ انځور وړاندې کوي.
#رحیمي
مقصد یارو دې خبرې تۀ ډیر متوجې اوسئ چې د پنجاب کرایي لیکوالانو د نظام خلاف تبلیغاتو تۀ کار ویلي، دوئ لۀ هرې ممکني لارې کوښښ کوي چې د اوسني نظام پۀ وړاندي د خلکو په زړونو کې نفرت پیدا کړي. کۀ نۀ منې د تېرو ورځو د علماوو د فتوا موضوع تعقیب کړي چې په څومره سپین سترګۍ او مهارت یې خلکو تۀ غلط تعبیر بیانوي.
12/12/2025
👇
په کابل کې د علماوو لخوا په تازه اعلان شوي فتوا کې راغلي چې پر افغانستان هر ډول تجاوز، مداخله او د ملي حریم نقض عدوان دی، او د دې عدوان پر وړاندې د افغانستان دفاع په هر افغان فرض عین ګرځول شوې ده. دا فتوا ټینګار کوي چې د هېواد خاوره، نظام او ملي ارزښتونو ساتل یو مقدس جهاد دی او ټول افغانان د شرعي مسؤولیت له مخې باید د هر ډول بهرني تېري په مقابل کې ودرېږي. او همداسي د امیر له آمره پرته ټول افغانان بهر کي د جګړو څخه ګرځول شوي دي.
دغه فتوا یوازې د دیني اړخ نه، بلکې د ملي یووالي، دولتي مشروعیت، سیمهییزو او نړیوالو اړیکو اثر لرلي شي.
لومړي: د ملي حریم او خپلواکۍ ملاتړ
دغه فتوا د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره یو مشترک دیني ـ ملي چوکاټ وړاندې کوي.
په داسې حال کې چي زموږ هېواد څو لسیزې د پردیو جګړو قرباني دی، دا ډول دیني اجماع د حریم ساتنې لپاره ګډ تصمیم لا پیاوړی کوي.
دوهم: د ملي یووالي رامنځته کول
په دغه فتوا د افغانستان ټول ملت په دې مکلف ګڼل شوي چې د پردیو د تجاوز په مقابل کي د افغانستان ټول قومونه ګډ مسؤلیت لري ،دلته د قومونو د جدا والي هغه دسیسي چي د پردیو ګړیو له خوا په مخ وړل کیدي شنډي او د ملي وحدت او یووالي په ارزښت د فتوا اهمت را څرګندیږي
کله چې علما د دفاع موضوع فرض عین اعلانوي، نو خلک د یوه هدف تر سیوري لاندي راټولېږي او د داخلي اختلافاتو پر ځای د ملي مسایلو ساتني ته تر ټولو زیات لومړیتوب ورکوي.
دریم: د نظام داخلي مشروعیت
د نظام لپاره د دیني بنسټ په توګه فتوا یوه مهمه مشروعیت بخښونکې وسیله ده. ځکه د شریعت پر بنسټ جوړ شوي نظامونو کې د علماوو دریځ د دولت له رسمي موقف سره مساوي اهمیت لري.
څلورم: بهرنیانو لخصوص د چټلستان مرتد پوځي رژیم تۀ پیغام
دا فتوا بهرنیو قدرتونو بلخصوص د چټلستان پوځي رژیم ته ښکاره پیغام وړاندي کوي چې په افغانستان تېری یوازې سیاسي موضوع نهده، بلکې دا د افغانستان د ټول ملت لپاره شرعي اهمیت هم لري، ځکه په افغانستان کي بشپړ شرعي نظام قایم ده او ددې نظام ساتنه په ټول ملت فرض عین ده.
دا فتوا د هغو هېوادونو اقدامات محدودولای شي چې په سیمهییزو امنیتي او استخباراتي رقابتونو کې د فشار له سیاست کار اخلي.
پنځم: په ټول وطن کې د دفاعي ذهنیت پیاوړتیا
دغه فتوا د خلکو په فکري نړۍ هم اثر لرلي، چي ټولو خلکو کې د دفاع او مقاومت مفکوره فعاله ساتي، چې دا د هېواد د امنیتي ثبات لپاره مهم فکتور ګڼل کیداي شي.
نو ویلي شوو چې د افغانستان د علماوو دغه تازه فتوا د هېواد د ملي حریم، خپلواکۍ او ارزښتونو د ساتنې او همداسي د بهرنیو د مغرضو کړیو بخلصوص د چټلستان د تجاوز په مقابل کي د افغانستان لپاره یو قوي شرعي او ملي موقف دی.
دا دریځ په ملي یووالي، دفاعي ذهنیت او د دولت په مشروعیت کې مثبتې اغېزې لرلای شي. او یوۀ خبره باید واضیح کي شي چي د وطن د دوښمنانو غلط تعبیر او منفي تبلیغات به هیڅ کومۀ ګټه ونه لري ځکه هغوي د پردیو په اشاره دغه فتوا د خلکو ترمنځ په داسي انداز تعبیروي چې د خلکو ذهنیت د حکومت په وړاندي منفي لورې ته واړوي چې دا یو خوب او خیال او ناکامه هڅه ده.
