Aimal Azimi
Islamic Information.
لیکوال | ژباړونکی | ارواپوه | د ښوونې او روزنې متخصص|
د معاصر تدریس لارښود لیکوال
ارواپوهنه د ټولو لپاره کتاب ژباړونکی
د ارواپوهنې په برخه کې څېړونکی
هڅوونکې کیسې، ارواهي ژباړې او اسلامي مالومات خپروم.
زما نشرات زما له رسمي دندې سره تړاو نه لري.
17/06/2026
زیاته تواضع!!!
یو نفر لس آسان درلودل. یو ورځ به یې چې وشمیرل نو نهه دانې به شول، کله به چې له آس را کښته شو، چې بیا به یې وشمارل نو لس به پوره شول. تاسې به خاندئ، چې دا څومره بې مانا لیکنه ده؟ نه اصلې مطلب اوس شروع کیږي.
کله چې موږ د خلکو پر وړاندې له اندازې زیاته تواضع کوو او هغه ته په خپله شا ځای ورکوو، نو هغه موږ بیخې له نظره غورځوي او بیخې مو په حساب کې نه راولي. خو که خپل ځان ارزانه خرڅ نکړو او خپل ځان ته خپله ارزښت ورکړو، نو یواځې له یو چا سره سلام کول به مو هم خلکو ته افتخار ښکاري.
هر چا ته د هغه د ظرفیت مطابق ځان مهیا کړئ، ځکه ځینې کسان ددې ارزښت هم نه لري، چې یوه ساده خبره ورسره وشي. ځکه دوی ددې له امله تاسې ته نږدې شوي دي، چې له لیرې ځایه یې غشۍ نه در رسیږي.
ژباړه: Aimal Azimi
11/06/2026
10/06/2026
مبتکر ذهن!!!
یوه مبتکر ځوان په یوه ښار کې اکواریوم (aquarium)/ د کبانو ښیښه تون خرڅول، خو نه خرڅیدل. بله ورځ یې په ذهن کې یوه نظریه تیره شوه او یو کس چې په ښار کې یې رنګه ماهیان خرڅول را وغوښت او ورته ویې ویل: ماته ښه ډیر رنګه ماهیان راوړه، کله یې چې ماهیان راوړل ورته یې وویل: دا ټول د بحر په ګودال کې خوشي کړه. هغه کس حیران شو، خو بیا یې هم د ځوان په قول وکړل او په بحر کې یې خوشي کړل.
دا خبر په ښار کې لکه بریښنا داسې خپور شو او هر کس غوښتل چې مفت ماهیان ونیسي او له ځوان څخه ښیښه تون واخلي. حتا داسې کسانو هم رانیول، چې تر اوسه یې ماهیان نه وو نیولي، ځوان د خپلو تولیداتو نرخ لوړ کړ، تر څو مفته او څو چنده ګټه وکړي.
څو ورځې وروسته د دغه ځوان موټر په خټو کې بند شو، د کومک غوښتنه یې وکړه، خو ممکنه نه وه، چې مرستندوی ټیم تر څلور ساعته دده مرستې ته راشي. نو یې له لسو مختلفو هوټلونو څخه د یو-یو خوراک ډوډۍ غوښتنه وکړه او یاد ځای یې ورته وښوده. څو دقیقې وروسته لس کسان له موټرسیکلانو سره ور ورسیدل، ده سپارش شوې ډوډۍ بیرته دوی ته ډالۍ کړې او دوی موټر ورسره له خټو وایست. په پای کې ټول خوشحاله و.
د لیکنې موخه: ایلن ماسک وایي د شتمن کیدلو لپاره ښه عاید لرونکې دندې ته اړتیا نه لرې بلکې یوې مبتکرې نظریې او پوه ذهن ته اړتیا لرې. موږ باید تل له ذهن څخه کار واخلو تر څو ستونزې مو په وخت حل او کمې شي.
ژباړه: Aimal Azimi
08/06/2026
ریښتینولي!!!
کله چې د جنګ په میدان کې یوې ا.صلحې تسلیمۍ ته مجبور کړې او ته بیا هم همغه ا.صلحه بل جنګ ته درسره وړې ته د مرګ لایق یې.
