Click News

Click News

Share

هر هغه څه چې زه يي لیکم ټول زما شخصې معلومات نه دي زیاتره دمحتلفو کتابونو او د مشهورو خلکو د ویناوو څخه لیکل شوې دي.

17/11/2025

په کابل کې ۱۷ کلنه فرخنده، چې شاوخوا ۴۵ ورځې مخکې د کورنۍ په رضا د حماد (الماس) سره واده شوې وه، د نومبر په ۱۵مه د خپل مېړه د کورنۍ په کور کې په مرموز ډول مړه وموندل شوه. د کورنۍ ځینې غړي غوښتل مړی عدلي طب ته انتقال کړي، خو راپورونه وایي چې حاجي احسان‌الله – چې د سرو زرو کان شریک دی – د دې کار مخه نیولې ده. د فرخندې د ورور په شمول د کورنۍ غړي د فشارونو له امله تر اوسه خاموش دي. پولیسو لا تر اوسه رسمي نظر نه دی ورکړی، خو کورنۍ او مدني فعالان د پېښې جدي پلټنه غواړي.

17/06/2025

د غزې په ښار خان یونس کې د سه‌شنبې په ورځ اسراییلي ټانکونو پر هغو خلکو ډزې کړې، چې د مرستو اخیستو لپاره راټول شوي وو. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۹ کسان وژل شوي دي. اسراییلي پوځ ویلي چې دوی په سیمه کې ډزې کړې، خو د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده. دا یوه له تر ټولو خونړیو پېښو څخه ګڼل کېږي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د جګړې له پیل راهیسې رامنځته شوې ده. خلک له سختې لوږې سره مخ دي او د مرستو ترلاسه کولو لپاره مجبوره دي چې له خطرناکو حالاتو سره مخامخ شي.

17/06/2025

ډونالډ ټرمپ: خلک دې ژر تر ژره له تهران څخه ووځي

دوشنبه، جون ۱۶، ۲۰۲۵ – نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د سترو هېوادونو (G7) له سرمشریزې مخکې له وخت وتلی دی. دا پرېکړه یې وروسته له هغې وکړه چې د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه زیاته شوې ده.
ولسمشر ټرمپ خلکو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي:
> "فوراً دې خلک د ایران پلازمېنه، تهران، پرېږدي، ځکه حالت ورځ تر بلې خرابېږي."
د راپورونو له مخې، ایران او اسراییل یو بل باندې څو ورځې پرله‌پسې بریدونه کړي، او دا کړکېچ اوس داسې کچې ته رسېدلی چې د نړیوالو اندېښنه یې راپارولې ده.

ټرمپ د غونډې پرېښودو له امله له نړیوالو مشرانو سره ناڅاپي خدای پاماني وکړه، څو د وضعیت له نږدې څارنې او د امریکا د امنیتي ادارو سره همغږي وکړي.

Photos from Click News's post 17/06/2025

د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۷مه، د سهار له خوا، روسیې د اوکراین پلازمېنه کییف د ډرونونو او توغندیو د سختو بریدونو لاندې راوستله، چې له امله یې ۱۴ تنه وژل شوي او ۴۴ نور ټپیان شوي دي. دا خبره د اوکراین د کورنیو چارو وزارت تایید کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر، ایهور کلیمنکو، ویلي دي چې روسي ځواکونو د پلازمېنې شاوخوا ۲۷ ځایونه په نښه کړي، چې له امله یې استوګنیزې ودانۍ، تعلیمي ادارې، او مهمې بنسټیزې زېربناوې سخت زیانمنې شوې دي.
د پیښې پر مهال، د کییف ګڼې ودانۍ ولړزول شوې، او اور وژونکو، ژغورونکو او د بیړنیو خدماتو ټیمونو له سمدستي غبرګون سره کار پیل کړ. د چارواکو په وینا، د قربانیانو شمېر ښایي لا هم زیات شي، ځکه چې د ځینو ټپیانو حالت نازک بلل شوی دی.