10/12/2025
هغه ایتلاف چې د افغانستان د ژغورنې تر نوم لاندې پخوانیو غلو اعلان کړ، خو لا د پیل په لومړي ورځ کې د مشرتابه، موقف او سهم پر سر نړېږي. دا ډول اتحادونه د اصولو پر ځای پر اشخاصو ولاړ وي، او همدا یې تر ټولو لوی ضعف دی.
که دا سیاستوال رښتیا هم د ولس لپاره سره یو ځای شوي وای، اختلاف به یې د لیدلوري او لارې پر سر و، نه د واک د انحصار پر سر. خو د لومړۍ ورځې تېښتي دا ثابته کړه چې زړې سیاسي ناروغۍ—شخصي انانیت، تنظیمي غرور او کورنۍ سیاست—لا هم ژوندۍ دي.
نوټ: وایې دا بلاګي د غلو د ایتلاف د مشرۍ په سر لۀ ایتلافه وتلې دۀ.
10/12/2025
ای ولسه!
کله چې د نړۍ تر ټولو ستر پوځي ځواک په خپله ژبه وایي:
چې افغانستان د کفارو لپاره دوزخ ده.
نو دا عادي جمله نه ده بلکي دا د دوئ د امپراتورۍ د غرور جنازه ده او د یو مظلوم مجاهد ملت سپیڅلۍ بریا ده.
ټرمپ اعتراف وکړ، نه ځکه چې دې د رښتیا ویلو سره مینه لري، بلکې ځکه یې اعتراف وکړ چې حقیقت نور پټېدونکی نه دۀ.
نو خبره مې دا کولۀ چې د تیر دور سیاسونو حکومت تۀ د مذاکراتو زارۍ پیل کړي خو دوئ دا هیر کړي چې افغان ولس د ټرمپ شیطان د خبرو تر تاثیر لاندې را نغې نو تاسي بیا د کوم جهت او کوم لورې لۀ حکومت سرۀ د مذاکراتو غوښتونکي یاست.
زما هیلۀ لۀ مشرانو دۀ چې د تیر دور هغه سیاسونو تۀ ووايي چې د مذاکراتو چغې مو بې ځایه دې کۀ غواړي چې وطن تۀ راشئ د تماس کمیسون مو په خدمت کي دۀ.
08/12/2025
موضوع: د افغانستان د سوداګرۍ نوې لارې، د چټلستان پر ځای د سوداګرۍ بدیلي لارې
د افغانستان او چټلستان تر منځ سوداګریزې اړیکې د اوږدې مودې راهیسې د دواړو هېوادونو د اقتصاد مهمۀ برخه جوړولۀ. خو د وروستیو سیاسي کړکېچونو، سرحدي لانجو، او د فشار سیاستونو له امله د افغانستان حکومت د اسلام برباد پر لوري تجارتي تګ راتګ بند اعلان کړ. د دې پرېکړې په پایله کې افغانستان هڅه کوي خپل تجارت د چټلستان له انحصار څخه وباسي او بدیل سوداګریز شریکان پیدا کړي. پوښتنۀ دا دۀ چې د چټلستان پۀ وړاندي زموږ بدیل سوادګریز شریکان کوم هیوادونۀ کیدلي شئ.
لومړي: ایران
ایران د افغانستان لپاره د یو مهم بدیل په توګه څرګندیدلي شي ځک د بندر عباس او چابهار سمندري بندرونه افغانستان ته هغه د نړیوال تجارت لار پرانستلي شي. چې لۀ دغو لارو په استفاده به زموږ تجارت د چټلستان کراچۍ بندر پورې محدود نه وي.
دوهم: د منځنۍ آسیا لارې(ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان)
زموږ د ویاړلي وطن شمالي ګاونډیان د طبیعی جغرافیایي موقعیت له مخې د سوداګرۍ قوي بدیل ګڼل کېږي. د ازبکستان ترمذ بندر، د ترکمنستان تورغونډي،سرحداباد لاره او د تاجکستان شېرخان بندر د افغانستان لپاره د چټلستان له تجارت څخه د خلاصون قوي اساسي بدیلونه دي.
دریم: د چین هیواد سره د واخان احتمالي بندر
چین غواړي په سیمه کې د اقتصادي کمربند له لارې نفوذ پراخ کړي. که څه هم واخان لارۀ لا تخنیکي ستونزې لري، خو په اوږدمهاله کې د افغانستان لپاره یوه بله بدیله لاره کېدای شي چې په واسطه یې کولاي شو د چین لوی بازار ته مستقیم لاسرسی ولرو.
نو په پاي کې ویلي شو چې:👇
که څه هم د پاکستان سره سوداګرۍ بندېدل لنډ مهاله اقتصادي ستونزې رامنځته کوي، خو د وطن لپاره د بدیلو لارو موندل او پیدا کول یو ستراتیژیک بدلون دی. چې افغانستان د یوه قرضداره او خداي وهلي هېواد پر ځای نړیوال شریکان ترلاسه او پیدا کوي او خپل سوداګریز مسیر په بشپړۀ توګه د نورو له انحصاره ژغوري. خو په مقابل کې چټلستان د خپلې جغرافیایي برترۍ یوه مهمه برخه له لاسه ورکوي او د افغانستان لوی بازار ته د خپل لاسرسي له لاسه ورکوي.
چې د افغانستان لپاره د اقتصادي استقلال، سیاسي استقلال او سیمه ییز توازن د نوي جوړښت لامل کېدلي شي.
وسلام
Click here to claim your Sponsored Listing.