ملګری، انډیوال او خپل هم دغسې دي، که چیرې یې یو ځل خیانت درسره وکړ او ته بیا هم هغه ته پناه وړې، باور ورباندې کوې او ملا ورباندې تړې دا مانا لری، چې ته بې ارزښته او بې مرزه یې.
په پایله کې، ته ددې لایق یې چې ناسم وکارول شې.
ژباړه: Aimal Azimi
عکس کاپي شوی دی
07/06/2026
له ابوهریره رضياللهعنه څخه روایت دی، فرمایي: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دری کسان داسې دي، نه به الله تعالی د قیامت په ورځ خبرې ورسره وکړي او نه به د رحمت په نظر ورته وګوري. هغه دری کسان اول په سوداګرۍ کې د دروغو قسم خوړونکی، دوهم له مازدیګر وروسته د بل مسلمان ورور په مال پر دروغو قسم اخستونکی او دریم هغه کس، چې په خپل کوهي کې له اړتیا زیاتې اوبه لري، خو خلک ترې منعه کوي.
بخاري: ۲۳۶۹
05/06/2026
دا ستا ستونزه نده!!!
که چیرې یو چاته دښمن نه ښکارئ دا مانا تاسې مهم نه یاست.
که چیرې یو څوک ستاسې په غیاب کې ستاسې غیبت نه کوي، تاسې تاثیر کوونکي نه یاست.
که یو څوک غواړې له تاسې ناسمه ګټنه وکړي، دا مانا تاسې ارزښتمند یاست.
که چیرې یو څوک له تاسې تقلید کوي، دا مانا تاسې کاریزما لرئ.
که یو څوک غواړي تاسې کم راولي، مانا تاسې له هغه لوړ یاست.
که یو څوک پر تا شکمن دي، نو ته هغه کار کوې، چې دوی یې نه شي کولای.
نیوکه د نه ستایلو سکه ورور دی، دا داسې دی، لکه د شاتو مچۍ چې کله نیش ولګوي، په پای کې مچۍ خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو چیچل شوی لا ګټه کوي له لږ درد سره، خو په یوه شرط چې حساسیت ورسره ښکاره نه کړې.
په پایله کې باید ووایم، دغو خلکو ته تر ټولو ښه ځواب احترام کول دي.
ژباړه: Aimal Azimi
02/06/2026
د سختو شیبو یار!!!
کله چې په نشت امکاناتو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د تبوک غزا ته په سخته ګرمۍ او داسې حال کې روان شو، چې د خرما باغونه د حاصلاتو را ټولولو په حال کې وو، نو ټول صحابه په ډیره مینه او اخلاص روان شول، خو د ګوتو په شمیر کسان پاتې شول.
په دغه غزا کې مجاهدینو ډیر تکلیفونه تیر کړل، حتا یوه خرما د دوه کسو مجاهدینو لپاره د یوې ورځې خوراکه وټاکل شوه، خو بیا هم دوی په ډیر شوق او هوس د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم امر منلو ته تیار وو.
سرورکاینات "ص" له مجاهدینو سره له مدینې منورې ووت، په ښار کې عذر لرونکي، منافقین او دری کسه(کعب زوی د مالک، هلال زوی د امیه او ربیع زوی د ربیع)، چې لټي ورڅخه شوې وه پاتې شول.
غزا په بریا ختمه شوه، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د تل په څیر اول نبوي مسجد ته ولاړ. منافقین ډلې-ډلې راتلل او د درواغو قسمونه یې خوړل. دوهمه ډله هغه عذر لرونکي وو، چې له شرمه یې ځانونه د مسجد په ستنو تړلي وو. دریمه ډله هغه دری کسان وو، چې نومونه یې پورته ذکر شول او دری واړو حقیقت بیان کړ.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دوی معامله الله تعالی ته وسپارله، چې بلاخره ۵۰ ورځې وروسته د دوی توبه قبوله شوه. کعب بن مالک رضياللهعنه وایي: تر ټولو اول طلحه رضياللهعنه ماته لاس راکړ او مبارکي یې راکړه، چې تر مرګه یې نه هیروم.
د لیکنې درس: په پایله کې باید ووایم، په سختو شیبو کې له خلکو ملاتړ او ښه چلند ورسره کول، د توقع خلاف دوستي رامنځته کوي، نو په سختو شرایطو کې له خلکو لاس مه اخلئ او سوړ چلند مه کوئ.