17/06/2025

توماس ريميکيس چې د انګلستان اوسيدونکی وو په ناڅاپه ټوخي اخته او ژوند يې د لاسه ورکړ. توماس خپلې کورنئ ته ويلې وو چې يوازې ټوخی لري او کومه د اندیښنې وړ خبره نشته خو ددې شکايت وروسته ناڅاپه مړ شو. دا پيښه د هغه مور، پلار، او کوچني ورور لپاره يوه لويه ضربه وه. توماس د ماشومتوبه د زړه په سوري اخته و، او ډاکټرانو ورته تشخيص کړی و، دا يوه خطرناکه ناروغي ده چې د سږو د وينې فشار زياتوي او د زړه ښې خواته زيان رسوي. سره له دې چې هغه يو عادي ژوند کاوه او هيڅ کومه لويه ستونزه نه ليدل کيده، کورنئ يي وايي چې توماس يو هوښيار، زړور ماشوم وو.

Photos from Click News's post 16/06/2025

په 1980 ميلادي کال کې يو کس چې نوم يي جيفري دوسي وو د يو هلک سره چې جودي پلاشي نوميده جنسي تيری وکړ. دا هلک په دې وخت کې 11 کلن وو او د زيږيدو ځاي يي متحده ايالات ښودل شوی دی. جيفري دوسي د يوولس کلن ماشوم د باور څخه غلطه ګټه اخيستې وه. جودي يي تړلی وو او جنسي تيرې يې ورسره کړی وو حتی هغه هلک يی د خپلې کورنئ څخه تښتولی وو او څو ورځې يی د ځان سره پټ ساتلی وو. کله چې پوليسو اختطاف کوونکی ونيو غوښتل يي محکمه يي کړي نو په دې وخت کې د ماشوم پلار ګيري پلاشي راپيدا شو چې د ډيرې غوسې يي پريکړه کړې وه چې قانون په لاس کې واخلي او عدالت خپله وکړي. نو د هلک پلار په ميدان هوايي کې په يو ګوښه ځای کې ناست وو. ترڅو د اختطاف کوونکې سابه ورپه مالګه کړي. په دې وخت کې اختطاف کوونکې ميدان هوايي ته راورسيدو نو په دې وخت کې د هلک پلار ټ وپک راوويست او د تلويزوني کمرو په مخکې يي دوسي د مرګ په خوب ويده کړ. محکمې پريکړه وکړه او د هلک پلار ته بند ورنکړل شو. اوس چې جودي پلاشي يعنې هغه يوولس کلن ماشوم لوی شوی دی وايي زه پوهيږم چې پلار مې ولې دا کار وکړ. خو هغه نشي کولاي د پلار دغه وژنه تاييد کړي. هغه وايي زه نه غواړم خلک فکر وکړي چې دائي د حل لاره ده دا کار قانون ته تاوان رسوي.

16/06/2025

د مافیا ترټولو مشهوره وينا.....
که د غريب لپاره ډوډئ نه وي د شتمنو لپاره به امنيت نه وي.
tamam_khan

10/03/2025

تمامه موږ داسې خوبونه ليدل
هغه چې هيڅ ئي تعبيرونه نه وو
Tamamkhan

Photos from Click News's post 02/03/2025

ويتني رايټ:
امريکايي د لوڅو فلمونو اداکاره چې په 2016 کال کې ئي په دې برخه کې کار شروع کړو او په لنډ وخت کې ئي ډير پیشرفت وکړو ويل کيږي په داسې حال کې چې ط‌البانو په افغان ميرمنو په کار او زده کړو سخت بندیزونه لګولې دي خو د د لوڅو فلمونو موډله په ازادانه ډول په هيواد کې څرخي او زمونږ د ط‌الب وسلوالو په بدرګه ئي عکسونه ويډيوګانې خپرې کړې دي او لاس په ماشه ولاړه ده.

28/02/2025

د خوشحالئ خبر!
سبا شنبه د روژې لومړئ ورځ ده د نړئ ټولو مسلمانانو ته دې مبارک وي.
♥️RAMADAN♥️

27/02/2025

ځينې وخت زه فکر کووم:
چې کاش زما ژوند يوه د ډيليټ بټن لرلې چې په دې سره ما کولای شو چې ځينې خلک، ځينې يادونه او ځینې احساسات ما د تل لپاره ډيليټولی شوې.
tamamkhan

Want your business to be the top-listed Shop in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Address

Ahmad Shah Baba Mena Kabul
Kabul
41889