راټولوونکی: Aimal Azimi
01/06/2026
وفادار سپی!!!
یو وخت یو نفر له یو ځای تیریده، که ګوري یو سړی ناست دی او ژاړي. پوښتنه یې ورڅخه وکړه: ولې ژاړې؟ هغه ورته وویل: نه وینې سپی مې مړ شوی دی، ډیر وفادار سپی و.
هغه سړي ورته وویل: ولې مړ شو؟
ده ورته وویل: له لوږې مړ شو.
سړي بیا پوښتنه ورڅخه وکړه: نو په تبراک کې ډوډۍ درسره ده، ولې دې ډوډۍ نه ورکوله؟
د سپي مالک وویل: بیا خو ماته ډوډۍ نه پاتې کیدله.
ځینې کسانو ته موږ تر هغه وخته مهم یو چې د دوی ګټه په کې وي. دا باید تل هیره نه کړو، چې هیچاته تر ځان مهم نه یو. ځینې خلک ددې لامله د دوستۍ تمثیل کوي، چې د یوه آپشن په شکل مو وساتي، تر څو په سخته کې په کار ورشو.
کله چې یو څوک تاسې په ژوند نه ستایي، ستاسې همکاري نه کوي، احترام نه درته کوي، وروسته له مرګه بیا ژړل څه مانا لري؟
ژباړه: Aimal Azimi
29/05/2026
بوډۍ او وزه!!!
یو وخت یو مرشد او یو مرید په یوه سفر روان وو. په لاره کې ورباندې شپه کیږي او ګورې لیرې یو څراغ بل دی. د هغه رڼا پر لور ځي، که ګوري هلته یوه بوډۍ ښځه له څو زامنو سره په یوه کوډله کې ژوند کوي. د دوی ټوله ګزاره په یوه وزه ده د هغې شیدې خوري او ژوند مخته وړي. که څه هم دوی یو فقیرانه ژوند لري، خو زړونه یې لوی دي.
دوی چې کله استاد او شاګرد ګوري، چې د مسافري او لوږې په حالت کې دي، نو میلمستیا ورته کوي. مرید خپل استاد ته وايي: دې میرمنې خو له موږ څخه ډیر په ښه ډول ښه راغلاست وکړ، باید ددغه ښو بدله ورکړو. استاد یې ورته وویل: که غواړې له دې میرمنې سره مرسته وکړې نو وزه یې مړه کړه. مرید یې وایي: مګر دوی له موږ سره ښه وکړل او له وزې بغیر کوم بل عاید هم نه لري. مرشد لنډ ځواب ورکړ: که غواړې کومک ورسره وکړې نو وزه یې مړه کړه.
دا چې شاګرد پر خپل استاد باور درلود، نو د هغې بوډۍ ښځې وزه یې مړه کړه او دوی په خپله مخه وتښتیدل. مرید کلونه کلونه د وجدان عذاب تیرولو، ځکه ده د هغه چا وزه مړه کړه، چې دوی ته یې میلمستیا ورکړه او ښه یې ورسره وکړل. کلونه وروسته دوی دواړه بیا پر یوه سفر روان و، په یوه لوی ښار وربرابر شول، چې خلک یې شتمن و او لوړې ودانۍ یې درلودلې. دوی پوښتنه وکړه، ددې ښار تر ټوله شتمن کس څوک دی؟
خلکو وویل: ددې ښار تر ټولو شتمن کس یو نارینه نه بلکې یوه ښځه ده، د کومې چې یوه په زړه پورې کیسه ده. بیا یې د هغه د دوه میلمنو او وزې کیسه وکړه، چې میلمنو ورته وزه مړه کړې وه او تښتیدلي وو.
کله چې د بوډۍ وزه مړه شوه، نو زامنو یې خوارۍ شروع کړې، چې بالاخره یې ځانونه د ښار شتمن کړل.
د کیسې درس: موږ باید خپله هغه وزه وپیژنو او مړه یې کړو، چې موږ له پرمختګ څخه را ګرځوي.
ژباړه: Aimal Azimi
Click here to claim your Sponsored Listing.